د ترکېې د اجندا تحلیل

د ترکېې د اجندا تحلیل

د ترکېې د اجندا تحلیل

 

ځینې مسئلې  شتون لري چې د  حل  په خاطر يي  یواځې حق  او پر حق  والی  کفایت نکوي. د عثماني امپراتورۍ  نه پاتې میراث هم  همداډول  مسئلو نه جوړ  دی. د عثماني امپراتورۍ  او دولت په اړه  لید لوري  او  فکرونه  توپیر لري  او په دوامداره توګه  پدې اړه  بحثونه دوام لري.

پدې وروستیو کې  د لبنان ولسمشر میشل اون د لبنان د خپلواکۍ  د سلمې کلیزې په مراسمو کې وویل چې هیواد يي  د فرانسویانو په مرسته او ملاتړ خپلواکي ترلاسه کړې ده او په عثماني دولت يي  د دولتي ترهګرۍ ترسره کولو تورونه  ولګول. همداشان  په بعضو لویدیځو ادبیاتو او عربي هیوادونو په درسي مفرداتو کې هم  ورته  تورونو شاهدي کوو.

د انقرې د ییلدرم بایزید پوهنتون د سیاسي علومو فاکولتې رئیس پروفیسور ډاکټر قدرت بلبل  د مسئلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

پروفیسور  بلبل وايي  یو امپراتوري  او دولت  چې  ۶۰۰ کاله يي  حکمداري کړي  وي  پرته  د شکه  چې  د ځینو خواوو نه به پرې  نیوکې هم  کیږي. خو  امپریالیستو هیوادونو لخوا  په عثماني  امپراتورۍ   په ډیرې  راحتۍ  سره  د  استعمار، اشغالګرۍ  او د مختلفو هویتونو او کولتورونو باندې د فشارونو  تورونه  په ښکاره توګه  بهتان  دی. همداشان  نن  ورځ  په خپله په ترکیه کې  یو زیات شمیر برخې  په عثماني دولت  او امپراتورۍ  ددې په خاطر  نیوکې کوي چې د خپل حاکمیت لاندې په سیمو کې  قومي  او دیني  سیاستونه  ندي عمل کړي. که چیرې  دا سیاستونه عملي شوي وای نن ورځ به ترکان د نړۍ په زیاتو برخو کې  میشت  وی او د نړۍ لا زیات خلک  به  مسلمانان شوي وای. که چیرې د انګلستان او فرانسې  سیاستونو ته وګورو  د هغوې تر حاکمیت لاندې په سیمو کې ټول خلک هغوې  ته ورته دي  او د هغوې  کولتور او فرهنګ پکې حاکم  دی. له دې پلوه  ویلی شو چې په ترکیه کې  ددې خلکو  نیوکې  پر ځای دي. خو د بله پلوه  دا خبره باید هیره نکړو چې  که چیرې  عثماني دولت  د امپریالستو هیوادونو په څیر سیاستونه  عملي کړي وی  پس  د عثماني دولت او امپریالستو ترمنځه  فرق  او توپیر له منځه تللو. همدې خبرې  دا  دوه  د یو بل څخه  جلا کوي.

د ویلو ده چې  عثماني دولت چې په کومو سیمو  په سلګونو کلونه  د سولې، عدالت او همغږۍ  په فضا کې  حاکمیت کړی دی  نن ورځ  دا سیمې  د چا خبره د وینو په جهیلونو بدلې شوي دي. عثماني دولت  په سلګونو کلونه په منځني ختیځ، افریقا  او بالکان سیمو  حاکمیت کړی دی  خو پدې سیمو کې تل  سوله او امنیت حاکم ول. عدالت او متقابل  احترام  حاکم و. پدې سیمو کې د مختلفو دینونو ، مذهبونو، طریقتونو، کولتورونو  لارویانو  او پلویانو  د سولې  او ورورولۍ په فضا کې د یو بل ترڅنګ  ژوند کولو . خو له بده مرغه چې نن ورځ  پدې سیمو کې د عثماني دولت حاکمیت  دوره  د یو خوب  په څیر  وه  . د عثماني دولت  تر حاکمیت لاندې په سیمو کې هر چا  په ډیره ازاده  توګه د  خپلې مورنۍ ژبې، کولتور ، دود ، فرهنګ  او دین  په رڼا کې  ژوند کولو . چا  د چا په شخصي ژوند کې مداخله  نکوله. همداشان  د عثماني دولت د وتو نه وروسته هم نن ورځ هم  د هغوې د عدالت شاهدي کولی شو.

د عثماني دولت  ددې سیاستونو نه په ادبیاتو کې د عثماني سولې په توګه یادونه کیږي.

