ددې اونۍ په خپرونه کې هم  د تیرې اونۍ په تعقیب سره بحث ته دوام ورکوو.

د اوزبیکستان یادښتونه

1197843
ددې اونۍ په خپرونه کې هم  د تیرې اونۍ په تعقیب سره بحث ته دوام ورکوو.

 

لکه څرنګه چې پوهیږۍ  په ۱۵ او ۱۶ مو پیړیو کې په اوزبیکستان کې  د علم، تعلیم، کولتور او مدنیت په برخو کې  ډیر مهم  پرمختګونه  رامنځته شوي دي  خو  له بده مرغه چې  دې لړۍ دوام  ندی کړی. دلته د ټولو سره  پوښتنه پیدا کیږي چې ایا ولې دې لړۍ  دوام  ندی کړی؟ ولې  په وروسته پيړیو کې  د ترک او اسلام نړۍ  ددې روښانه ذهنیت نه  ډیره  لرې شوې ده؟

د انقرې د ییلدرم بایزید پوهنتون د سیاسي علومو د فاکولتې رئیس پروفیسور ډاکټر قدرت بلبل د مسئلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

علم، تاریخ ، سیاست او یا د سیاسي استقرار  اهمیت :

امیر تیمور د اوزبیکستان لپاره ډیر زیات اهمیت لري. اوزبیکستان  د تیمور د هیواد په توګه  مشهور  دی.

امیر تیمور  د خپلې حکمرانۍ  په دوران کې  یو زیات شمیر عالمان او  پوهان اوزبیکستان ته  بلنه ورکړې وه.

نن ورځ  په بخارا  او سمرقند ښارونو کې چې کوم  تاریخي  اثار  لیدل کیږي ټول د امیر تیمور په دوره کې جوړ شوي دي.

د همدې امله د اوزبیکستان لومړي ولسمشر اسلام کریموف  تل  په خپلو چارو نه بلکې  د امیر تیمور په دوره کې  په جوړو شوو اثارو  افتخار کولو.

د امیر تیمور په دوره کې  د هغه د دولت  پولې  د ایزمیر نه  تر هندوستانه پورې غځیدلې وې. تیمور د یو پلو نه  عثماني دولت  د ډیر جدي  بحران سره  د مخامخولو  هڅه کوله  او د بله پلوه  يي  التن اردو  یا د سروزور اردو  له منځه یوړه . خو دا چې  د تیمور  دولت  پدې  اندازه لویې جغرافیې  د اداره کولو په خاطر  د ادارې میکانیزم شتون  نه درلود  په ۱۴۰۵ میلادي کال کې  د امیر تیمور  د مړینې  له امله د هغه دولت په پاشیدو  پیل وشو.

ددې په مقابل کې  عثماني دولت  په ډیره کمه  موده کې بیرته  ځان  راټول کړ او  ودې  او پرمختګ ته  دوام  ورکړ. خو  د امیر تیمور لخوا  له منځه وړل شوې  د التن اردو یا د سروزرو د اردو  تشې  د روسانو لخوا ډکې کړې شوې. د هغوې تر کنټرول لاندې سیمې  روسانو ونیولې.

د همدې امله په امیر  تیمور نیوکې کیږي چې  د التن اردو یا سروزرو د اردو  د لمنځه وړو سره  روسانو ته  دا فرصت  ورکړ چې  دا سیمې  ونیسي. یعنې په سیمه کې د روسانو قوت  او ځواکمنتیا ته  لار هواره کړې ده .

سره ددې چې په اوربیکستان کې  د امیر تیمور  په دوره کې  د علم ، پوهې او تعلیم  په برخه کې ډیر زیات  ستر ستر ګامونه اوچت شوي دي خو له بده مرغه چې  دا ګامونه یواځې  د هغه په دوره کې  اوچت شوي دي. وروسته  بیا  ګامونو  تداوم  ندی کړی.

ددې خبرې مهم لامل  سیاسي استقرار دی. که چیرې په کوم هیواد او سیمه کې  سیاسي استقرار شتون ونلري هلته  علم، هنر، کولتور، فرهنګ او مدنیت  هم  وده نکوي. وده يي تل پاتې  نوي. ددې خبرې  ښکاره مثال  د تیمور لمسی  اولوغ بای  د ژوند کیسه ده.

د ویلو ده چې  د اولوغ بای  د پاچاهۍ  په دوره کې سره ددې چې  پخپله  یو ستر عالم وو او ستورپوه وو  خو د هغه زوی  د هغه په مقابل کې  بغاوت  وکړ. کله چې د زوی په مقابل کې ماتې سره مخامخیږي هغه ته تسلمیږي. هغه ته وايي چې د تخت  د چارو نه لاس په سر کیږي او غواړي چې  حج ته  لاړ شي. اجازه ورکول کیږي خو د سمر قند نه د وتو سره سم  د خپل زوی  په امر  وژل کیږي. همداشان  څو میاشتې وروسته زوی هم  د هغه د عسکرو لخوا وژل کیږي.

