د ایران او امریکا  کړکیچ

د ورځنۍ اجندا تحلیل

د ایران او امریکا  کړکیچ

 

د اسلام  ستر متفکر  ابن خلدون  دولتونو ته د انسانانو سره  شباهت ورکړی دی.

هغه ویلي دي  چې  دولتونه هم  د انسانانو په څیر زیږیږي، لویږي او بیا  مري. عثماني  متفکر کاتب چلبي هم  د ورته  مفکورې خاوند  دی.

که چیرې  ماضي ته  کتنه وکړو په واقعیت سره  چې  ډیر ستر مدنیتونه او  دولتونه  د وخت په تیریدو سره  د تاریخ د صحنې نه  ورک شوي  او پاک  شوي دي.

ویل کیږي  په ژوند کې  یواځې  شوی  دی چې بدلون پکې نه راځي هغه هم  پخپله  بدلون  دی.

د انقرې د ییلدرم بایزید پوهنتون  د سیاسي علومو د فاکولتې رئیس پروفیسور ډاکټر قدرت بلبل د مسئلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

 

نن ورځ د ورته بهیرونو  شاهدي کوو. امریکا په اقتصادي، تکنالوژیک، سیاسي او قواعدو کې  د عدالت ، انساني حقونو او اخلاقي  ارزښتونو له پلوه  په رقابت کې  پاتې  راغلی دی. همداشان ددینه وروسته هم ګمان نه کیږي چې  امریکا پدې رقابت کې د نورو نه مخکې  شي.

د همدې امله  دا هیواد د نړۍوالې مشرۍ  د تداوم  په خاطر  د ګلوبلایزشن د موجود سیستم  سره  سخت مخالفت پیل کړی، د هرې ورځې په تیریدو سره په سرپټې کوتۍ بدلیږي، په اقتصادي او پوځي برخو کې مداخله کوونکو سیاستونو ته  مخه کړې ده .

په اصل کې  دا ډول  سیاستونه پرته  د تباه کوونکو پایلو بله کومه ګټه نلري. همداشان ساختاري، جوړونکي او د نظم  راوستونکو  سیاستونو تل  دا ښودلې ده  چې  پاسني  دولتونه هیڅکله هم  په نړۍوال رقابت کې  د نورو نه مخکې کیدی نشي.

د ویلو ده چې پدې وروستیو  کې  امریکا  د اقتصادي او پوځي پلوه  د مداخله کوونکو سیاستونو په چوکاټ کې  د چین، لویدیځو هیوادونو، لاتینې امریکا هیوادونو او ترکیې سربیره  په ایران د پام وړ فشارونه ډیر کړي دي. امریکا بیا د نورو هیوادونو په پرتله په ایران د فشارونو کچه  ښه پسې  لوړه کړې ده .

د امریکا لخوا  په یو پلوي توګه  د اټومي تړون نه  جلا کیدل، پر ایران له سره  د سختو بندیزونو وضع کول، د هرمز تنګي ته  د جنګي بیړیو  او جنګي الوتکو استول  او په متقابله توګه  د یو بل پر خلاف  تندې او ترخې  څرګندونې  په سیمه او نړۍ کې  د جنجالونو او ستونزو د کچې د لوړیدو  ښکاره بیلګه ده.

د ویلو ده چې امریکا  په دومداره توګه ایران  د اټومي وسلې د نه تولیدولو په خاطر ګواښي او خبرداری ورکوي. هو دا  هم  حقیقت دی چې  اټومي وسله  د بشریت  تر ټولو ستر دښمن  دی   او د انسانانو سربیره حیوانات هم  له منځه وړي . ددې وسلې  جوړل  او ترلاسه کول  د منلو وړ خبره نده ، خو دا هم  حقیقت  دی چې نن ورځ  اسراییل، هندوستان، امریکا، روسیه او  پاکستان په څیر  یو زیات شمیر نور هیوادونه دا وسلې په اختیار کې لري. لکه څرنګه چې د نورو هیوادونو اټومي وسلې  د هیچا لپاره د منلو وړ ندي همداشان د ایران اټومي وسله هم  د هیچا لپاره د منلو وړ نده. خو دا هم  حقیقت دی  چې امریکا  لخوا په سیمه کې  په ځانګړې توګه  د اسراییلو  په اټومي او کیمیايي وسلو سترګې پټول  او یواځې  په ایران باندې  د اټومي وسلو له امله  پدې پيمانه  فشارونو راوستل  دا په اصل کې  ایران  اټومي چارو ته  یو ډول مشروعیت وربښل دي.

