ټرمپ : د ادلب د مسئلې په اړه د ولسمشر اردوغان سره په ګډه کار کوو

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل چې د سوریې د ادلب په مسئله کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په ګډه کار کوي.

1362274
ټرمپ : د ادلب د مسئلې په اړه د ولسمشر اردوغان سره په ګډه کار کوو

 د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل چې د سوریې د ادلب په مسئله کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په ګډه کار کوي.

ټرمپ  لاس انجلس ته د حرکت نه مخکې خبریالانو پوښتنې ځواب کړې. ټرمپ د ولسمشر اردوغان نه د قوي  او کلک  مشر په توګه یادونه وکړه او وویل چې  د هغه سره ډیرې ښې اړیکي لري.

هغه وویل چې د ادلب په مسئله کې د ولسمشر اردوغان سره  په ګډه کار کوي.

هغه وویل چې  د تیرې اونۍ په وروستیو کې د ولسمشر ټرمپ سره ټیلیفوني خبرې وکړې او د هغه نه يي د ادلب په مسئله کې د ترسره کړو او روانو هلو ځلو له امله مننه وکړه.

سپینې ماڼۍ هم  پدې اړه په خپور کړي بیان کې ویلي وو چې ټرمپ د تیرې خالي په ورځ د ولسمشر اردوغان سره په ټیلیفوني خبرو کې هغه نه مننه وکړه .

د بله پلوه  نن د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان بیا وویل چې د امریکا متحده ایالتونو سره هره شیبه د هر ډول همکارۍ او همغږۍ  امکان شتون لري.

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې نن  په ملي شورا کې د عدالت او پراختیا ګوند اونیزې غونډې ته وکړي.

هغه د ټرمپ هغه څرګندونو ته په اشارې سره چې ویلي دي د ادلب په مسئله کې د ولسمشر اردوغان سره په ګډه کار کوو وویل، هره شیبه د هر ډول همکارۍ او همغږۍ احتمال شتون لري.



اړوند خبرونه