د ترکیې د ورځنۍ اجندا تحلیل

په ختیځه مدیترانه کې نوې جیوپولیتیکه مجادله :

1488624
د ترکیې د ورځنۍ اجندا تحلیل

 

پدې وروستیو اونیو کې په ختیځه مدیترانه کې رامنځته شوو پيښو ، د منځني‌ ختیځ او شمالي‌ افریقا نه په جوړه سیمه کې د جیوپولیتیک مجادلې انځور لا روښانه کړ.

پرته د شکه چې د سوپر جیوپولتیک په  نومول کیدونکې دې سیمه کې به په راتلوونکې دوره کې د ډیرو زیاتو اکټورانو ترمنځه ډیره جدي مبارزه او مجادله رامنځته شي.

د ترکیې د سیاسي اقتصادي‌ او ټولنیزو څیړونو بڼسټ مشر او لیکوال ډاکټر مراد یشیل تاش د مسئلې په اړه ارزونې کړي‌ چې ستاسې پام ورته رااړوم.

په ختیځې مدیترانه کې روانې پیښې په اصل کې په منځني ختيځ کې د روان جیوپولتیک رقابت د یوې برخې او څانګې په توګه دوام لري.

سعودي عربستان او متحده عربي امارات د مصر او اسرائیل د طبعي متحدینو په توګه د مدیترانې په رقابت کې داخل شوي‌ دي. ددې جبهې یا اتفاق اصلي‌ هدف په سیمه کې د ترکیې تجریدول او پر ترکیې د محدویتونو لګول دي.

همداشان نوموړو هیوادونو خپلو موخو ته د رسیدو په خاطر د یونان او سویلي‌ قبرس روم ادارې سره هم اتفاق په حال کې دي. پدې وروستیو کې د متحده عربي‌ اماراتو لخوا د یونان سره ګډ پوځي‌ تطبیقات ددې خبرې ښکارندويي کوي.

د سعودي عربستان، متحده عربي‌ اماراتو، یونان، سویلي‌ قبرس ، مصر، اسرائیل او فرانسې په ګډون دې هیوادونو د ترکیې پر خلاف یو بلاک جوړ کړی دی. دوې غواړي‌ چې د ترکیې د حرکت ساحه محدوده کړي.

دوې غواړي‌ چې د هر څه نه مخکې د ترکیې عسکري طآقت او قوټ توازن رامنځته کړي‌ او د فعالیت ساحه يي ورته ډیره محدوده کړي.

همداشان دا هیوادونه غواړي‌ چې د ترکیې نه چاپیریدو د ترکیې پر خلاف یو نړۍوال ائتلاف رامنځته کړي.

پډې برخه کې یوناني‌ رسنیو د ترکیې نه د سړې جګړې پر مهال  شوروي‌ اتحاد ورته کړی دی.

همداشان  دویمه برخه يي  د جیو پولیتیک او جیو اقتصادي مبارزې نه جوړه ده.

که چیرې مسئلې ته څیر ددې ټولو جنجالونو او اصلی‌ سرچینه د ترکیې او لیبیا ترمنځه د تړون لاسلیک دی. د ترکېې او لیبیا ترمنځه د تړون لاسلیک نوموړي‌ هیوادونه ډیر زیات ناراحته کړي‌ .

د ویلو ده چې په مدیترانه کې  د ترکیې پر خلاف د نوموړي اتفاق مشري‌ یونان کوي او فرانسه بیا د  د مغرضانه اقداماتو سره غواړي‌ د مدیترانې د کیک نه یوه برخه یا چنډه ترلاسه کړي.

د فرانسې ولسمشرماکرون غواړي چې د مدیترانې ، منځني‌ ختیځ او شمالي‌ افریقا په سیمه کې د ځان لپاره یو ځانګړی ځای جوړ کړي.

