د ترکیې د اجندا تحلیل

د کردانو سیاست :

د ترکیې د اجندا تحلیل

 

په لویدیځ  او پخپله په ترکیه کې  یو زیات شمیر برخې  د خلکو ډیموکراتیک ګوند چې د پ ک ک ترهګري سازمان سره  مسقیمي اړیکې لري د کردانو د غورځنګ په توګه  ترینه یادونه کوي. د نوموړي ګوند نه د کردانو د سیاسي استازو په توګه یادونه کوي. دوي غواړي چې د ترهګري سازمان سره  اړیکي درلودونکی  یو ګوند  د یو سیاسي  ګوند  او یا یو ملت د غورځنګ نوم  ورکړي. دا ګوند نړۍ ته  د یو ملت د استازي په توګه وړاندې کړي.

د انقرې د ییلدرم بایزید د پوهنتون د سیاسي علومو د فاکولتې رئیس پروفیسور ډاکټر قدرت بلبل د مسئلې په اړه ارزوني کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم .

پ ک ک  د نړۍ په مختلفو هیوادونو، ترکیې، سوریې، ایران ، عراق او یو زیات شمیر لویدیځو هیوادونو کې د مختلفو نومونو سره  وخت ناوخته یو زیات شمیر ترهګري بریدونه ترسره کوونکی  یو ترهګری  سازمان  دی.

پ ک ک ترهګري سازمان  په نوموړو هیوادونو کې  په ملکي او پوځي وګړو، ښځو، ماشومانو  او حتا  د غیږې  ماشومانو په ګډون په لسګونو زره تنه بې ګناه انسانان په قتل رسولي  او په میلیونونو تنه انسانان يي د خپلو کلو او کورنو پریښودو ته اړ کړي  دي.

د ویلو ده چې  د پ ک ک ترهګری سازمان  په اصل کې د هغه  برخو  چې غواړي منځنی ختیځ له سره  ډیزاین کې  حلقه په غوږ  غلامان، لاسپوڅي او د پیسو  عسکر  دي. نوموړي  بیا  نړۍ ته ځانونه د کردانو  د استازو په توګه معرفي کوي. خو  ددوې  کړنۍ  او وحشيانه سیاستونه  او چلند  پخپله  دا ټولو ته په ډاګه کړې ده چې دوی  په هیڅډول  د کردانو استازي ندي او نه يي هم  استازیتوب کولای شي.

که چیرې نن ورځ د هغه  اکادمسینانو او لیکوالانو  چې  یواځې او یواځې د امپریالیستو او اسراییلو ګټو ته  ژمن دي  او د هغوي  ټټوګان دي  لیکنو او مقالو ته په ځیر  وکتل شي  دا خبره پخپله  په ډاګه کیږي چې  امپریالست ځواکونه  فقد او فقد په سیمه کې د اسراییلو د امنیت په خاطر  غواړي چې ترکیه، سوریه، عراق او ایران پارچه پارچه کړي  کردان  چې  د پيړیو پيړیو راهیسې د ترکانو او عربانو سره يي د اسلام د مبارک دین  نه دفاع  کړې  ده  او په ګډه  يي ژوند کړی دی  د یو ترهګري دولت تر نامه لاندې  چې  فقد  د اسراییلو د منافعو په خاطر به کار کوي  بسیج  او راټول کړي.

خو له نیکه مرغه چې  ددوې دا شوم پلان او اهداف  نه حقیقي، نه علمي او نه هم  ټولنیز اړخ لري. د ویلو ده چې  لکه څرنګه چې ټول المانیان، ترکان او عربان  د یو نظر ، لیدلوري  او سیاست  پلویان  ندي په همدې شان  کردان هم  ټول په یو فکر، نظر او لیدلوري ندي.

په اصل کې  هغه ټولنو ته چې  د میلیونونو تنو نه جوړې شوي دي او پکې مختلف نظرونه او لیدلوري شتون لري  د یو فکر  خاوندانو په سترګه کتل په اصل کې دا پخپله یو توتالیتر  نظر  او فکر  دی. که چیرې  کردانو  ته هم  کتنه وکړو  د هر څه نه مخکې باید وویل شي چې ټول کردان  د ترکیې د کردانو نه عبارت ندي. د ترکیې سره سم په ایران، عراق ، سوریه او لویدیځو هیوادونو کې هم  کردان  میشت  دي .

د یادولو وړ ده چې  کردان هم  د هرو ملکي او ډیموکراتیکو ټولنو په څیر  یو پارچه ندي، د مختلفو پارچو نه  تشکیل شوي دي. د هر څه نه مخکې  ټول کردان د هرو ټولنو په څیر  مجبور ندي چې  خامخا  د یو سیاسي  ګوند  پورې تړلي وي. یا خامخا سیاست سره لیوالتیا ولري. همداشان  هغه کسان چې د سیاست سره  لیوالتیا لري هغوي هم  مجبور ندي چې ټول خپلې رایې وکاروي.

