د ورځنۍ اجندا تحلیل

د ورځنۍ اجندا تحلیل

1514347
د ورځنۍ اجندا تحلیل

 

لکه څرنګه چې پوهیږۍد ۲۰۲۰ میلادي کال د نوامبر په ۳ مه نیټه په امریکا متحده ایالتونو کې د کرونا ویروس د اوبا ناروغۍ تر سیوري لاندې ترلاسه کیږي. ولسمشر ټرمپ د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو نه وروسته لومړي کلونه د خپلې کاري ډلې په جوړولو تیرې کړې خو اوس هم په یو زیات شمیر مهمو څوکیو کمبودي ګانې لري. د ویلو ده چې ټرمپ یا خو تر اوسه پورې پدې څوکیو څوک مقرر کړي ندي او یا خو يي که مقرر کړي هم وو استعفا کولو ته اړ شوي دي. ټرمپ پدې څلورو کلونو کې درې د ملي امنیت سلاکاران بدل کړل. همداشان د بهرنیو او دفاع د چارو په برخه کې هم د یو نه ډیر څو تنه وزیران بدل رابدل کړل.

ټرمپ چې خپله لومړۍ دوره د ډیرو سختو بهرني سیاستونو سره د تیرولو هڅه کوله د لومړۍ دورې په نیمايي کې د دندې او صلاحیتونو نه د ناوړه ګټې پورته کولو له امله د دندې نه د ګوښه کولو د ګواښ سره مخامخ شو. د ۲۰۱۶ کال په ټاکنو کې د روسیې سره د اړیکو وروسته د هغه او د هغه د ټاکنیزې ډلې لپاره ډیر ستر سرخوږی جوړ کړ.

همداشان د ولسمشرۍ  وروستی کال کې بیا د کرونا ویروس  د اوبا ناروغۍ پر وړاندې په مبارزه کې تیر کړ. ټرمپ د کرونا ویروس اوباما ناروغۍ پر وړاندې په مبارزه کې لکه د تمو او توقعاتو په څیر بریالی نه وو.

د ویلو ده چې ټرمپ  د کرونا نه مخکې د امریکا اقتصاد په خپو د درولو او د لا پياووړي کولو په خاطر د ډیرو سختو تجاري سیاستونو په خپلولو سره د امریکا د خلکو قوي ملاتړ ترلاسه کړی وو خو د کرونا ویروس د خپریدو سره د امریکا اقتصاد ښه پسې خراب شو او خلک ددې مسئلې یواځنی لامل ټرمپ بولي. خلک ټرمپ د کرونا ویروس پر خلاف په ناکامه مبارزه تورنوي. د همدې امله د هغه رقیب ډیموکراټ ګوند نوماند جو بایدن چانس ډیر شوی دی. په ترسره شوو نظرسنجیو کې بایدن په ټاکنو کې د ټرمپ نه مخکې ښکاري.

دا چې ددې ټاکنو ګټوونکی به څوک وي پدې اړه څه ویل د وخت نه وړاندې خبره ده ځکه چې د امریکا د ټاکنو سیستم د نورو هیوادونو ته توپیر لري. په تیرو ټاکنو کې هم د ټرمپ رقیبه هیلري کلنټن ډیر مخکې ښکاریده او حتا په ټاکنو کې هم د ټرمپ نه ډیرې رایې اخیستې وې خو بیا هم ټاکنې ټرمپ یا جمهوریت پلوو وګټلې.

ټرمپ د تیر ځل په څیر دا ځل هم په ټاکنیزو کمپاینونو کې راځۍ چې امریکا له سره پياوړې کړو او لومړی امریکا په څیر شعارونو نه کار اخیستی دی. همداشان ددینه وروسته په نړۍوالو سیاستونو کې د امریکا د رول په اړه هم ځینې ژمنې کړي دي. همداشان که چیرې د ټرمپ تیرې څلور کلنې دورې ته وګورو د راتلوونکې دورې په اړه يي اټکلونه ګران ندي. ټرمپ تیرې دورې ته په کتو سره  نه غواړي چې د پخوا په څیر په نړۍوال سیستم کې ډیر زیات رول په غاړه واخلي. ځکه چې هغه تل وايي چې امریکا د نړۍ پولیس یا  ژاندارم ندی. هغه غواړي چې د نړۍ د یو زیات شمیر سیمو نه خپل سرتیري هیواد ته راستانه کړي . هغه غواړي چې یو داسې امریکا رامنځته کړي چې تر ټولو زیات خپلو داخلي ستونزو حل ته دقت وکړي. خو بایدن بیا د هغه پر خلاف په نړۍ کې د امریکا پر رول ډیر ټینګار کوي. خو دا چې ددې ټاکنو ګټوونکی ټرمپ وي او که بایدن درې مسئلې دي چې ډیر زیات اهمیت لري.

