د ترکیې ورځنۍ اجندا

د اذربایجان او ارمنستان ترمنځه روان تاریخوالي ته لنډه کتنه :

1501392
د ترکیې ورځنۍ اجندا



ارمنستان خپله بریدګره څیره د تووز نه وروسته په قره باغ کې ټولو ته وښوده. د تیرې یکشنبې په ورځ د سپټمبر په ۲۷ مه نیټه د ارمنستان لخوا په اذربایجان کې پر ملکي وګړو د بریدونو سره پيل شوې  جګړه دوام لري او اذربایجان د ارمنستان په مقابل کې پيل کړي عملیات په ډیر اغیزمن توګه دوام لري. اذربایجان ځواکونو ددې عملیاتو په ترڅ کې د اشغال لاندې یو زیات شمیر سیمې ازادې کړې او د ارمني ځواکونو نه يي بیرته ونیولې . نوموړو نښتو ته په کتو سره داسې ښکاري چې د ارمنستان ټول پلانونه په اوبو لاهو شول . همداشان ارمنستان داسې ښکاري چې د ترکیې هغه پيغام چې په ټینکار يي د اذربایجان نه د ملاتړ اعلان کړی او وايي چې د خپل ټول توان او امکان سره د اذربایجان ترڅنګ ولاړ یو په صحي  توګه ارزولی نه وو.
د ویلو ده چې د جولای په ۱۲ مه نيټه د قره باغ په سل کیلومترۍ کې د تووز  په سیمه چې د انرژۍ نللیکې ترینه تیرې شوي دي   د برید نه وروسته باکو په جدي  تیاریو پيل وکړ. لومړی د ترکیې سره ګډ پوځي  تطبیقات پيل کړل او د ترکیې  د پوځي تجاربو نه يي هم ګټه پورته کړه او خپل ځواکونو طاقت، قوت او ظرفیت يي امتحان کړ. 
د ویلو ده چې د اذربایجان او ارمنستان ترمنځه روانو نښتو ته تر اوږدې مودې پورې اجازه ورکول ګرانه خبره ده. ځکه چې د ملګروملتونو سازمان او ناټو سازمان نه وروسته د اروپا د امنیت او همکاریو تشکیلاتو مینسک ډلې هم پر دوې هر څه ژر د نښتو  د درولو غږ کړی دی.
د ترکیې د سیاسي اقتصادي او ټولنیزو څیړونو د بڼسټ مشر ډاکټر مراد یشیل تاش  د مسئلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.
د هر څه نه مخکې داسې ښکاري چې د مینسک ډله په راتلوونکو ورځو کې پر دواړو خواوو د مذاکراتو د پيلولو په خاطر فشارونه لا پسې ډیر کړي. د یادولو وړ ده چې د مینسک د ډلې د ناکامۍ او د قره باغ ستونزې  ته تر اوسه پورې د مناسبې حل لارې نه موندلو اصلي لامل د ارمنستان  بریدګر سیاستونه او دریځ دی. د ویلو ده چې ارمنستان په ۱۹۹۱  میلادي  کال د اذربایجان د خاورې شل سلنه اشغال کړه . ددې اشغال نه وروسته د ملګروملتونو د امنیت شورا څلور ځله د جلا جلا پریکړو او حکمونو سره د ارمنستان نه د اذربایجان اشغال کړو سیمو نه  د بیرته وتو  غوښتنه وکړه خو ارمنستان اشغال ته دوام ورکړ. سره ددې چې د ۱۹۹۴ میلادي  کال د مې په ۴ مه نیټه په بشکیک کې د اذربایجان او ارمنستان ترمنځه د اوربند هوکړه لیک لاسلیک شو خو بیا هم د اذربایجان ۲۰ سلنه خاوره د ارمنستان تر اشغال لاندې د منلو وړ خبره نده. د همدې امله دا مسئله او نښتې په سویلي قفقاس کې چاودنې ته چمتو د یو بمب په څیر دي.
همداشان ددې جګړې له امله به د روسیې، ترکیې او فرانسې په څیر د هیوادونو ترمنځه د طاقت او قوت ترمنخه رقابت لا پسې اغیزمن شي.
