د ورځنۍ اجندا تحلیل

د ورځنۍ اجندا تحلیل

1476859
د ورځنۍ اجندا تحلیل

 

پدې وروستیو اونیو کې په ختیځې مدیترانه کې رقابت کچه د پام وړ لوړ شوی دی. د ویلو ده چې د ترکیې او لیبیا ترمنځه د لاسلیک شوي تړون او ورپسې سم  په لیبیا کې د په غاړه اخیستي مهم رول سره پيل شوی رقابت ، د یونان او مصر ترمنځه د لاسلیک شوي‌ تړون سره د چا خبره کچه ښه پسې لوړه شوه.

دا رقابت یواځې د ترکیې او یونان ترمنځه ندی. د روسیې، امریکا، فرانسې، ایټالیا او نورو هیوادونو ترمنځه په ختیځه مدیترانه کې په اقتصادي، سیاسي او عسکري‌ برخو کې یو ډیر قوي‌ رقابت دوام لري.

ترکیه بیا په ختیځه مدیترانه کې د خپلو حقونو نه د دفاع په خاطر د خپلو ټولو امکاناتو او ظرفیتونو نه کار اخلي.

د همدې امله مدیترانې مسئله د ترکیې د  بهرني‌ او امنیتي‌ سیاستونو په مرکز کې ځای نیولی دی.

د ترکیې د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو څیړونو مرکز سیتا  د محقیقنو مشر ډاکټر مراد یشیل تاش د مسئلې په اړه ارزونې کړي‌ چې ستاسې پام وړ رااړو.

د ترکېې په ستراتیژیک کولتور کې مدیترانه په دریو برخو ویشل کیږي. ښکته  جیوپولیتیک او جیوستراتیژیک سیمې.

لومړی په ختیځه مدیترانه کې د لیوانت ښکته سیمې نه جوړه ده چې په مرکز کې قبرس ځای لري. سره ددې چې دا سیمه  د تاریخي‌ پلوه د ستراتیژیک موقعیت له امله ځانګړی اهمیت لري خو اوس د قبرس قیمت د‌ جیو اقتصادي مرکز له پلوه لوړ دی. د ویلو ده چې په ختیځه مدیترانه کې د ګازو د زیرمو موندل کیدو او نوي‌ اتفاق لخوا د جیو اقتصادي بڼسټ د جوړولو چې تل د ترکیې د تجریدولو او شړولو هڅه کوي خو د سوریې بحران، لبنان او فلسطین مسئلې د ترکیې اهمیت او ارزښت څو برابره ډیر کړی دی.  دې مسئلې ترکیه  د ټاپو په کچه نوې دفاعي او امنیتي ستراتيژۍ جوړولو ته اړ کړې ده.

د ویلو ده چې د ترکیې لخوا  په راتلوونکو کلونو کې په شمالي‌ قبرس ترکي‌ جمهوریت کې د سمندري‌ ځواکونو د یوې هډې جوړولو پلان جوړول او  په سیمه کې په وسلو سمبال او بې وسلو ډرون الوتکو د قابلیت او او ظرفیت کچې لوړول ددې مسئلې یو ښکاره اشاره ده. خو دا ګامونه د مدیترانې په کچه د ترکیې د منافعو نه دفاع او ساتنې په برخه کې کافي‌ ندي.

د منځني‌ ختیځ په کچه د یو قوي ځواک او طاقت او پياوړي دفاعي‌ ځواک رامنځته کولو پاندې پانګه اچونه د ترکیې لپاره د ډیپلوماسۍ په ډګر کې د بري د ترلاسه کولو لپاره تر ټولو مهمه او اساسي خبره ده.

دویمه ستراتیژیکه سیمه د ختیځې مدیترانې د کرښې نه جوړیږي او دا سیمه د شمالي‌ افریقا د سواحلي کرښې په اړه په سیاستونو کې د ترکیې رول معلوموي.