بله مهمه خبره  نن ورځ چې په ترکیه کې  کردان یواځې  د خلکو دیموکراتیک ګوند ته رای نه ورکوي. د عدالت او پراختیا ګوند  د کردانو په منځ کې لږ تر لږه ددې ګوند په اندازه  رای ترلاسه کوي.

همداشان  د خداپار ګوند  سره ددې چې د رایو کچه يي ټیټه ده خو په بعضو لاریونونو او مظاهرو کې  ګورو چې  په میلیونونو تنه ددوې په پلوي په مظاهرو کې ګډون کوي.

هو  هغه  کسان چې د خلکو ډیموکراتیک ګوند ته رای ورکوي دوي ټول هم  د پ ک ک ترهګرې ډلې سره  تړاو نلري. دوي ټول د پ ک ک ترهګرې ډلې د فعالیتونو پلوي نکوي.

په لنډه  توګه  باید ووایو چې  کردانو ته باید  د یوې قبیلې  او یا یو قوم  په سترګه ونه کتل شي. دوې ته پدې سترګه کتل په اصل کې  دوې ته  تر ټولو ستر سپکاوی  دی.

پروفیسور  بلبل وايي چې زه  پخپله شخصآ ددې ټولنې د یو وګړي په توګه په ترکیه کې د یو زیات شمیر نورو  معتدلو انسانانو په څیر  د پ ک ک ترهګرې ډلې سره  د خلکو د ډیموکراتیک  ګوند  د تړاو نه ورکولو  او د خلکو ډیموکراتیک ګوند لخوا د یو ملکي  او سوله ایز سیاست د رامنځته کولو  پلوي یم. خو له بده مرغه د خلکو د ډیموکراتیک ګوند  چارواکي  تل  ځان  د پ ک ک ترهګري سازمان  د امر لاندې  بلل  او هغوي ته سلامي  دریدل  زمونږ  په څیر  د انسانانو  هیلې  د خاورو سره  خاورې کوي.

دودوې لپاره  سیاست ډیموکراسي، ازادي او یا ملکي ژوند نه بلکې  د ترهګري سازمان نه ملاتړ، د هغوې د لاس په الې بدلیدل، د هغوې ویاندي کول  او یواځې د هغوې ګټو ته  د خدمت کولو په معنا  دی.

خه  دلته  پوښتنه  داده، پداسې حال کې چې ټول پدې ښه پوهیږي چې  د خلکو ډیموکراتیک ګوند  یواځې او یواځې  د پ ک ک ترهګري سازمان ته خدمت کوي په ترکیه کې  دا معلومې برخې  ولې  پ ک ک او خلکو ډیموکراتیک ګوند د کردانو د استازو  په توګه معرفي کوي؟ دوې  ولې  د پ ک ک  او امپرالیزم  ژبې ته تسلیم شوي دي؟ دوی  یواځې په ترکیه کې نه بلکې په سیمه کې هم  پدې اړه  هلې ځلې کوي.

ددې پوښتنو د ځواب لپاره په څو لاملونو  لنډ بحث کوو.

د پ ک ک نه  ډاریدل : په اصل کې په دیموکراسي او  ازادۍ  مین  او کثرت ګرا  انسانان  تل  د پ ک ک ترهګرې ډلې  فشارونه، ترهګریز اعمال  او د مرګ  ویره  د ځان نه لرې کولو ته  مجبور دي. که چیرې  دا کار ونکړي  دا ترهګر به تل  زمونږ په اجندا کې  ځای ولري. د ترهګرو هدف هم  همدا دی چې  د خلکو په منځ کې ډار حاکم کړي. خو  مونږ مجبور یو چې ددوې  رامنځته کړی  ډار هر څه ژر  هیر کړو.

دا ډول ترهګرې ډلې  تل  غواړي چې  د بعضو مخورو کسانو د وژلو، د ضد انساني او ضد بشري کړنو سره  د ټولنو په منځ کې ډار او ویره حاکمه کړي  او پدې ډول  خپلو موخو ته ځان  ورسوي. د پ ک ک ترهګره ډله هم  همدا کوي. هر هغه کرد  روند اندې  چې  ددوې  دا  ناوړه کړنې  تایید نکړي  او مخالفت  ورسره وښايي  سمدلاسه هغه  له منځه وړي. پ ک ک  ترهګرې ډلې  یو زیات شمیر روند اندي  او ملکي وګړي  پدې ډول له منځه وړي دي.

د ویلو ده چې نن ورځ په ترکیه کې  ډیری  هغه برخې  چې  پ ک ک  ترهګر  د کردانو  استازي  بولي  کین اړخي  یا چپیان  دي. د ترکیې کین اړخو یا چپیانو  ډیری  مشران  او مخور  د یو انقلاب  عنعنې او دود  پلویان  دي. انقلابیان  دي. دا چې  د پ ک ک ترهګری سازمان هم  د مارکسیست او لینینست  عنعنې  او دوی  پلویان  دي د هغوې  سره  ځانونه ډیر نږدې  او د یوې لارې  لارویان  بولي.

