د ورځنۍ اجندا تحلیل

قوي ځواک ترکیه

1505605
د ورځنۍ اجندا تحلیل

قوي ځواک  ترکیه :

پدې وروستیو کې ژر ژر تکراریدونکي د اذربایجان او ارمنستان ترمنځه نښتې دا ځل يي کچه ښه پسې لوړه شوې او د چا خبره د دوو هیوادونو ترمنځه په جګړې بدله شوې ده . خو د ترکیې لخوا د اذربایجان نه قوي ملاتړ اعلانولو او د اذربایجان ته د پرمختللو پوځي امکاناتو په اختیار کې ورکولو د جګړې سیر ته تغیر ورکړ. جګړه يي د اذربایجان په ګټه وګرځوله. همداشان دې پرمختګ ټولو یو ځل بیا دا خبره په اثبات وروسله چې ترکیه د هرې ورځې په تیریدو سره په یو ډیر قوي ځواک د بدلیدو پر لورې روان یو ډیر ښه ځلیدونکی طاقت دی.

د ترکیې د سیاسي اقتصادي او ټولنیزو څيړونو بڼسټ محقق جان اجون د مسئلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

ترکیې چې پدې وروستیو لسو کلونو کې د دفاعي صنایعو په برخه کې ډیر ستر پرمختګ کړی دی په ځانګړې توګه د ۲۰۱۶ کال د کودتا د تشبث نه وروسته امنیتي سکتور او د ترکیې وسله وال پوځ له سره ډیزاین  کړ. انقره نن ورځ په یو داسې پياوړي ځواک او طاقت بدل شوی چې هیڅوک پرې سترګې پټولې نشي. پداسې حال کې چې ترکیه په خپله سیمه کې  د لویدیځ محوره یو طاقت په توګه یادونه کیږي خو په ۲۰۰۰ کلونو کې د عدالت او پراختیا ګوند په ترکیه کې واک ته د رسیدو نه وروسته مونږ ترکیه ننۍ سویې ته د رارسیدو ګام په ګام شاهدي وکړه.

مخکې به چې يي د لویدیځې نړۍ  په منځ کې د سیاسي، اقتصادي او کولتوري برخو کې د نرم قوت پر لورې لا د قوي ګامونو ته پرمختګ کولو او ځان به يي ښودلو خو د عرب پسرلي د رامنځته کیدو نه وروسته يي نوې ترکیې د خپل حرکت طرز ته تغیر ورکړی دی.

د ویلو ده چې نوې ترکیه په ځانګړې توګه د لویدیځ لپاره د قبول او د زغم وړ نده چې د همدې امله د عدالت او پراختیا ګوند د ځان لپاره هدف وګرځو. ترکیې د ۲۰۱۶ کال د جولای په ۱۵ مه نیټه د کودتا د تشبث شاهدي وکړه. ددې کودتا نه وروسته ترکیې په نړۍواله کچه خپل سیاستونه تغیر کړل او محور ته يي تغیر ورکړ. د لویدیځ محور پر ځای يي د ترکیې محوره سیاستونه غوره کړل. د روسیې او چین سره د اړیکو په جوړولو سره په اصل کې د توازن جوړونکي سیاست د رامنځته کولو هڅه پیل کړه.

یعنې ترکیې د نرم ځواک پر ځای په کلک او قوي ځواک د بدلیدو په خاطر په سرمایه ګذاریو لاس پورې کړ او په نړۍ کې په یو مهم پوځي طاقت بدل شو.

ترکیه د دفاعي صنایع په برخه کې د قوي پانګه ونو ، د تکنالوژۍ او نوښت  په برخه کې د مهمو ګامونو په اوچتولو سره د پوځي پلوه په نړۍ کې د مهمو هیوادونو نه په یو بدل شو.

په ځانګړې د بې پيلوټه او په وسلو سمبال بې پيلوټه الوتکو په برخه کې د امریکا نه وروسته تر ټولو په اغیزمن هیواد بدل شوی دی. ترکیې د ۲۰۰۰ کلونو په پیل کې د خپلو پوځي اړتیاوو ۸۰ سلنه د بهر نه تعمینولې چې نن ورځ دا رقم يي شل سلنې ته راټیټ کړی دی. نن ورځ ترکیه د دفاعي صنایع په برخه کې په ستر صادرونکي هیواد باندې بدل شوی دی. نن ورځ ترکیه په نړۍ کې د دفاعي صنایع په برخه کې ډیرې لوړې کچې ته رسیدلی دی.

ترکیې د دفاعي صنایع په برخه کې یواځې په پانګه والۍ اکتفا نده کړې ددې ترڅنګ يي د سیاسي ارادې په ښودولو سره په ځانګړې توګه د امنیتي سکتور او وسله وال پوځ له سره ډیزاین کړ.

ترکیې د یو پلو نه وسله وال پوځ لا مسلکي  او اغیزمن کړ او د بله پلوه يي د ملي استخباراتو تشکیلات د سیمې تر ټولو په اغیزمنو استخباراتي طاقت بدل کړ.

ترکیې د تیرو څو کلونو راهیسې نوي امنیتي دوکتورین په غوره کولو سره خپل قوي او مسلکي پوځ نه د سیمې په تودو نښتو کې د کارولو نه هم ډډه نده کړې .

په سوریه او عراق کې د پ ک ک او داعش ترهګرو سازمانونو او ډلو پر خلاف ډیر هر اړخیز پوځي او استخباراتي عملیاتو د ترسره کولو سره په عینې وخت کې په لیبیا کې د مشروع حکومت نه پر ملاتړ سره د جګړې سیر ته تغیر ورکړ.

همداشان په سومالیا کې د دولت په جوړولو پيل وکړ او د قطر پر خلاف د یرغل او اشغال د تشبث مخه يي ونیوله. همداشان پدې وروستیو کې په ختیځه مدیترانه کې د انرژۍ د سیاست په چوکاټ کې د خپلو سمندري ځواکونو نه په ډیره اغیزمنه توګه د کار اخیستو سره په سیمه کې د یو ډیر قوي او پياوړي هیواد په توګه ځان په اثبات ورسو.

همداشان د ارمنستان او اذربایجان ترمنځه په نښته کې د اذربایجان نه د قوي ملاتړ په کولو او د جګړې نه مخکې د اذربایجاني ځواکونو د روزولو او دې هیواد ته د قوي په وسلو سمبال بې پيلوټه الوتکو د ورکولو سره جګړه د اذربایجان په ګټه واړوله .

د ترکیې دا ټول پوځي حملې او تکنالوژۍ له پلوه قوي پرمختګ  د سیمې او نړۍ د دولتونو لخوا په ډیر دقت سره څارل کیږي.

د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ ترکیې دولت او د جسور او د هر ډول تردد نه پرته د ګامونو اوچتولو ترکیه د سیمې او نړۍ پر مهم طاقت بدل کړی دی.


پيوندونه: #ترکیه

اړوند خبرونه