پداسې حال کې چې په ختیځه مدیترانه کې د تاوتریخوالي کچه مخ په راټیټیدو ده او د ترکیې او یونان ترمنځه اکتشافي لیدونو کتنو د پیلیدو خبر خپور شو په قره باغ کې د نښتو پيلیدل د معنا نه ډکه مسئله ده.
که چیرې دې مسئلې ته دقت وکړو داسې ښکاري چې د ارمنستان او اذربایجان ترمنځه نښته د روسیې په لمڅون پیل شوي وي ځکه چې ارمنستان پدې وروستیو کې امریکا ته نږدې والی ښودلی وو . روسیه غواړي چې ارمنستان د امریکا نه لرې او ښه د ځان پورې وتړي. همداشان هم وشو. ځکه چې ارمنستان د جګړې د پيلیدو نه سمدلاسه وروسته د مرستې د ترلاسه کولو په خاطر د روسیې دروازه وټکوله. 
ښه دلته پوښتنه داده . روسیه چې قفقاس ته د خپل اغیزو او کنټرول لاندې سیمې په توګه ګوري ایا روسیې ولې ارمنستان دې بریدونو ته وهڅو؟ د روسیې لخوا ارمنستان ته د جسارت ورکولو لامل څه دی؟ ایا روسیه چې د سوریې - ادلب او لیبیا  په مسئله کې د ترکیې قوي  رقابت لري غواړي چې د اذربایجان او ارمنستان په مسئله کې یو نوي  رقابت ته زمینه برابره کړي؟ که نه غواړي چې انقره په یوې بله جبهه کې هم دخیله کړي.  یا غواړي چې د سوریې او لیبیا په مسئله کې د خپل لاس د لا بري کولو په خاطر ددې مسئلې نه کار واخلي.
په اصل کې ددې پوښتنو ځواب موندل لا د وخت نه مخکې  خبره ده. خو یوه خبره د  ورا ښکاره ده چې امریکا متحده ایالتونو چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې مصروف دی او اروپايي ټولنه چې خپلمنځني اختلافات لري دې جګړو په اړه بې تفاوته پاتې دي.
مسکو دا خبره یو ځل بیا وښوده چې د اختلافاتو د قوي کولو او دې ډول نښتو نه تل ګټه پورته کوي. د ویلو ده چې لویدیځې نړۍ په ګرجستان، اوکراین او بیلاروس کې اغیزې د لاسه ورکړي ایا دلته به څه وکړي. ایا دلته به هم د روسیې پر اغیزو سترګې پټې کړي؟ دلته یوه بله مهمه مسئله شتون لري چې هغه هم په امریکا کې ټولټاکنې دي. په امریکا کې ارمني لوبي ډیر فعاله دی. دا چې پدې ټاکنو به د ارمني  لوبي اغیزې څه وي دا به هم مونږ ته وخت وښايي.
یوه خبره باید هیره نکړو چې نن ورځ د لیبیا نه نیولې تر ختیځې مدیترانې ، سوریې او قفقاسونو پورې پدې سیمه کې جیوپولیتیکه تشه رامنځته شوې ده . همداشان د کرونا ویروس له امله نړۍ  د لومړۍ نړۍوالې جګړې نه وروسته د دورې په څیر د ناڅرګندۍ پر لورې روانه ده.
د امریکا په قسمي  ډول ځان راټول او د اروپايي ټولنې په بهرنیو سیاستونو کې عاجزیت په اصل کې روسیې ته په سیمو کې د رامنځته شوو تشو د ډکولو فرصت او د اغیزو او نفوذ د کچې د لوړولو زمینه برابروي.
همداشان هغه لویدیځوال چې په انقرې د روسیې سره د نږدې کیدو په اړه نیوکې کوي  باید پدې پوه شي چې ترکیې د لیبیا نه نیولې تر سوریې او قفقاسه پورې په سیمو کې په اصل کې د روسیې پر وړاندې توازن برابره کړی دی. ځکه چې اوس ددې وخت دی چې هرې مسئلې ته باید د اډیالوژیکو چشمو سره نه بلکې د ستراتیژیکو ګټو او حقیقت په سترګه وکتل شي. 
 



اړوند خبرونه