د ترکیې د ورځنۍ اجندا تحلیل

د ترکېې په بهرني سیاست کې د توازن لټون :

1484430
د ترکیې د ورځنۍ اجندا تحلیل

 

پداسې حال کې چې د امریکا او لویدیځې نړۍ ترمنخه په ظاهري ډول سره اړیکې خړې ښکاري او د لیبرال نړۍوال سیستم په درزونو پيل کړی دی  او پر ځای تر اوسه پورې بل کوم سیستم ځای په ځای شوی ندی د همدې امله په یو ترکیبي دوره کې قرار لرو. د فای یو زیات شمیر جیوپولیتیکي کرښې د فعالیدو په درشل کې قرار لري. یعنې په یو داسې دوره کې قرار لرو چې نښتې، جګړې، ګډوډۍ او هیڅډول ستونزې پکې کمې ندي. پداسې یو وضعیت او دوره کې په ځانګړې توګه د ترکیې په اطراف کې لکه په عراق، سوریې ، لیبیا او ختیځې مدیترانې په څیر په یو زیات شمیر ګرمې جګړې دوام لري چې دا ټول په مستقیم ډول د ترکیې په ملي منافعو  اغیزې کوي.

ترکیه بیا پداسې یو وضعیت کې په  خپل بهرني سیاست کې د جدي‌ اصلاحاتو په راوستو سره یواځې د لویدیځو اکټورانو سره نه بلکې د روسیې او چین په څیر  د سترو طاقتونو سره د نوو شراکتونو د جوړولو او د خپلو ملي ګټو د خوندي کولو په خاطر نه سټرې کیدونکې هلې ځلې کوي.

د ترکیې د سیاسي اقتصادي‌ او ټولنیزو څيړونو د بڼسټ د بهرنیو اړیکو څیړونکي‌ جان اجون د مسئلې په اړه ارزونې کړي‌ چې ستاسې پام ورته رااړوم.

 

پدې وروستیو کلونو کې د ترکیې بهرني‌ سیاست ته شکل ورکوونکي‌ یو زیات شمیر  مهمې پيښې رامنځته شوي‌ دي. ددې پیښو په سر کې د ۲۰۱۶ کال د جولای د ۱۵  کودتا، د سوریې مسئله او ختیځې مدیترانې د مسئلې نه یادونه کولی شو. ترکیه د ۲۰۱۶ کال د جولای په ۱۵ مه نیټه د فتح الله ګولن ترهګري سازمان لخوا د کودتا د تشبث سره ولړزیده. خو دا چې لویدیځې نړۍ د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان نه قوي‌ ملاتړ وکړ او حتا نن ورځ يي هم ورته پناه ورکړې ده دې خبرې ترکیه ډیره زیاته ناهیلې کړه. د لویدیځ په اړه يي‌ د ترکیې اعتماد ته زیان ورسو. 

ترکیې د لویدیځې نړۍ پدې چلند او دریځ د سختې نیوکې سره وویل چې دا ډول چلند د متفقوالي  او متحدوالي د اړیکو  د شان سره نه جوړیږي او د اړوندو هیوادونو په ځانګړې توګه په  امریکا او جرمني‌ اعتماد او باور ستر زیان ولید. 

همداشان ددینه وروسته ترکیه د سوریې په مسئله کې د لویدیځې نړۍ لخوا یواځې پریښودل شوه . ددې سربیره امریکا په سوریه کې د پ ک ک ترهګري سازمان د څانګو سره د ترکیې د پولو نه پورې غاړې ته د یو ترهګري دولت د جوړولو هڅه وکړه چې دې مسئلې ترکیې ته یو بل ټکان ورکړ.

ترکیې د امریکا لخوا د پولو پورې غاړې ته د سوریې په خاوره کې د ترهګري‌ دولت د جوړولو د هڅې په مقابل کې سمدلاسه په حرکت پيل وکړ او د امریکا دا پلان يي شنډ او په سیند لاهو کړ. ترکیې په سوریه کې د سولې چینې په نامه د پوځي‌ عملیاتو د پيلولو او ترسره کولو سره د چا خبره د امریکا پلانونه په اوبو لاهو کړل. 

ترکیې د امریکا په مقابل کې په غبرګون کې په سوریه کې د پوځي‌ عملیاتو سربیره د روسیې سره د سیاسي‌ او پوځي‌‌ اړیکو د ودې په موخه د ځینو مهمو ګامونو په اوچتولو پيل وکړ. د روسیې نه يي د اس ۴۰۰ اوږد واټنه دفاعي‌ توغندیو سیستم رانیول، د سوریې په مسئله کې د امریکا د بیرون پریښودو لپاره د استانې بهیر پيلول او چین سره د ایکو پولیټیک اړیکو ته وده ورکولو نه د بیلګې په توګه یادونه کولی شو. 

د ویلو ده چې دا هم یو حقیقت دی چې ترکیه د روسیې سره په هره مسئله کې همنظره نده، په یو زیات شمیر  جیوپولیټیک مسئلو کې سره جدي‌ اختلاف د نظر لري. 

د بیلګې په توګه د روسیې لخوا د اسد د رژیم نه قوي‌ ملاتړ، په لیبیا کې د کودتاچي‌ جنرال خلیفه حفتر نه ملاتړ او کریمیا مسئله هغه مسئلې دي‌ چې ترکیه او روسیه يي په اړه جدي‌ اختلاف د نظر لري.

خو د لویدیځې نړۍ او په سر کې د امریکا لخوا د ترکیې پر رول او مهمو موقف باندې سترګو پټولو او ترکیې ته د یو پسیف هیواد په سترګه د کتو چلند، د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان نه قوي‌ ملاتړ او د سوریې او ختیځې مدیترانې په مسئلو کې د ترکیې په مقابل کې دریدو ترکیه مجبوره کړه چې د روسیې سره اړیکو ته وده ورکړي او په کلاره کلاره يي محور هغه لورې ته واوړي.

پداسې یو حالت کې چې په نړۍ کې لیبرال سیستم په کامله توګه ناکامه شوی او لمنځه تللی دی  او پر ځای يي د بل کوم سیستم نه ځای په ځای کیدو په یو ناڅرګنده دوره کې قرار لرو. ترکیه هم د خپلو ملي‌ منافعو په خاطر  په بهرني سیاست کې د موازنو د جوړولو په لټون کې ده .

په همدې چوکاټ کې د روسیې او چین سره اړیکو ته د ودې ورکولو هڅه کوي. 

 



اړوند خبرونه