د ورځنۍ اجندا تحلیل

د ترکیې د روسیې سیاستونه

1510084
د ورځنۍ اجندا تحلیل

 

روسیه هم د جغرافیوي موقعیت او هم  د پوځي او اقتصادي طاقت او قوت له امله د ترکیې له پلوه تل یو ډیر مهم هیواد دی. که چیرې نږدې ماضي ته دقت وکړو د سړې جګړې پر مهال  ترکیې په لویدیځ بلاک کې او روسیې په ختیځ بلاک کې د ځای لرولو له امله البته چې سیاسي رقابت او مجادلې شتون درلود. خو په ځانګړې توګه په ترکیه کې د عدالت او پراختیا ګوند واک ته د رسیدو  او د ۲۰۱۶ کال د جولای په ۱۵ مه نیټه د کودتا د ناکام اقدام نه وروسته د ترکیې په سیاستونو کې جدي تغیرات رامنځته شول. ترکیې د روسیې سره خپلې اړیکې د لویدیځ بلاک او د هرې ورځې په تیریدو وده کوونکي چین پر وړاندې د موازنې د برابرولو لپاره طرحه او ډیزاین کړې.

د ویلو ده چې په ترکیه کې د جولای د ۱۵ مې کودتا نه وروسته د انقرې په بهرنیو سیاستونو کې د ریښې نه بدلونو او اصلاحاتو ته زمینه برابره کړه. په اصل کې د تیرو څو کلونو راهیسې د اسرائیل نه ملاتړ، ګیزې پيښو، فتح الله ګولن ترهګریز نه بهرني ملاتړ او د سوریې بې تفاوتۍ او ناوړه سیاستونو ته کتنه وکړو د لویديځې نړۍ سره د ترکیې په اړیکو ډیرې منفي اغیزې کړي دي.

ترکیې وروستیو پیښو او پرمختګونو ته په کتو سره خپل محور بدل کړی دی. ترکیې اوس ترکیه محوره موقف خپل کړی دی. ترکیه چې اقتصادي، پوځي او سیاسي برخو کې د هرې ورځې په تیریدو سره د ودې په حال کې دی او ستوری لا ښه ځلیږي البته چې لویدیځ دا خبره زغملی نشي. لویدیځ د ترکیې د دې بې ساري ودې او پراختیا پر وړاندې د خنډونو جوړولو په خاطر د ترهګرو نه د ملاتړ نه نیولې حتا د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان نه د ملاتړه پورې هر لاره امتحانوي. دې مسئلو د ترکیې بهرنیو سیاستونو کې جدي اصلاحاتو او تغیراتو راوستو ته لاره هواره کړې ده .

ترکیې په سیمه کې د موازنو د برابرولو په خاطر د چین او روسیې سره د اړیکو په جوړولو او لا قوي کولو لاس پورې کړ. د روسیې سره په سوریه کې د استانې بهیر نه نیولې په لیبیا او یو زیات شمیر نورو برخو مذاکرات او دفاعي صنایعو او اټومي انرژۍ پورې په مهمو همکاریو په ګډه کار کول پيل کړل.

همداشان د ترکیې او روسیې د اړیکو د ودې یوه بله مسئله د امریکا د نوبران سیاستونو پر وړاندې په ګډه ځواب ورکول او غبرګون ښودولو په توګه هم یادونه کیږي.

هو دا هم حقیقت دی چې د ترکیې او روسیې ترمنځه تر اوسه پورې د متحدوالي او یا د ستراتیژیک شراکت نه بحث کول د امکان وړ خبره نده. دا هیوادونه د سوریې او لیبیا په مسئلو کې اختلافات هم لري. پدې هیوادونو کې د ګټو د ټکر نه هم یادونه کولې شو.

همداشان د روسیې لخوا د کوردانو مسئلې تر نامه لاندې سیاست او دریځ د انقرې جدي اندیښنې پارولي دي. خو ددې ټولو اختلافاتو سره سره د لویدیځ نړۍ تهدیدونو دا دوه هیوادونه په یو زیات شمیر مسئلو کې په ګډه حرکت کولو ته مجبور کړي  دي.

سره ددې چې روسیې او چین سره د ترکیې د اړیکو نه په لویدیځ کې د محور د خویدو او بدلون په توګه یادونه کیږي خو دا په اصل کې د ترکیې لخوا د خپل ملي ګټو په خاطر د موازنو د برابرولو په خاطر سیاستونه دي. ترکیه اوس غواړي چې ترکیه محوره سیاستونه چې تر ټولو زیات پخپلې ګټو ته جدي پاملرنه کوي غوره کړي.

 



اړوند خبرونه