د ورځنۍ اجندا  تحلیل

د ورځنۍ اجندا  تحلیل

د ورځنۍ اجندا  تحلیل

 

پدې خپرونه کې  د امریکا او ایران  ترمنځه  د ترینګلتیا  او په بغداد کې  د امریکا لخوا د ایران د قدس ځواکونو د قومندان  قاسم سلیماني  د وژلو  په مسئلې لنډ بحث کوو.

د امریکا  او ایران  ترمنځه ترینګلې اړیکي  د جنوري په دریمه نیټه  د امریکا لخوا  د عراق په پلازمینه  بغداد کې  د ایران  د سپاه پاسداران  د ځواکونو د څانګې  قدس د ځواکونو  د عمومي قومندان  قاسم سلیماني  د وژلو نه وروسته  لا ښه پسې ترینګلې شوې.

د ویلو ده چې  د ایران  د سپاه پاسداران د ځواکونو څانګې  د قدس ځانګړو ځواکونو قومندان  قاسم سلیماني  پدې وروستیو کې  د ایران د سیمه ایزو  سیاستونو  ستون فقرات  تشکلوو. د عرب پسرلي  او یا پاڅونونو نه وروسته  سلیماني  د ایران د بهرنیو عملیاتو  یواځنی  سوق او اداره کوونکی  وو. د هیواد نه بهر  د ایران ټول عملیات به  د سلیماني په امر  ترسره کیدل.

سلیماني  په لبنان، سوریه، عراق او یمن کې  د شیعه ملیشو  په منسجمونو  کې  ډیر  مهم  رول  په غاړه درلود. سربیره  پر دې  هغه په سیمه او نړۍ کې  د شیعه  په منځ کې  دومره  محبوبیت او شهرت  موندلی وو چې  د ایران په کورني سیاست کې  د دیني رهبر خامنه يي  او ولسمشر روحاني نه ډیر زیات  محبوبیت  درلود.

که چیرې  په سیمه، نړۍ  او پخپله ایران کې  د قاسم  سلیماني  رول  او درندو مسئولیتونو  ته  دقت وکړو د هغه وژنه  کیدای شي چې ایران  ته  یو جدي  ټکان  او  ډیر  ستره  ضایع وي. همداشان  د هغه وژنه کیدای شي چې په ایران کې  ټکان دهنده  یو بهیر پیل وي.

د ترکیې د امنیتي چارو د تحقیقاتو  مشر  لیکوال پوهندوی  ډاکټر  مراد یشیل تاش  د مسئلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

د امریکا لخوا  د سلیماني  وژل  او د هغه د وژنې په اړه  د  ایران ډیر سخت عکس العمل  ددې ښکارندويي کوي چې ۲۰۲۰ کال  په منځني ختيځ  لپاره  کوم اسانه کال ندی  او کیدای شي چې ډیر تود  کال وي.

دا چې د امریکا  او ایران  ترمنځه  روان  تاوتریخوالی  به  د دواړو هیوادونو ترمنځه په تودې  جګړې بدل شي او که نه  پدې نه پوهیږو خو پدې خبره ډیر ښه پوهیږو چې د نوموړو دوو  اکټورانو ترمنځه  د اوږدې مودې راهیسې  پټه  جګړه لا پسې  قوي شوه.

د ایران حکومت  د امریکا لخوا د سلیماني د وژلو نه وروسته د امریکا نه د سلیماني د غچ اخیستو  لوړه وکړه او په ډیره  لنډه موده کې  خپله  لوړه پر ځای کړه. د امریکا  خلک  چې د اوږدې مودې راهیسې  د ډیر  سختو  مشکلاتو سره  لاس او ګریوان  دي چې  د حکومت سره  په ګډه  د انتقام  شعارونه ورکوي. دا لومړی ځل دی چې په ایران کې  خلک  پدې ډول  په یو غږ  او یو موټی کیږي.

د بله پلوه  د عراق په پلازمینه  بغداد کې  خلک  د سلیماني سره یو ځای وژل شوی  د حشد الشعبي د ډلې د مرستیال  ابو مهدي المهندسي  د انتقام اخیستو  شعارونه ورکوي. حتا  ځینو  وسله والو ډلو او سازمانونو  د سلیماني او المهندي  د انتقام  د اخیستو په خاطر  ځینې  فلمونه او ویدیوګانې هم  خپرې کړي دي.

د ویلو ده چې  د سلماني او المهندسي  د وژنې  په اړه یواځې  ایران  نه بلکې عراق هم  ډیر  سخت غبرګون وښود. د عراق  پارلمان   د امریکا لخوا د سلیماني  او مهندسي  د وژلو نه سمدلاسه وروسته  د هیواد نه د امریکايي ځواکونو د ویستو فیصله  تصویب کړه او حکومت يي پدې برخه کې پوره صلاحیت ورکړ.

