د ترکیې تجربه : د خراسان لار.

د ترکیې تجربه : د خراسان لار.

د ترکیې تجربه : د خراسان لار.

 

د یو انسان لپاره چې ژوند ته  تل  خوشبینه وي او هر څه ته له دې پنجرې  ګوري  د منفي  او بدبینه  لیکنې  هیڅ کوم اسان  کار ندی.

ما ډیر زیات  غوښتل چې تاسې ته د سولې، ثبات او امن یوې نړۍ نه  چې پکې تل د ازادۍ  سندرې ویل کیږي  او د جګړې او هر ډول ناخوالو نه  د لرې او پاکې د ورورولۍ  نه د ډکې یو نړۍ په اړه  بحث کړی وو خو له بده مرغه چې  زمونږ  هره غوښتنه نه پوره کیږي.

د انقرې ییلدرم بایزید پوهنتون د سیاسي علومو د فاکولتې رئیس  پروفیسور ډاکټر قدرت بلبل د مسئلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

له بده مرغه چې  د امریکا، روسیې او چین  په څیر  د نړۍ   د سوپر طاقتونو د رقابتونو  له امله  نړۍ د یوې نه بلې ورځې ته  لا زیات  ناامنه کیږي  او د جګړو پر لورې  روانه ده.

همداشان  د نړۍوالو اکټورانو او سوپر طاقتونو سربیره  ځینې  کسان په انفرادي توګه د سازمان دهي  شوو  ترهګریو سره د بشریت په کورنۍ کې  پر مونږ د ژوند حلقه  تنګه کړې  او ژودن يي تریخ کړی دی.

لویدیځوال هیوادونه په تلو تلو کې  د دویمې نړۍوالې جګړې نه د مخکې دورې پر لورې  روان دي. په نړۍ کې د مختلفو دینونو د لارویانو  پرخلاف مرګوني بریدونه،  د داعش د وحشت نه ډک  ذهنیت، د  نوي زیلاند او سريلانکا  پیښې  ، ترانتیزم او انجلیزم  په څیر  پرمختګتونو ته په کتو سره  د انسان  نړۍ  تورتم  کیږي.

ددې پرمختګونو پر وړاندې چې  د هرې ورځې په تیریدو سره  زمونږ  روښانه نړۍ په تورتم  بدلوي  هم  اسلامي نړۍ او هم  نړۍواله ټولنې  نه  خلک  د سولې او سلامتیا په فضا کې په ګډه  د ژوند کولو ته د رابلنې په لاره کې  د ډیرې نرمې ژبې  او ښه چلند غوره کولو ته  جدي اړتیا لرو.

په ټولو برخو کې خو په ځانګړې توګه  په دیني برخو کې که چیرې  د زړه له تله  او په واقعیت سره  کثرت پزیرۍ ته  اهمیت  ورکړو  ایا دا مسئله به د بشریت د نړۍ  ډیرې زیاتې ستونزې حل نکړي؟

انسانان  د ځان په څیر  د نورو  انسانانو سره  لا زیاته مینه کولی شي. پرته  ددې چې  هغه دین، رنګ، پوستی، مذهب په نظر کې ونیسي. پداسې حال کې چې  مینه ، محبت، صمیمت او ورورولي  شتون ولري ولې یو د یو بل د تجریدولو ، په بل ډول د کتلو  او دښمنیو  هڅې کوو؟

که چیرې نورو  توکومو، قومونو، ملتونو، دینونو او مذهبونو  غړیو ته  د تهدید او ګواښ پر ځای  هغوې ته د یو فرصت، بډاینې، حسن نیت په سترګه وګورو  ایا دا به د سولې او ثبات نه  بل څه رامنځته کړي؟

که چیرې  یواځې د اخیستو پر ځای  د زړه له تله  ویشلو ته هم  توجه وکړو ایا دا به  خوښي او استقرار رامنځته نکړي؟

ایا نورو ته تحقیر نه کول، یوه ژبه ، دین، قوم، رنګ، آډیالوژي  او فکر په بل باندې  لوړ نه بلل  په ګډه د ژوند کولو اساس  ندی؟

په اصل کې  دا ټول  نړۍوال ارزښتونه دي چې  مونږ  پرې نن ورځ  سترګې پټې کړي دي. په خوله  ترینه بحث او یادونه کوو خو عمل پرې نه کوو.

لکه څرنګه چې  په تیرو خپرونو مو  ذکر کړی وو چې  په یو داسې  دوره کې  ژوند کوو چې د چا خبره  ټول ارزښتونه پکې  قتل شوي دي  او له منځه  تللي دي.

پخوا او په تیرو وختونو کې  که چیرې  بعضې  بې اصولي  او د اساساتو نه به خپه اړول کیده  خو  ټول به  په یو چوکاټ کې  ترسره کیدل  او یا  پوخ  به ورته  جوړیده. خو له بده مرغه چې نن ورځ  په ډیره ښکاره توګه  او د ټولې نړۍ د سترګو پر وړاندې هر ډول  ارزښتونه  د خپو لانډې  کیږي.

د بله پلوه  په سمبولیکه  توګه هم  که وي  بعضې تړونونه او د نړۍوالو ټولنو  حکمونه او پریکړې  یواځې د کاغذ پر مخ  پاتې کیږي.

که چیرې نن ورځ نړۍ ته وګورو د هرې ورځې ډیرې  نښتې او جګړې، تندلاري او افراطیت، تجرید او فشارونه  تر سترګو کیږي.