د ویلو ده چې  نن  ورځ په سیمه کې ایران د امریکا د تهدیدونو په مقابل کې یواځی  ښکاري. ددې خبرې یواځنی لامل هم  د ایران  لخوا د مذهبپالنې  پر بڼسټ ولاړ د سیاستونو  غوره کول دي. پداسې حال کې چې  ایران  فکر کوي چې  د څلورو هیوادونو پلازمینې لکه  د عراق، ایران، یمن او لبنان کنټرول  په لاس کې لري خو نه  په اصل کې  تر هر وخته  یواځی شوی دی.

نن ورځ که چیرې ایران  او امپریالستو هیوادونو ته  وګورو په ډیرو برخو کې  یو بل ته  ډير ورته  چلند کوي.

دواړه  نن ورځ  په یو زیات شمیر هیوادونو کې د خپلو پلويانو په تحریکولو سره  ددې هیوادونو په کورنیو چارو کې مداخله او لاسوهنې کوي.

د ایران لخوا د مذهبپالنې پر بڼسټ ولاړ چلند  او نورو هیوادونو باندې د خپلو سیاستونو د تحمیلولو هڅې په اصل کې نن ورځ په سیمه کې د اسراییلو د کړونو او چلند نه لا زیات  د ټولو غبرګونونه پارولي دي.

نن ورځ  د خلیج  د یو زیات شمیر هیوادونو لخوا  اسراییلو ته  د شین څراغ  د لګولو او یا هم  په کلاره کلاره  د اړیکو نورمالیدو  ته  خوشبیني د ایران  د مذهبپالنې پر بڼسټ د ولاړو او ناسمو سیاستونو پایله  ده.

خه دا چې اسراییل  نن په کومه پيمانه سیمې ته  ضرر رسوي پدې ټول ښه پوهیږو  دا  یو جلا بحث دی خو  نن ورځ  په یو زیات شمیر اسلامي هیوادونو کې د روانو بې استقرار، ناامنیو  او جګړو  یواځنی  لامل د ایران  سیاستونه  دي.

د امریکا مداخله.

په ایران باندې د ډیرو زیاتو پلوونو نه  نیوکې کولای شو خو دا خبره  پر ایران  د امریکا فشارونو  او سیاستونو ته  مشروعیت نه ورکوي. ځکه چې  امریکا دا فشارونه بشري عدالت د تامین په خاطر  ندي راوستي . همداشان امریکا مسئلې ته د عدالت د لیدلوري له پلوه هم  کتنه نکوي.

د ایران په مقابل کې د امریکا  سیاستونه  ددې هیواد د شخصي ګټو  او ۱۹ مې او شلمې پیړۍ  د مهمې اصطلاح  امپریالیزم  نه  شکل اخلي.

نن ورځ  د ایران په مقابل کې  د امریکا  او د ټرمپ د ادارې سیاستونو ته په کتو سره  د نړۍوالو سیاستونو په څیر نه بلکې  د یو کلي  د ډاکو لخوا د سور پوستانو په مقابل کې  د چلند  په څیر ښکاري.

د بله پلوه  نن ورځ  په ټولو هغه هیوادونو کې چې د امریکا  او نورو لویدیځوالو هیوادونو تر اشغال لاندې قرار لري  په ټولو کې  د سولې او امنیت په نامه  کوم شی  شتون نلري. پدې هیوادونو کې  د روانو وینو، جګړه، وروروژنو، اوښکو، کډوالۍ، فقر، نابودۍ، بې عدالتۍ، خرابې حکومتوالۍ، ترهګرۍ  او نشه يي توکو قاچاق  پرته بل څه نه لیدل کیږي. پدې هیوادونو کې په میلیونونو تنو  بې ګناه انسانانو ژوند د لاسه ورکړی دی.

په ایران د احتمالي مداخلې پایلې.

هو  نن ورځ  امریکا کیدای شي چې امریکا  پر ایران لاسی بری وي  او وغواړي چې  د حالاتو د لا ترینګولو  سره  په ایران خپل شرطونه  قبول کړي. همداشان  امریکا ددینه مخکې هم  په کراتو دیته ورته  ګامونه  اوچت کړي دي. کیدای شي چې  جګړه ونشي. زمونږ او د نړۍ یواځنۍ غوښتنه او هیله هم  همدا ده چې دا مسئله په جګړې بدله نشي. خو له بده مرغه چې نن ورځ  په یو داسې نړۍ کې  ژوند کوو چې  په ټولټاکنو کې ماتې ته  په یوې جګړه کې د ماتې خوړولو نه  ډیر زیات اهمیت ورکوي. د همدې امله  ددې احتمال هم  شتون لري چې  جګړه هم  رامنځته شي.