که چیرې  مونږ  د امریکا  د کشف  نه وروسته  د هغه ځای د ځايي خلکو سره  شوي چلند  او معاملې  چې څه ډول د هغوې ژبه ، دین  او کولتور له منځه یوړل شو  او یا د انګلستان لخوا د هند په لاندې  لویه وچه کې  چې یواځې ۱۵۰ کاله يي پکې حاکمیت کړی دی  لنډه کتنه وکړو  د عثماني امپراتورۍ  ارزښت  راته  په خپله  په داګه کیږي. انګلستان  تر خپل حاکمیت لاندې په سیمو کې انګلیسي ژبه د هغوې په رسمي ژبې بدله کړه. خپل کولتور او فرهنګ يي پر خلکو په زور سره  تحمیل کړ خو عثماني امپراتورۍ هیڅکله هم  داسې کوم ګام  ندی اوچت کړی.

هو که چیرې  د لبنان د ولسمشر  په څیر  ادعاګانو  حقیقت درلودی  د هر څه نه مخکې  د لبنان د ولسمشر نوم به میشل اون نوی. یعنې  په لبنان کې د هغه مسیحي پاتې کیدل  به  ډیره ګرانه خبره وې.

د یادولو وړ ده چې  د عثماني امپراتورۍ  او امپریالستو هیوادونو د مقایسې په نامه  د لبنان د یو نامتو او پیاوړي  مسیحي  لیکوال  امین مالووف  کتاب  او د هغه  دا جملې  د لبنان د ولسمشر میشل  اون ادعاګانو ته  تر ټولو ښه ځواب  دی.

« هیڅ دین  زغم  نلري خو که چیرې  ددې دوو رقیبو دینونو اسلام او مسیحیت ترمنځه  مقایسه  وکړو  نو  اسلام  بد ندی . که چیرې  زمونږ  نیکونه  په هیواد کې چې  د اسلامي اردو لخوا فتحه شوي دي مسیحي  پاتي دي، دا خبره  برعکس  فکر وکړو  او دوی مسلمانان وای  او د مسیحي  ځواکونو لخوا  ددوې هیوادونه فتحه شوي وای  نو ګمان نه کوم  چې  دوې  ۱۴۰۰ کاله  په خپلو کلو، بانډو او ښارونو کې  خپل دین، کولتور او دود  محافظه کړی  وې. تاسې وګورۍ په اسپانیا کې پر مسلمانانو سره  څه وشول؟ د سیجلیا د مسلمانانو نه څه وشول؟ ټول  ووژل شول، تر یو تن  د پاتې کیدو  پورې  ټول په قتل  ورسول شول، تبعید  کړی شول او یا په زور او اجباري ډول سره  دینونه پرې  بدل کړې شول  او مسیحي کړې شول.

د اسراییلو د تاریخ  یو نامتو پروفیسور  او لیکوال  یاوال نواح حراري  د حریت ورځپاڼې ته په لیکلې  خپله مشهوره  مقاله کې  د عثماني امپراتورۍ  سوله ایز سیاست  په اړه  داسې  لیکلي دي!

« په منځنیو پیړیو کې په اروپا کې  د زغم او تحمل نښه او نښانې هم  نه وې. په ۱۶۰۰ پیړۍ کې  په پاریس کې  ټول کاتولیک  ول. کله چې به  یو تن  پروتیستان مسیحي  دې ښار ته  راداخل شو سمدلاسه به يي  وژلو. په لندن کې ټول پروتیستیان مسیحيان  ول. کله چې به یو تن  کاتولیک  دې ښار ته  داخل شو  نو سمدلاسه به وژل کیده. په هغه کالونو کې  د اروپا نه  یهودان  په زور سره شړل کیدل. هیچا مسلمانان نه خوښول  او نه غوښتل. خو په همدې  کلونو کې  د عثماني امپراتورۍ  په پلازمینه  استانبول کې  د مختلفو دینونو، مذهبونو  لارویانو لکه مسلمانانو، کاتولیک مسیحیانو، پروتیستان مسیحیانو، یهودانو، ارمنیانو، اورتادوکس مسیحیانو، روم مسیحیانو  ، بلغاریایانو او داسې نورو  څنګ په څنګ  په سوله ایزو فضا او امن کې  ژوند کولو. »

د ویلو ده چې په عثماني امپراتورۍ  د لګیدولو تورونو او بهتانونو ته  د پاسنیو په څیر  په لسګونو او سلګونو ځوابونه  شتون لري. خو مسئله  دا نده، مسئله  د امپریالیستو لخوا

وویشه، ټوټه ټوټه يي کړه  او بیا يي  اداره کړه  سیاست او ستراتیژي  ده. د ویلو ده د اسلام مبارک دین  چې  د سلګونو کلونو لپاره  تل  د  ویشلو او ټوټه ټوټه کولو د مخینوي  او د سولې او ثبات  د ټینګښت په برخه کې ډیر مهم  رول  لوبولی  او د مهم  ارزښت  په توګه ترینه یادونه کیده  له بده مرغه چې نن ورځ دا کار نه کیږي.