لومړۍ مسئله  د نړۍوال سیاست په اړه د امریکا دریځ په اړه ده. له سره د ټرمپ د ټاکل کیدو په صورت کې داسې ښکاري چې امریکا د کرونا ویروس د اغیزو  له امله په نړۍوال سیاست کې لا سخت دریځ خپل کړي. د ټولو په سر کې د چین سره اقتصادي رقابت شتون لري. یعنې په نوې دوره کې به ټرمپ خپل ټول پام چین ته او ددې هیواد سره اقتصادي رقابت ته واړوي. همداشان که چیرې ټرمپ بریالی شي داسې ښکاري چې امریکا ددینه وروسته په نړۍواله کچه لا کم مسئولیتونه په غاړه واخلي.

خو دا مسئله کیدای شي چې د ملګروملتونو  او هغه ارګانونو ترمنځه چې نړۍ اداره کوي د امریکا اړیکې ضعیفه کړي. یعنې ټرمپ به په نړۍوال سیستم کې لا لږ رول په غاړه واخلي.

دویمه مسئله د بایدن د ټاکل کیدو په صورت کې به امریکا په نړۍوال سیستم کې لا په اغیزمنه توګه رول واخلي. خو یوه خبره وار د مخه معلومه ده چې  د بایدن د ګټولو په صورت کې به هم د امریکا او چین ترمنځه رقابت کم نشي بلکې لا به زیات شي.

خو که چیرې بایدن وټاکل شي امریکا به په بهرنیو سیاستونو کې لا زیات فعاله رول واخلي. ځکه چې هغه د ټاکنیز کمپاین په ترڅ تل د ټرمپ پر سیاستونو نیوکه کړې ده او ویلي دي چې په نړۍواله کچه يي د امریکا رول ته سخت زیان رسولی او امریکا يي ضعیفه کړې ده. هغه ویلي دي چې د ګټولو په صورت کې به امریکا یو ځل بیا په مهم نړۍوال طاقت او قوت بدل کړي. یعنې غواړي چې امریکا لا زیات نړۍوالو مسئلو او ستونزو کې دخیل کړي.

د ټرمپ پر خلاف غواړي چې په ناټو ، ملګروملتونو سازمان او نړۍواله ټولنه کې امریکا لا پسې قوي او فعاله کړي. لا زیات رول او مسئولیت په غاړه واخلي.

دریمه مسئله داده چې په دواړو احتمالونو کې ایا امریکا څه چې غواړي او د هغه په ترلاسه کولو مقتدر دی او که نه؟

په اصل کې په دواړو احتمالونو کې امریکا څه چې غواړي هغه کوي. ځکه چې د امریکا لخوا د نړۍوال سیستم نه ځان راټول اسانه خبره نده. همداشان د پخوا په څیر د امریکا لخوا نړۍوال سیستم کنټرول به هم اسانه خبره نوي.

د همدې امله د اوس نه داسې ښکاري چې نړۍوال سیاست به د امریکا د ټولټاکنو نه وروسته هم ډیر ګرم وي. ځکه چې په امریکا کې اف بي ای وار د مخه د امریکا په ټاکنو کې د روسیې او چین د مداخلې نه یادونه وکړه.

همداشان بایدن هم د ټرمپ سره په وروستۍ مناظره کې وویل چې ایران، روسیه او چین د امریکا په ټاکنو کې مداخله کوي او د ټرمپ په نفع کار کوي.

خو که چیرې ددې سره سم د کرونا مسئله هم اضافه شي مسئله لا ستونزمنده کیږي. لکه څرنګه چې پوهیږۍ پدې وروستیو کې په ټوله نړۍ کۍ د کرونا ویروس د خپریدو له سره مخ په لوړیدو ده. دا مسئله هم پدې ټاکنو کې مهم ځای لري.



اړوند خبرونه