ایا تاسې پدې پوهیدۍ

ایا تاسې پدې پوهیدۍ

1374271
ایا تاسې پدې پوهیدۍ

 

د  بوزا په نامه  د ترکانو یو ډول ځانګړی مشروب چې په ځانګړې توګه د ژمي‌ په موسم کې څښل کیږي او د سوجي، وریجو، بورې او اوبو نه جوړیږي‌  ایا تاسې پوهیږۍ چې د روغتیا له پلوه هم ډیرې زیاتې ګټې لري؟

 

د بوزا په نامه  د ترکانو عنعنوي‌ مشروب  تر زرو کلونو ډیر تاریخي‌ قدامت لري. 

نن ورځ هم  دا مشروب په پخوانیو عثماني‌ سیمو او منځنۍ اسیا په جغرافیه کې موندل کیږي او استفاده کیږي.دا مشروب چې په ځانګړې توګه د ژمي‌ په میاشتو کې موندل کیږي د نخودو سره یو ځای څښل کیږي.

د ویلو ده چې په بوزا کې یو زیات شمیر ګټورې  لکتیک اسید باکتري شتون لري. دا باکتري‌ د انسان په وجود کې پروبیوتیک اغیزې کوي. ددې ګټورو باکتري‌ سره د انسان د وجود معافیت سیستم پیاوړی کوي. د وجود مقامت لوړوي.

ددې سربیره دا ګټورې باکتري‌ د انسان په وجود کې حساسیت او کنسرویژن مادې له منځه وړي 

د ویلو ده چې دا مشروب ډیر زیات تغذیه کوونکی او انرژۍ نه ډک  دی. د کاربن هیدرات او بي‌ ویټامین له پلوه بډایه دی. 

هر هغه څوک چې ضعیفه وي‌ او غواړي‌ چې وزن يي ډیر شي، د رشد په حال کې ځوانان، هر هغه څوک چې د بې حالۍ احساس کوي  او د سختو او قوي‌ کارونو ترسره کوونکي‌ خامخا  دا مشروب کاروي. دا مشروب په اصل کې زمونږ شیرۍ ته ډیره زیاته ورته ده. 

بوزا د ای، بي، او اي ویټامینونو ، کلسیوم، اوسپنې او فاسفور منرالونو له پلوه هم ډیر بډایه دی.

 

 



اړوند خبرونه