همداشان  بل لامل  دادی چې  دا برخې  توتالیتر  لید لوری  دی. دوی  تر اوسه پورې  د خپل دې لیدلوري نه  ندي ژغورل شوي. ددوې لپاره دیموکراسي، ازادي او کثرت ګرايي  په څیر اصطلاح ګانې  نااشنا  دي .

د ویلو ده چې  بل  مهم  لامل  دا برخې  په نړۍواله کچه  د ترکیې  د مخالفینو  او بدبینو برخو سره لاس په لاس کې ورکول دي. نن ورځ  هغه برخې  چې  د پ ک  ک او یا هم  د خلکو دیموکراتیک ګوند نه  د کوردانو د سیاسي استازو په توګه یادونه کوي هغوې  په نړۍواله کچه  د ترکیې پر خلاف د ترکیې  د دښمنانو او بدبینو سره  لاس یو کړی دی. دا برخې چې  د ترکیې دښمنانو او مخالفینو لخوا  تمویلیږي  د خپلو تمویل کوونکو په ژبه خبرې کوي  او د هغوې ډول ته  ګډا کوي.

د حکومت مخالفت : د ویلو ده چې  نن ورځ په ترکیه کې ځینې برخې او حتا  روند اندي    چې د حکومت  او اردوغان  سره سیاسي  اختلاف د نظر  لري  نن ورځ  د هغه  ډلو  او برخو سره  چې  د هیروینو قاچاق کوي، بې ګناه  ماشومان  او ملکي وګړي په قتل  رسوي  لاس په لاس کې ورکړی دی. نن ورځ  د پ ک ک ترهګرې ډلې نه چې په ترکیه او نړۍ کې د زرګونو تنو بې ګناه انسانانو په وینو يي لاسونه سره دي  پلوي کوي.

پردي  شوي  روند اندي: دې  برخې  روند اندو ته  د خپلو ټولنو مخالفین هم ویل کیږي. د ویلو  ده چې په ترکیه کې  پردي شوي روند اندي  نږدې ۲۰۰ کاله تاریخ لري. د هیواد نامتو شاعر سیزايي قره کوچ  د کیسې په نامه په خپل شعر کې  دا ډول خلک په ډیره ښه توګه بیان کړي دي.

د ویلو ده چې د عثماني امپراتورۍ پر مهال  حکومت ځینې ځوانان  د تعلیم او تحصیل په خاطر  لویدیځ ته  واستول. حکومت  دا کار  ددې په خاطر وکړ چې دا  کسان په لویدیځ کې تحصیل وکړي  او بیا خپل وطن ته  خدمت وکړي خو له بده مرغه چې  ددې کسانو  ډیری  چې کله هیواد ته راستانه شول  ټول  په لویدیځ مینان ول.

همداشان  د جمهوریت په دوره کې هم  په ورته ډول  یو زیات شمیر کسان  د تحصیل او زده کړو په خاطر  لویدیځ  ته  واستول شول چې دا کسان هم  د خپل تاریخ، کولتور، فرهنګ  او مدنیت نه لري شول  او  د هره پلوه  يي ځانونه  لویدیځ ته تسلیم کړل.

په ځانګړې توګه  دا ډیری  کین اړخي یا چپیان دي.

په پای کې باید ووایو  لکه څرنګه چې  په ترکانو کې  د لارې نه وتلي  او د پردو لپاره خدمت کوونکي  شتون لري  همداشان په کردانو کې هم  ورته  خبره ده.

د ویلو ده چې  په ترکیه کې د DHKKPC  ترهګری سازمان چې ډیری  د ترکانو نه  جوړ  دی  د ترکانو استازي نشو  ویلی  په همدې شان  د پ ک ک  او خلکو ډیموکراتیک ګوند  ته هم  د کردانو د استازو خطاب کولای نشو.

دا کو د پ ک ک ترهګرې ډلې  یا د خلکو ډیموکراتیک ګوند  د ډار او ویرې ، انقلابي ملګرتیا  او هر لامل  له امله پ ک ک او خلکو ډیموکراتیک ګوند ته د کردانو د سیاسي استازو  خطاب کول په اصل کې  دا  ازادي غوښتنونکو، غزتمندو  او سولې پلوي کردانو ته  ستر سپکاوی  دی.

روشنفکري  یا د بیان ازادي  د یو ترهګري سازمان  او د لسګونو زرو تنو د انسانانو قاتلینو او یا امپریالیزم   ته  د تسلمیدو  په معنا  نده  بلکې برعکس  د عدالت او حقیقت نه  پلوي کول دي. ددې ډول  قاتلینو په مقابل کې مجادله کول دي.

 

 

 

 



اړوند خبرونه