د ورځنۍ اجندا تحلیل

د پ ک ک ترهګري‌ سازمان پر خلاف د ترکیې مبارزه :

1480727
د ورځنۍ اجندا تحلیل

 

په عراق کې په پرله پسې  د پ ک ک ترهګري سازمان د مشرانو د وژلو د خبرونو د خپریدو  سره داسې ښکاري‌  چې ترکیې پدې وروستیو کې د ترهګرۍ پر خلاف په مبارزه کې د ستراتيژۍ د بدلون د راوستو د میوو په راټولو پيل کړی دی. ترکیې د ۲۰۱۶ میلادي‌ کال د جولای د ۱۵ مې د کودتا د تشبث نه وروسته د نوي‌ امنیتي‌ دوکتورین په جوړولو سره ترهګر باید په خپلو ځالو کې له منځه یوړل شي ستراتيژي‌ او تګلاره غوره کړه.

ددې سربیره يي د ترهګرۍ پر خلاف په مبارزه کې د ملي‌ امکاناتو سره تولید شوې پر مختللې تکنالوژۍ او قوي‌ استخباراتي‌ بڼسټ سره د پ ک ک ترهګري‌ سازمان ته داسې په پرله پسې ډول ضربه او ګوزارونه ورکړل چې تر ننه پورې ساری لیدل شوی نه وو. همداشان دې ګوزارونو د پ ک ک ترهګری سازمان ډیر زیات د خپو غورځولی او ضعیفه کړی دی.

 

د ترکیې د سیاسي اقتصادي او ټولنیزو څیړونو بڼسټ د بهرنیو سیاستونو  د څانګې محقق جان اجون د مسئلې په اړه ارزونې کړي‌ چې ستاسې پام ورته رااړوم.

 

ترکیې پدې وروستیو کلونو کې د پ ک ک ترهګري سازمان پر خلاف په مبارزه کې په ساحه کې د پرس له تهدیدونو د لمنځه وړو د ستراتیژۍ سره ډیره قوي‌ مبارزه پیل کړې ده .

ترکیې  د هیواد دننه سربیره په عراق او سوریه کې د پ ک ک ترهګري سازمان پر بڼسټونو او موجودیت په هممهاله توګه قوي‌ فشارونه وارد کړي‌ دي، ددې سازمان د مشرانو د وژلو سره يي د قومندۍ کنټرول ورته ضعیفه کړی او د حرکت او فعالیت قابلیت يي ورته تر وروستۍ درجې محدود کړی دی.

ترکیې د ۲۰۱۶ کال د جولای د ۱۵ مې د کودتا د تشبث نه لنډه موده وروسته د فرات ډال په نامه د هیواد د پولو نه بهر پوځي‌ عملیات پیل کړل. همداشان ورپسې سم يي د زیتون څانګې عملیات ، سولې چینې عملیات، قوي‌ ارادې عملیات او  اوس هم روان  د پړانګ پنجې عملیات په عراق او سوریه کې د پ ک ک ترهګری سازمان نه یو زیات شمیر سیمې ونیولې او فشار لاندې د نیولو سره ورته د حرکت ساحه د پام وړ محدوده کړه. 

ترکیه چې به ددینه وروسته په کومو سیمو کې پوځي‌ عملیات ترسره کړل او د هغو سیمو نه به بیرته خپل ځواکونه ویستل ترهګر به بیرته پدې سیمو کې ځای په ځای کیدل خو اوس دا کار نکوي‌ په کومو سیمو کې چې عملیات پایته ورسوي په هغه سیمو کې د ترهګرو د بیرته ځای په ځای کیدو او ځالو او ریښو ځغلولو مخه ونیسي .

د بله پلوه د نوې ستراتیژۍ او کړنلارې له مخې ترکیه د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د پ ک ک ترهګري سازمان د مشرانو د لمنځه وړو او ددې ترهګري‌ سازمان د قومندۍ کنټرول د ضعیفولو او لمنځه وړو ته زور ورته کړی دی. ترکیه غواړي‌ چې ددې ترهګري‌ سازمان مشران یو یو له منځه یوسي.

پدې وروستیو کې ترکیې د همدې موخې په رڼا کې د پ ک ک ترهګري سازمان د اجراييوي‌ شورا یو زیات شمیر مهم غړي او ددې سربیره په ترکیه، عراق او سوریه کې ددې ترهګري سازمان قومندانانو لویه برخه له منځه وړې ده .

پدې برخه کې د ترکیې د ملي‌ استخباراتو سربیره د ملي‌ او ځايي امکاناتو سره جوړې کړې بې پيلوټه الوتکې هم ډیر مهم او رغنده رول لوبوي. 

د ترکیې لخوا په ځايي او ملي‌ امکاناتو جوړې شوې د ټي بي ۲ او انکا په څیر په وسلو سمبالو بې پيلوټه الوتکو د ترهګرو سازمان د حرکت ساحه تر وروستۍ درجې محدوده کړې او دا کړۍ د هرې ورځې په تیریدو سره لا د تنګیدو په حال کې ده .

پ ک ک ترهګري‌ سازمان د ترکیې سربیره په سوریه او عراق کې هم د تعرض قابلیت د لاسه ورکړی او دفاعي‌ دریځ يي خپل کړی دی. 



اړوند خبرونه