پدې اندازه  ناڅرګندۍ  او بې باورۍ کې البته چې هیڅ شی  دوامداره  وده نکوي.

ددې هیواد  اصلي لامل سیاسي استقرار دی.

د ویلو ده چې  په اوزبیکستان کې  تل اهل سنت  علماو ته  ډیر زیات  اهمیت ورکړ شوی دی. خو بیا هم  چیرته چې  قوي  دولت نوي  بل هیڅ شی  وده نکوي.

همداشان  د عثماني دولت د ودې  یواځنی  لامل  د قوي دولت  او ادارو شتوالی  او سیاسي  استقرار وو.

د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان :

د ویلو ده چې  اوزبیکستان  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د ستر تهدید په اړه  د ترکیې نه مخکې  پوه شوی وو. اوزبیکستان  په ۱۹۹۹ کال کې  په خپل هیواد کې د فتح  الله ګولن ترهګریز سازمان  اړوند ټول ښوونځي  وتړل. د ښوونځیو  ښوونکي  د جاسوسۍ  په تور د هیواد نه وشړل.

د ویلو ده چې  داسې  ګونګوسې شتون لري چې  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان  په ۲۰۱۶ کال کې  په ترکیه کې د کودتا د ترسره کولو نه مخکې لومړی په اوزبیکستان کې  د کودتا هڅه کړې وه  خو ناکامه شوې وه.

فتح الله ګولن ترهګریز سازمان  د ترکیې او اوزبیکستان  ترمنځه اړیکو ته  دومره  ضرر  او زیان  رسولی وو چې  تلافي  ګرانه  وه. کله چې مونږ  اوزبیکستان ته  سفر کړ  او هلته مو  هر څه په سترګو ولیدل  پدې خبرې  لا ښه  پوه شو.

بخاري ، شاه نقشبندي:

پرته  د شکه چې د اوزبیکستان  په اړه د یوې مقالې او لیکنې په لیکولو کې  د بخارا او نقشبندي نه  بحث نه کول  ناممکنه خبره ده.

پدې اړه به په راتلوونکي  لیکنه کې یادونه وکړو.

ترکي ژبه  او ترکي نړۍ:

د ترکي ژبو دولتونو ترمنځه اړیکې جوړول  او همغږي په اصل کې دومره ګرانه خبره نده. درې  اساسي ګامونه شتون لري  چې  کولای شي مونږ  د یو بل د حال نه په ډیره  اسانه توګه خبر کړي.

لومړی  په الفابې کې لاتینو تورو  ته  اوښتل  دي. اوزبیکستان  په اصل کې لاتینو تورو ته د اوښتو په درشل کې قرار لري. همداشان قزاقستان او اذربایجان هم . خو نن هم  پدې هیوادونو کې  کریل تورو نه کار اخیستل کیږي. ځکه کله چې  دا هیوادونه ټول لاتین  تورو  ته واوړي  د یو بل  په لیکولو متنونو پوهیدل به اسانه شي.

دویم د سلوکلونو مخکې  کلمې  باید  لا زیات  وکارول شي. په وروستۍ پیړۍ کې  د ترکیې ترکان  د انګلیسي  او فرانسوي  ژبو نه اغیزمن شوي دي خو  دا نور هیوادونه بیا د روسي ژبې  تر اغیزو لاندې راغلي دي.

که چیرې مونږ  ټول  په ګډه د خپلو نیکونو  په ژبه  خبرې وکړو  دا به  زمونږ ترمنځه  د یو بل  په ژبې پوهیدو ته  زمینه برابره کړي.

پروفیسور  بلبل وايي کله چې مې په اوزبیکستان کې د محسنو کسانو سره  خبرې کولې او یا د هغوې جامې  او پوښاک  زمونږ  نیکونو سره  دومره  یو شان دي چې د خپلو نیکونو تسل مې پرې وشو.

داسې احساس مې وکړ لکه  چې د هغوې سره  مې  ملاقات شوی وي.

بله مهمه  خبره داده چې  د ترکیې ترکي ژبه  چې څه ډول لیکل کیږي په همدې شان  لوستل کیږي. دې مسئلې  ژبه ډیر اسانه کړې ده . که چیرې  د نورو ترکي ژبې هیوادونو چارواکي هم  ورته اقدام وکړي  دا به زمونږ  ترمنځه  هر څه لا نږدې کړي. مونږ به یو بل ته لا نږدې کړي. که چیرې اوس  په زړې ترکي ژبې سره  لږ هم  اشنايي ولرۍ  افهام او تفهیم پرې  ډیر  مشکل  کار ندی.

