د ترکیې د ورځنۍ اجندا تحلیل

د اذربایجان د قره باغ جګړه او د ارمنستان جنګي جنایتونه :

1518296
د ترکیې د ورځنۍ اجندا تحلیل

 

اذربایجان د څه باندې ۳۰ کلونو راهیسې د ارمنستان تر اشغال لاندې د خپلې خاورې د ژغورلو په خاطر په قره باغ کې پوځي عملیاتو ته دوام ورکوي.

ارمنستان چې د اذربایجان په مقابل کې د جګړې په ډګر کې د جګړې توان نلري په اذربایجان کې پر ملکي وګړو بریدونه کوي او ملکي وګړي په قتل رسوي.

د ترکېې د سیاسي اقتصادي او ټولنیزو څیړونو د بڼسټ د بهرنیو سیاست محقق جان اجون د مسئلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

ارمنستان په اذربایجان کې پر ملکي وګړو او ښارونو بریدونه د یوې ځانګړې ستراتیژۍ له مخې په قصدي او شعوري ډول سره ترسره کوي. ارمنستان په اصل کې اذربایجان په قصدي دول سره د قره باغ نه بهر جګړې ته راکاږي . ارمنستان غواړي چې پدې ډول د روسیې سره لاسلیک کړي د ټولیز امنیت تړون  نه د اذربایجان په مقابل کې کار واخلي. ارمنستان ددې پالیسۍ سره په ښکاره توګه جنګي او بشري جنایت ترسره کوي.

د اذربایجان پوځ د نږدې یوې میاشتې راهیسې په قره باغ کې پوځي عملیاتو ته دوام ورکوي.

د اذربایجان پوځ چې په ځانګړې توګه د شمالي او سویلي استقامتونو نه عملیاتو او پرمختګ ته دوام ورکولو خو پدې وروستیو کې بیا د سویل او لویدیځ پر لورې د پام وړ پرمختګ پیل کړی دی.

د فضولي او جبرائیل په څیر مهمو ښارونو سربیره د زنګیلان ښار يي هم د ارمنستان د اشغال نه وژغوره. پدې ډول يي د ارمني ځواکونو او ایران ترمنځه اړیکه او پوله په کامله توګه پرې کړه. د ایران پولو په اوږدو کې ټوله سیمه د ارمنستان د اشغال نه ازاده کړه.

اذربایجان پوځ ددې لاسته راوړنو نه وروسته د سویل کرښې نه د شمال پر لورې د پرمختګ سره لاچین دهلیز ته د ځان رسولو هڅه کوي. غواړي چې پدې ډول د قره باغ  سره د ارمنستان  د لوجیستیک اصلي لاره پرې کړي.

ارمني ځواکونه بیا د جګړې په دګر کې  د خپلو سنګرونو نه د دفاع  په غم کې دي. ځکه چې جګړې د لومړۍ ورځې نه په اعتبار سره د اذربایجان په ګټه پر مخ روانه ده. اذربایجان د ترکیې نه د ترلاسه کړو په وسلو سمبال بې پيلوته الوتکو سره هوايي حاکمیت په کامله توګه په لاس کې نیولی دی. د تخنیکي پلوه د هر ډول امکاناتو خاوند دي.

د اذربایجان پوځ د په وسلو سمبال ډرون الوتکو سره د جګړې په ډګر کې ارمني ځواکونو ته د ساه اخیستو فرصت هم نه ورکوي. د بې پیلوته الوتکو د بریدونو سره يي ارمنستان ته داسې ګوزارونه ورکړي چې لاره يي ترینه ورکه کړې ده .ډیر زیات ځاني او مالي تلفات يي ورته اړولي دي. اذربایجان ځواکونه ګام په ګام پرمختګ کوي او ارمني ځواکونه په شا تګ او تیښتې ته اړ کیږي.

ارمنستان چې د جګړې په ډګر کې د مخامخ جګړې توان د لاسه ورکړی د مختلفو ستراتيژیو سره غواړي د جګړې موازنه بدله کړي او جګړه په خپله ګټه واړوي.

د ارمنستان لومړي وزیر پاشینیان د یو پلو نه د پوتین ، ماکرون او ټرمپ په څیر د نړۍ مشرانو سره تماس په نیولو سره د اوربند په لټه کې دی د ارمنستان پوځ بیا په اذربایجان کې د جګړې د ډګر نه بهر په ملکي وګړو او ملکي سیمو بریدونه کوي.

ارمنستان په قصدي او شعوري ډول اذربایجان تحریکوي او غواړي چې جګړې ساحه پراخه کړي. اذربایجان مجبور کړي د قره باغ نه بهر د ارمنستان پر خاوره بریدونه وکړي تر څو ددې خبرې نه په استفادې سره جګړه په خپله ګټه واړوي. د نورو اکټورانو مداخلې ته زمینه برابره کړي.

دې هدف ته د رسیدو په خاطر هره ورځ جنګي او بشري جنایتونه ترسره کوي.

ارمنستان د اذربایجان د دویم تر ټولو لوی ښار ګینجي په ګډون په یو زیات شمیر ښارونو د بالستیک توغندیو بریدونه کوي.

ددې بریدونو په نتیجه کې تر اوسه پورې څه باندې ۹۰ تنه ملکي وګړي په قتل رسولي او په سلګونو تنه نور يي ټپیان کړي دي.

ارمنستان د اذربایجان په ملکي سیمو او وګړو د بریدونو سره غواړي اذربایجان د قره باغ نه بهر سیمو باندې برید کولو ته مجبور کړي تر څو د روسیې خپله په جګړه کې داخله کړي. د روسیې سره د لاسلیک کړي ټولیز امنیت تړون له  مخې روسیې مداخلې ته زمینه برابره کړي.

خو اذربایجان پدې خبره ډیر ښه پوهیږي او په ډیر دقت سره عملیاتو او پرمختګ ته دوام ورکوي. د ویلو ده که چیرې د اذربایجان پوځ د لاچین او کل بیجر سیمه د اشغال نه وژغوري د قره باغ سره به د ارمنستان لوجیستکي اړیکي پرې کړي او پدې ډول به د جګړې سیر بدل شي. کیدای شي چې ددینه وروسته جګړه ډیره دوام ونکړي او اذربایجان خپله ټوله خاوره د اشغال نه وژغوري.

 



اړوند خبرونه