ښه  دلته  یوه پوښتنه  پیدا کیږي چې ایا زمونږ اصلي  ارزښتونه  د بیان پرته  د اخلاقي پلوه ترینه  د تاریخ په اوږدو کې  ملاتړ شوی دی؟

  که چیرې دې مسئلې ته  زمونږ  د  مدنیت  پلوه  کتنه وکړو هو تل ترینه ملاتړ شوی دی.

د خراسان سیمې نه نړۍ ته  د خپور شوي درک، فهم، مفکورې او پيغامونو نه  د بیلګې په توګه یادونه کولی شو.

د خراسان  د سیمې نه  ټولې نړۍ ته  خپور شوی  تفکر، درک او فهم  په اصل کې  هغه ارزښتونه چې  مونږ  ترینه  یادونه کړې او یا هم  د ذکر نه پاتې شوي دي د اخلاقي پلوه  پلوه ملاتړ  شوی دی.

غواړم  چې  دې مسئلې د خراسان د لارې نوم  ورکړم. راځۍ چې لومړی د خراسان  سیمې ته لنډه کتنه وکړو چې چیرته  موقعیت لري. خراسان  د افغانستان ، ایران تاجکستان، قیرغیزستان، قزاقستان او اوزبیکستان  هم  ځینې برخو په شمول  دا لویه سیمه  ده.  خراسان د هغه سیمې  نوم  دی چې  د مروې، هرات، نیشاپور، بلخ، بخارا او  سمرقند  تاریخي  ښارونو  پکې موقعیت لري. دا هغه سیمه  ده  چې  د خواجه احمد یساوي، شاه نقشبندي، مولانا جلال الدین رومي، حاجي بایرم  ولي، حاجي بکتاش ولي  او داسې  یو زیات شمیر  د تصوف  او  ځانګړې  مفکورې او تفکر  خاوندان مفکوره  او لاره يي  ټولې نړۍ ته  رسولی دی. همداشان  د اخي ایوران ، یونس عمره، ساري سالتوک، سومونجو بابا، ګل بابا په څیر  شخصیتونو بیا  دا لاره   تعقیب کړې ده .

ددې کسانو  تر ټولو اساسي ځانګړتیا  داده چې  د اسلامي مدنیت  نړۍوال پیغامونه يي چې کله  نړۍ ته  رسولي دي  هیڅکله يي هم  څوک تجرید کړي ندي، چاته  يي په سپکه سترګه ګټلي ندي، په نورو يي ځان  لوړ  بللی ندی  . تل يي دیني، کولتوري ټولنیز  کثرت  په نظر کې نیولی دی.

نوموړو  کسانو  هغه ارزښتونه  نن ورځ د نړۍوالو ارزښتونو په توګه یادیږي یواځې  د هغه  نه په خولې  یادونه نده کړې بلکې لومړی  په خپل ژوند کې  عملي کړي دي  او وروسته يي نورو ته  بیا  بیان کړي دي.

د همدې امله  پداسې حال کې چې په لویديځ کې  د نورو دینونو لارویان  او پلویان  د خپو لاندې کیدل  او حقونو يي ترینه اخیستل کیدل  د عثماني امپراتورۍ تر حاکمیت لاندې په سیمو کې د ټولو دینونو لارویانو  په ډیره  ازاده  توګه  د خپلو عقیدو سره ژوند کولو.

خو له بده مرغه چې نن  ورځ  د نړۍ په لویه برخه کې  د ارزښتونو په نامه  څه  وجود نلري.

د خراسان  د لارې   ۷ اساسي  قواعد مولانا جلال الدین  رومي  په لاندې ډول  بیان کړي دي.

مولانا ویلي دي چې په سخاوت او مرسته کې  د روانو اوبو په څیر  اوسئ.

په شفقت او مرحمت کې  د لمر  په څیر  شئ.

د نورو د عیبونو په پټولو کې  د شپې په څیر شئ.

د عصبانیت  او شدت په وخت کې د مړو په څیر  شئ.

په تواضع  او فروتنۍ کې  د خاورې په څیر  اوسئ.

په حسن نیت کې  د سمندر په څیر  اوسئ.

یا  څرنګه  چې یاست  همداسې شئ او یا څرنګه چې ښکارۍ هماغسې شئ.

د خراسان  نه پیل شوې  او د نړۍ ګوټ ګوټ ته رسیدلې  دې مفکورې  او لارې نه د ترکیې د تجربې په توګه هم  یادونه کولی شو. که چیرې  نن ورځ  ترکیې ته  دقت وکړو  بلکې په نړۍ کې یواځنی  هیواد دی چې  دې ستونزو ته  د حل لار پیدا کولی شي.

دا ځکه چې  نن ورځ په نړۍ کې یو داسې د شر نظام  حاکم  دی چې  د خپلو ګټو او منافعو په خاطر هر ډول معقول  شیان  محکموي او تندلارۍ، افراطیت  او هر ډول  بې عدالتیو ته لمن وهي. خو  ددې ډول  اعمالو عمر  تل  ډیر لنډ وي.

خو  د خراسان نه پیل او نړۍ ته  خپرو شوو ارزښتونو  عمر  بیا کله هم نه پوره کیږي. دا ډول  ارزښتونه تل پاتې وي.

 

 



اړوند خبرونه