په منځني ختیځ کې  د نورو هیوادونو نه وروسته  ایران په ثاني سوریې بدلیدل  به  ډیرې  او ډیرې وخیمې پایلې ولري. ځکه چې خدای مکړه  که چیرې داسې کوم  پرمختګ رامنځته شي دا به د سیمې لپاره ستر فلاکت وي. یعنې ددینه وروسته به هیڅکله هم  حالات د پخوا په څیر  نشي. یعنې په منځني ختيځ کې  د سولې ، امنیت او استقرار په خاطر  وروستۍ  هیلې او امیدونه به هم  په اوبو لاهو شي. د لومړۍ نړۍوالې جګړې نه د وروسته  دورې په څیر به منځنی ختیځ  یو ځل بیا  د امپریالستو ځواکونو  په حکمدارۍ او د هغوې  د اس ځغلولو په میدان  بدل شي.

داسې یو حالات  د سوریې د مسئلې نه لا زیات په ترکیې  بدې اغیزې کوي.

په منځني ختیځ کې ټول هیوادونه په ناکامو هیوادونو بدلیدل، خلیج هیوادونه  د نورو  او امپریالستو هیوادونو په بازیچې  بدلیدل  به  په منځني ختیځ کې  د لوی اسراییل دولت  د پروژې پر وړانډې وروستي  خنډونه هم  له منځه یوسي.

په ایران د امریکا احتمالي  پوځي مداخله  او ایران په ثاني سوریې بدلیدل  پخپله امریکا ته هم  کومه ګټه نکوي. دا مسئله یواځې او یواځې  اسراییلو ته ګټه کوي. ددې مسئلې ګټوونکی  به یواځې او یواځی اسراییل وي.

نن ورځ  د امریکا  او اسراییلو سره په ګډه حرکت کوونکي  د خلیج ځیني هیوادونه چې حتا  د ایران په مقابل کې  امریکا  او اسراییلو تحریکوي  پدې نه پوهیږي چې که چیرې ایران تهدید له منځه ولاړ شي  سبا به  پر دوی  څه راځي. ایا  دوی  به بیا  د نن په څیر  په ازاده توګه د کوم تصمیم نیولو  صلاحیت ولري؟  ایا  دا  لوی ښاماران  دوې په ارامه  پریږدي؟ نه هیڅکله هم  نه. دوی به د هر چا نه مخکې  د امریکا او اسراییلو په منګولو کې  ګیر  پاتې شي.

ترکیه څه کولای شي؟

ترکیه  پدې خبره  ډیر ښه پوهیږي چې  د سیمې ستونزې  د نړۍوالو طاقتونو د پوځي مداخلو نه  د حل وړ ندي. دا ډول مداخلې  پرته  ددې چې د سیمې امنیت او استقرار له منځه یوسي، کینو، نفرت  او دښمنیو ته  لار پرانیزي  بله کومه ګټه نکوي. دا ډول مداخلې پرته ددې چې سیمې د ترهګرۍ په مرکزونو او ځالو بدلې کړي بله کومه ګټه نکوي. ترکیه پدې برخه کې د کافي تجربې خاوند هیواد دی. د همدې امله ترکیه  تل هڅه کوي چې د عدالت پر بڼسټ ولاړ سیاستونه غوره کړي.

د مصر ، سوریې، ایران او عراق پر وړاندې  د ترکیې لخوا غوره شوي سیاستونه  ددې خبرې ښکاره بیلګه ده.

همداشان  ترکیه  ددې چلند او سیاستونو سربیره  په سیمه کې  د هر ډول  جګړې چې پخپله په ترکیې هم  ډیرې منفي  اغیزې کوي او حتا کیدای شي چې د بفاء ستونزه  رامنځته کړي  د ډیپلوماسۍ  له لارې د حل په خاطر  د خپل وس او توانه پورې هڅه کوي. ترکیه  د اروپايي هیوادونو، چین، روسیې، خلیج هیوادونو او پخپله  د امریکا او ایران سره  د مخامخو لیدونو سره  کیدای شي چې د سوله ایزو لارو څخه ددې ستونزې حل لپاره  مناسب لار پیدا کړي. یا  ددې بهیر سره  مرسته وکړي.

ترکیې ددېنه مخکې د برازیل سره  په ګډه د ایران د لاسلیک شوي تړون  بڼسټ جوړ کړی وو.

همداشان د روسیې سره  د مذاکراتو  په پایله کې په سوریه کې د میلیونونو تنو بې ګناه انسانانو ژوند  ژغورلی دی  او نورو سیمو ته يي د هغوې د کډه کیدو مخنیوی کړی دی.

ترکیې  د بالکان هیوادونو نه نیولې تر افریقا، افغانستانه پورې د نړۍ په لویې جغرافیه کې تل د سولې د هلو ځلو نه ملاتړ کړی دی.

دا چې نن ورځ  ترکیه د اسلامي همکاریو د سازمان د تشکیلاتو موقتي مشرۍ هم په غاړه لري کیدای شي چې د ایران او امریکا ترمنځه د روانې  ستونزې  ، اخوډب  او احتمالي  جګړې د مخنیوي په خاطر  د هر ډول هلو ځلو نه کار واخلي.   

 

 



اړوند خبرونه