د ویلو ده چې د عثماني امپراتورۍ  د ویشل کیدو او پارچه پارچه کیدو نه وروسته  د عثماني امپراتورۍ تر حاکمیت لاندې سیمې  د بالکان، منځني ختیځ  او افریقا په توګه  وویشل  شوې  خو نن ورځ هم  ددې سیمو د لا زیات پارچه کولو په خاطر هلې ځلې دوام لري.

پدې سیمو کې  د هرې ورځې په تیریدو سره  دینونه، کولتورونه او هویتونه  لا زیات پارچه پارچه کیږي  . پدې سیمو کې د نوو سرحدونو د ټاکلو په خاطر هلې ځلې دوام لري. پدې سیمو کې  روانې جګړې  او وروروژنې  د همدې خبرې ښکاره  مثال  دی.

نن  ورځ  تاریخ د امپریالیستو د غوښتنې  او خواهشاتو په رڼا کې  ډیزاین کیږي. نن ورځ  سیاستوال  د تاریخ پوهانو په چارو کې مداخله کوي. که هر څومره سورې او نارې ووهو چې تاریخي مسایل باید تاریخ پوهانو  ته  پریښودل شي  خو په چا د ذرې په اندازه  اغیزه نکوي.

دلته  پوښتنه پیدا کیږي چې څه باید وکړو؟

د ویلو ده چې  د عثماني امپراتورۍ نه  مونږ  ته پاتې  میراث  په ماضي کې پاتې  یو میراث  ندی. بلکې  دا میراث زمونږ  نن  او  راتلوونکي  هم  ټاکي . زمونږ د نن او راتلوونکي سره  په مستقیمه توګه تړاو لري.

د یادولو وړ ده چې د عثماني دورې او وروسته بیا د جمهوریت  د دورې  یو زیات شمیر روند اندي  چې د لویدیځ  په ویروس  اخته  دي  پدې برخه کې  تل په امتحان کې  پاتې راغلي دي. دا روند  اندي  او سیاستوال  چې  ددې ویروس له امله  د خپلو ټولنو، دود او دستورونو نه   شلیدلي دي  د عثماني  امپراتورۍ  د پارچه پارچه کولو  په برخه کې  تل  د ذریعو  په توګه  کارول شوي دي. نن ورځ  د عثماني امپراتورۍ  تر حاکمیت لاندې په سیمو کې  د لویدیځ په ویروس  ککړ روند اندي او سیاستوال  اوس هم  د عثماني امپراتورۍ پر خلاف  تبلیغات  کوي. اوس هم  د عثماني تاریخ  او ارزښتونو د لمنځه  وړو او لا زیات ورته د ضرر رسولو هڅه کوي.

نن ورځ  په بالکان، منځني ختيځ او افریقا هیوادونو کې  روند اندي  او سیاستوال  هم  د عثماني امپراتورۍ  د هغه روند اندو او سیاستوال په څیر  د لویدیځ  په ویروس  اخته شوي دي. نن ورځ دوی  د هغه دورې په څیر  په خپلو هیوادونو کې د خپلو ټولنو د لا زیات پارچه پارچه کولو او د اتحاد او اتفاق د لمنځه وړو په خاطر  امپریالیستو ځواکونو ته  خدمت کوي.

پدې سیمو کې د روانو جګړو او بربادۍ  یواځنی لامل هم  همدا خبره ده.

دوی باید  د غفلت  ددې  دروند  خوب نه  ویښ  شي. ددې سیمو  اکادمیسینان، ادبیان، عالمان، قومي مشران، سیاستوال  او  هر تن  باید  د سلیم  عقل نه کار واخلي. دوی باید د خپلو ټولنو د لا زیات پارچه پارچه کولو مخه ونیسي. دوی باید  متفق شي  او اتحاد رامنځته کړي.

دوی  باید  خپلو ټولنو ته یواځې د هغه پنجرو نه چې  دوی ته  ښکاره  کیږي  کتنه ونکړي. دوی باید  د خپلو ټولنو د پنجرونو نه خپلو ټولنو  ته  کتنه وکړي. دوی باید خپل تیر تاریخ، کولتور، فرهنګ ، دود او دوستور ته  مراجعه وکړي. ددې کار د نه کولو په صورت کې به سیمه  لا زیات  د وینو په جهیل بدله شي. د انسانانو ترمنځه به نفاق او جنګ جګړې  لا زیاتې شي. سیمې به لا  زیات د امپریالیستو  د جګړو او رقابتونو په ډګرونو بدلې شي.



اړوند خبرونه