همداشان پدې چوکاټ کې د ترکیې لخوا د لیبیا سره د تړون لاسلیکول د مدیترانې په کچه د نوي وضعیت او پرمختګونو سره د ترکیې د مطابقت او هم د موجود رقابت د تداوم او ددې رقابت سره د سازګارۍ له پلوه ځانګړی اهمیت لري.

سره ددې چې ځینې برخې د ترکیې ددې ګام او اقدام نه د یو ناوخته اقدام په توګه یادونه کوي خو بیا هم د ترکیې لخوا د لیبیا حمله په مدیترانه کې یو د شر د اتفاق او بلاک د جوړولو پر وړاندې  ستر خنډ او د پلانونو شنډونکی اقدام دی. ددې سربیره دې تړون ترکیه په لیبیا کې د روانو ستونزو د حل په خاطر د مذاکراتو په یو مهمې پارچې او طرف بدل کړی دی.

همداشان دې اقدام په منځني مدیترانه کې د ترکیې موجودیت او د انرژۍ محوره جیواقتصادي‌ رقابت په مانورونو کې قابلیت او توان لوړ کړی دی.

د ویلو ده چې د ترکیې او یونان د رقابت د محور نه شکل اخیستونکی د ناټو سازمان سویلي پولو کې بیا د ترکیې مجادله لږه ستونزمنده روانه ده.

ترکیه چې په ځانګړې توګه د اس ۴۰۰ دفاعي‌ اوږد واټنه توغندیو سره پړاو په پړاو غواړي‌ خپل دفاعي‌ قابلیت لوړ کړي‌ مجبوره ده چې د خپل موجود توان او قدرت سره د یونان په مقابل کې موازنه رامنځته کړي. یعنې ترکیې یو داسې معادله رامنځته کړې چې یونان نه يي وار خطا کړی دی. یونان بیا د ترکیې پر خلاف د یو پوځي‌ اتفاق د رامنځته کولو سره غواړي‌ چې په مدیترانه کې د ترکیې د اغیزو او قوي‌ نفوذ مخه ونیسي.

د یونان لخوا د مصر سره د تړون لاسلیکول ددې هڅې یوه ښکاره مثال دی.

د بله پلوه امریکا غواړي‌ چې په سیمه کې خپل اغیزې لا پسې قوي کړي او داسې ښکاري چې پدې برخه کې په راتلوونکې کې جدي ګامونه اوچت کړي. د امریکا لخوا په ځانګړې توګه په یونان کې د خپلو بعضو هډو قوي‌ کول ددې خبرې ښکاره اشارت دی.

همداشان په سویلي قبرس روم ادارې باندې د وسلو د لګیدولو بندیزونو لرې کولو نه د امریکا لخوا په سیمه کې د ترکیې د پوځي‌ ځواک په مقابل کې د موازنو د رامنځته کولو د یو ګام په توګه یادونه کیږي.

د یادولو وړ ده چې په مدیترانه کې په درې مهمو برخو او سیمو کې د ترکیې قوي موجودیت دوام په سیمه کې د خپل طاقت او قدرت د کچې د لوړولو او د اړتیا په صورت کې د پوځي امکاناتو نه د استفاده کولو نه د ډډې نه کولو سره د امکان وړ دی. ځکه چې نن ورځ په سیمه کې د روان رقابت او د نورو د حرکت د ساحې د محدودولو او په سیمه کې د موجودیت د دوام په خاطر مهمه او اړینه خبره ده.

په ختیځه او مرکزي مدیترانه کې د ترکېې رول، سیاستونو  او قوي‌ موجودیت نن ورځ د یو زیات شمیر برخو د سترګو نه خوبونه تښتولي دي.

یو زیات شمیر اروپايي هیوادونو په سیمه کې د ترکیې د لاندې کولو په خاطر د سترو شر اتفاقونو رامنځته کولو هڅه وکړه خو د ترکیې پياوړې ، مشروع او پر حق مبارزې او ډیپلوماسۍ د ټولو پلانونه شنډ او خوبونه او خیالونه يي‌ ورته په اوبو کې لاهو کړي‌ دي.



اړوند خبرونه