فرانسه غواړي‌ چې په اروپا کې د رامنځته شوې تشې نه په استفادې سره ځان خپل پخواني‌ طاقت او قوت ته ورسوي، په سیمه کې د خپل نفوذ ساحه پراخه کړي‌ او ددې نفوذ نه په استفادې سره په ټوله کې د جرمني‌ په مقابل کې یو نوی موقف خپل کړي. غواړي‌ ځان د جرمني‌ په بدیل بدل کړي.

یونان بیا د ډیرو سادو دلایلو په خاطر حرکت کوي. یونان د ترکیې په مقابل کې د یواځې پاتې کیدو له ډاره غواړي‌ چې د یو داسې ائتلاف پارچه شي‌ چې د ترکیې سره قوي اختلافات لري. د همدې امله دا هیواد په دوامداره توګه امریکا، اسرائیل، متحده عربي‌ امارات، فرانسې او سعودي‌ عربستان په څیر هیوادونو سره غوږ جنګوي او د خپل امنیت، ثبات او هر څه په بیه د ترکیې پر خلاف اقدامات کوي.

لکه څرنګه چې پوهیږۍ پدې وروستیو کې د امریکا او یونان ترمنځه د دفاعي‌ همکاریو په برخه کې  د ځینو مهمو ګامونو شاهدي‌ کوو. البته چې پدې ټول ډیر ښه پوهیږي چې ددې خبرې یواځنی لامل ترکیه ده. امریکا او یونان غواړي چې د ترکیې سره پوځي‌ طاقت په برخه کې توازن رامنځته کړي.

امریکا لخوا پورته شوي ځینې ګامونه په لاندې ډول دي. د یونان د ګیریت په سیمه کې د سودا د پوځي‌ هډې پراخول او په مدرنیزه کول، د لاریسا د هوايي ډګر بیارغول، د ستفانو ویکو د هوايي هډې د ظرفیت لوړول  او د دیده اغاچ د بندر  د لویولو او نوي‌ کولو په څیر . همداشان امریکا یونان باندې د اف ۳۵ پرمختللو جنګي الوتکو پلورولو ته د شین څراغ لګول، د یونان لخوا د فرانسې نه  د ۱۸( رافالي‌ )  ډوله  جنګي الوتکو ترلاسه کول چې ۸ دانې يي مرستې وې. دا ټول د ترکیې په مقابل کې د حملو په توګه یادیږي.

د بله پلوه امریکا متحده ایالتونو په سویل قبرس روم ادارې باندې لګولي د وسلو بندیز لرې کول هم په ترکیې د یو ډول فشار په معنا دی.

خو ددې ټولو سره سره پدې حساس وخت کې د امریکا لخوا په سویلي‌ قبرس باندې د درنو وسلو د پلورولو کومه پروژه او پلان شتون نلري.ځکه چې امریکا هم پدې ډیر ښه پوهیږي‌ چې د دې ډول ګام سره کیدای شي‌ چې ترکیې د لاسه ورکړي.

دلته د ۱۹۹۷ میلادي‌ کال د بحران نه لنډه یادونه. په ۱۹۹۷ کال کې کله چې د سویلي‌ قبرس ادارې غوښتل د روسیې نه اس ۳۰۰ اوږد واټنه دفاعي توغندي‌ ترکیې د یو پلو د قبرس ټاپو د بلاک کولو او د بله پلوه په قبرس د مداخلې سور کارت راوړاندې کړ چې دې مسئلې سویلي قبرس مجبور کړی چې نوموړي توغندي یونان ته ورکړي.

د ویلو ده چې پدې حساس وخت کې پر ترکیې هر ډول محدودیت لګول او یا محاصره کول تر ټولو زیات د ناټو سازمان هت زیان رسوي.

همداشان ختیځه مدیترانه د ناټو سازمان د غړیو لپاره د ازمایښت او امتحان په سیمې بدله شوې ده .

د یادولو وړ ده چې ختیځه مدیترانه به ددینه وروسته لا زیات د جیوپولیتیک ، جیو اقتصادي او پوځي ناندریو شاهدي‌ وکړي. خو دا جګړه او به د هغه چا په ګټه تمامه شي چې د صبر او حوصلې نه کار واخلي.



اړوند خبرونه