د آنزر شات :

ایا پدې پوهیږۍ چې د ترکیې د تورې بحیرې د آنزر تپو په لمنو کې تولیدونکي  شات په نړۍ کې ساری نلري؟

1503361
د آنزر شات :

 

د آنزر شات د ترکیې په توره بحیره کې د ریزې ولایت د ایکیزلر په ولسوالۍ کې د آنزر تپو په لمنو کې تولیدیږي. دا چې د شاتو مچې یواځې دې سیمې ته د خاصو ګلانو نه شات جوړوي د خوند او ذایقې له پلوه د نړۍ په بل هیڅ سیمه کې نه موندل کیږی او نه تولیدیږي.

بهرنيو نبات یا بوټي پوهانو لخوا د ترسره شوو تحقیقاتو له مخې په کومه سیمه کې چې د آنزر شات تولیږي هلته نږدې ۵۰۰ ډوله ګلان شتون لري او ددې ګلانو ۹۰ ډوله يي په نړۍ کې یواځې  پدې سیمه کې شنه کیږي. دا چې دا شات په ډیره خاصه او محدوده سیمه کې تولیدیږي د همدې امله په نړۍ کې ځانګړی ځای او ارزښت لري.

د آنزر شات د خوړو او وجود ته داخلیدو سره سم انتي اکسیدان اغیزو په ښودولو سره د انسان د وجود مقامت لوړوي او د ناروغیو پر وړاندې یو خاص مقامت رامنځته کوي.

همداشان د ناروغۍ د درملنې په برخه کې هم مرسته کوي او د انتي بیوتیکل خاصیت نه برښمند دي. د آنزر شاتو په منځ کې ویتامین سي، پوتاشیم او کلسیم په ګډون یو زیات شمیر ګټورې مادې شتون لري. په ورځ کې یواځې یوه قاشق ددې شاتو نه خوړل د انسان د وجود ګټورو مادو د پوره کولو سره مرسته کوي.

خو دا چې ډیر لوړ شکر هم لري د همدې امله ددې شاتو ډیر خوړل د ګټې پر ځای زیان رامنځته کولې شي.

په ځانګړې توګه د شکرې ناروغۍ،  کرونیک ناروغان او جدي  الرژیک ناروغان ددې شاتو د خوړولو نه مخکې باید د خپل معالج ډاکټر سره مشوره وکړي.


پيوندونه: #آنزر شات , #ترکیه

اړوند خبرونه