عراق  چې  د اوږدې مودې راهیسې  د کورنۍ جګړو، داعش ترهګرې ډلې  او نورو ډلو ټپلو  د  جدي مشکلاتو سره  لاس او ګریوان  دی  دا چې  دې کړکیچ ته به څه ډول د حل  یوه لار پیدا کوي  دا  هغه پوښتنه ده چې ټول ورته ځواب  لټوي.

د ویلو ده چې  عراق پدې هم  ډیر ښه پوهیږي  چې  د امریکا  او ایران  رقابت  دا هیواد په کڼډوالۍ  بدل کړې دی خو  له بده مرغه چې  د لاس نه يي څه پوره ندي. یعنې  هغوې  د امریکا  او ایران پرته د یو خپلواکه  عراق  رامنځته کولو لپاره جادويي  یو فرمول  ته اړتیا لري  بل ډول  د امکان وړ خبره نده.

د ایران  حکومت بیا  د سلیماني  د وژنې  په اړه  د امریکا پر مقابل کې  د څه ډول عکس المعل ښودولو  د معلومولو په خاطر  د ملي امنیت عالي شورا غونډه  راوبلله. پدې غونډه کې   د ایران دیني رهبر  خامنه يي هم  ګډون وکړ. د ایران  دولت د هر څه نه مخکې  د شیعه مذهب له مخې  د طاقت او جګړې  سمبول  سور  بیرغ  د جوماتونو  او ښار په مهمو  ځایونو  وځوړول.

ددینه وروسته  اعلان وکړ چې  نړۍوالې ټولنې د اټومي پروګرام  په برخه کې ددوې سره په کړو ژمنو  عمل ندی کړی  د همدې امله  د یورانیمو  بډاینې  چارو ته به دوام  ورکړي. همداشان  ایران  ګواښ وکړ چې  د امریکا نه  به  ډیر سخت انتقام واخلي. ایران  بالاخره  په عراق کې  د امریکا  پر دوو پوځي هډو  بریدونه وکړل. سره ددې چې ایران  پدې بریدونو کې د لسګونو تنو امریکايي سرتیرو د وژلو ادعا وکړه خو امریکا  بیا  د ایران ادعا په کلکه توګه رد کړه  او وویل چې د ایران  په بریدونو کې  ددوې  پوځي هډو ته  د ډیرو  کوچنیو زیانونو نه پرته  یو تن سرتیري هم  ځاني زیان  ندی اوښتی.

خو دا چې  ایران به  د امریکا نه د انتقام  اخیستو په برخه کې په همدې  بریدونو اکتفا وکړي او که نه  او یا بل کوم ګام به اوچت کړي پدې  اوس  هیڅوک هم  نه پوهیږي. د ویلو ده چې  د امریکا  ځواب هم  ډیر مهم  دی.

د سلیماني وژنې  د چا خبره  منځني ختيځ کې  یو ډیر  قوي ټکان  ورکړ. اوسمهال په سیمه کې ټول  اکټوران  ددېنه وروسته به څه پیښیږي په اړه  تخمینونه  کوي او د اټکلونو له مخې حساب او کتاب  کوي. اوس مهال  ترکیه یواځنی هیواد  دی چې  په دواړو خواوو  يي د اعتدال  او صبر غږ کړی دی. اسراییل  د سلیماني  د وژل کیدو له امله ډیر  زیات  خوښ  دي.

سعودي عربستان  خو  د سلیماني نه  د یو جاني  قاتل  په توګه یادونه کوي. سعودي د سلیماني  پر وژنې  ډیر  خوښ  دي خو  دم ګړۍ  د ایران  د احتمالي  عکس العمل  له امله  ځان يي  غلی  نیولی  دی.

د  خلیج  کوچني هیوادونه بیا  اندیښمن  دي. نړۍوالې ټولنې هم  چپتیا  غوره کړې ده.

د نړۍوالې ټولنې  غږ  ډیر  په ټیټه  کچه  اوچتیږي.

امریکا  سره ددې چې  د ایران سره  جګړې ته  پتیلې  ده  خو   بیا  د ایران لخوا په عراق کې ددوې  پر پوځي هډو  د بریدونو په مقابل کې   نرمي  وښوده  او  د ترینګلتیا د کچې د راټیټولو په خاطر يي  ایران ته د مذاکراتو بلنه ورکړه. دا چې  جګړه به وشي  او که  نه پدې اړه څه ویل  د وخت نه مخکې خبره ده  خو  دا ښکاره خبره  ده چې ۲۰۲۰ کال  د منځني ختیځ لپاره  ډیر  تود  کال  دی.



اړوند خبرونه