ایا تاسې پدې پوهیدۍ ؟

ایا تاسې پدې پوهیدۍ ؟

1506628
ایا تاسې پدې پوهیدۍ ؟

 

ایا تاسې پدې پوهیدۍ چې د ترکیې د سافرانبولو په سیمه کې چې د یونسکو سازمان د نړۍوالو میراثونو په لست کې هم ځای لري د فلمونو نړۍوال فیستیوال جوړیږي؟

 

د ترکیې د سافرانبولو تاریخي ښار چې د عثماني امپراتورۍ ملکي معماري يي د ټول شان او شوکت تر ننه  پورې رارسولی د یونسکو سازمان لخوا د ۱۹۹۴ میلادي کال د دسمبر په ۱۷ مه نيټه د نړۍوالو میراثونو په لست کې شامل کړی شو او د بشریت  د ګډ تاریخي میراث په توګه اعلان شو.

دا کولتوري میراث په ډیره ښه توګه د محافظت او نړۍ ته د معرفي کولو په برخه کې ډیر مهم فعالیتونه روان دي.

ددې فعالیتونو نه تر ټولو مهم يي د ۲۰۰۰ میلادي کال راهیسې پدې ښار کې جوړیدونکی د سروزرو زغفران د مستند فلمونو نړۍوال فیستیوال دی.

د ویلو ده چې ددې فیستیوال لمن په ۲۰۰۴ میلادي کال کې ښه پسې پراخه او نړۍ په کچه په یو فیستیوال بدل شو. د سروزرو زعفران فیستیوال د کولتوري میراث او محافظت  د موضوع په چوکاټ کې تاریخي، کولتوري او چاپیریال  د راتلوونکي په اړه جوړیږي.

د ویلو ده چې پدې فیستیوال کې یواځې مستند فلمونه  نه  ، ددې تر څنګ د سافرانبولو تاریخي کورونه، قهوې اکرام، د نکریزو شپه، ودونه، خوړو، سیمه ایزو جامو، د زغفران د ګل د روزولو په څیر  د سلګونو کولتوري ارزښتونو  په اړه معلومات ترلاسه کول ممکن دي.



اړوند خبرونه