پروفیسور  بلبل  وايي  په اوزبیکستان کې  د هر چا سره  په لیدنه کې هغوې یوه غوښتنه لرله  چې  هغه هم  په اوزبیکستان کې د ترکي پوهنتونونو لخوا د څانګې پرانیستل دي.

په روسیه کې   ۱۵۰  روسي ژبې پوهنتونونه  شتون لري. همداشان  لویدیځو هیوادونو هم  پدې هیواد کې د څانګو په پرانیستو پیل کړی دی.

زمونږ  پوهنتونونه  چې  په اوزبیکستان کې د څانګو د پرانیستو په مخکې هر خنډ  ولري هغه باید  سمدلاسه  له منځه یوسي.

هر څه ژر  باید په اوزبیکستان کې  د څانګو د پرانیستو په خاطر لاس په اقدام  شي.

لویدیځو هیوادونو پدې برخه کې ډیر کار کړی دی  مونږ هم  باید  چارې ګړندۍ کړو.

د ویلو ده چې  کله چې سړی اوزبیکستان ته ګوري  انسان داسې ګمان کوي چې  په دویمې ترکیه کې دی. همداشان ترکیه هم  دویم  اوزبیکستان دی.

پروفیسور  بلبل وايي چې  اوزبیکستان ته  د سفر نه مخې  په پوهنتون کې د اوزبیک  محصلینو سره  غونډه کړې وه. د هغوې  نظر مې پوښتلی وو. هغوې  پدې فکر دي چې ترکیه  د ختیځ نه  لویدیځ لورې ته  ډیره  خویدلې ده. لویدیځ ته  ډیر زیات ارزښت ورکوي. ختیځ يي په هیڅ شمیرلی  دی.

خو  د اوزبیکستان نه  د لیدنې او هیواد ته د راستنیدو نه وروسته  پدې خبره  ډیر ښه پوه شوم. د هر څه نه مخکې  که چیرې  د ترکيې  مډیا ته  لنډه کتنه وکړو  د ترکي نړۍ په اړه  خبرونو ته  ډیر زیات  ځای نه ورکوي. د ترکي نړۍ نه  ډیر زیات بحث نکوي.

د سپورت، هنر او ادبیاتو په پروګرامونو کې  ترکي نړۍ نه خبرونو ته د چا خبره  هیڅ ځای نه ورکول کیږي.

لومړی د ځان نه باید پوښتنه وکړو . په کومه اندازه چې د لویديځې نړۍ  لوبغاړي، هنرمندان  او سینمايي لوبغاړي  پیژنو او په اړه يي معلومات لرو ایا  د ترکي او اسلامي نړۍ  د هنرمندانو، سپورت لوبغاړو  او ادبیات پوهانو په اړه هم  معلومات لرو.

پداسې حال کې چې  د ترکیې په دجیتل  تلویزیوني کانالونو کې لویدیځوال  کانالونه شتون لري  ایا پدې اندازه  ترکي کانالونه هم  ځای لري.

دا خبره په اصل کې انسان خواشینی کوي. ډیر  اسانه  او ساده  مسئلې  شتون لري چې  ترک او اسلامي نړۍ  د یو بل سره  نږدې کوي. د مثال په توګه  که چیري د ترکي او اسلامي هیوادونو ترمنځه   فوټبال  د اتلولیو لیګونو  مسابقې  جوړې شي  دا خبره به  زمونږ  ترمنځه  واټن  له منځه یوسي. همداشان  که چیرې د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو د سازمان د غړیو هیوادونو ترمنځه  ورته اقدام  ترسره شي  دا به مونږ یو بل ته ډیر نږدې کړي. د یو بل په اړه به مو  معلوماتو د ډیرولو سره مرسته وکړي.

که چیرې  زمونږ په خپله ذهني نړۍ کې یواځې لویدیځې نړۍ ته  ځای ورکړو دا د هر څه نه مخکې ترکیې ته زیان رسوي. یو داسې ترکیه چې د خپلو تاریخي  ریښو نه  لرې شوي  او پرې شوي دي  ډیر څه د لاسه ورکوي. که چیرې داسې یوه ترکیه  د اروپايي ټولنې غړیتوب هم  ترلاسه کړي  د یو معمولي هیواد په توګه به ورسره  چلند وشي. ترکیه چې نن ورځ په کومه اندازه  د لویدیځ سره  د اړیکې لري  که چیرې په همدې اندازه  ترک او اسلام نړۍ سره هم  خپلې اړیکې قوي کړي  او په خپله اجندا کې  دوې ته هم  ځای ورکړي  دا به ترکیه لا قوي او غښتلې کړي.



اړوند خبرونه