د سریلانکا ترانتیزم :

د سریلانکا قتل عام

1189152
د سریلانکا ترانتیزم :

 

روانه اوونۍ  مو  یو ځل بیا  د یو ترهګریز  برید  او ستر قتل عام د خبر د ترلاسه کولو سره  پيل کړه. ترهګرو داځل  په سریلانکا کې  په سلګونو تنه  په قتل ورسول. د تیرې یکشنبې پر ورځ  د سریلانکا په پلازمینه  کلمبو  او دریو نورو  ښارونو کې  په دریو کلیساګانو او دریو  لوکسو هوټلونو  په ګډون  جمعآ  ۹ بریدونه وشو. پدې بریدونو کې  څه باندې ۳۵۰ تنه مړه  او څه باندې  ۵۰۰ تنه  نور ټپيان شوي دي.

د انقرې د ییلدرم بایزید پوهنتون د سیاسي علومو د فاکولتې رئیس پروفیسور ډاکټر قدرت بلبل د مسئلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

سریلانکا او کورنۍ جګړې :

په سریلانکا کې  د نوموړو بریدونو د نوموړي هیواد  خلک  ډیر زیات خواشیني او دردولي دي. د همدې امله  باید  د سریلانکا د خلکو سره  خواخوږي  او غمشریکي وشي.

د ویلو ده چې  د سریلانکا په بریدونو کې  نږدې ۳۶ تنو بهرنیو وګړو هم  ژوند د لاسه ورکړی دی. ددې بهرنیو وګړو په منځ کې د ترکیې نه نیولې تر امریکا، د انګلستان نه نیولې تر هندوستان او ډنمارکه پورې د نړۍ د یو زیات شمیر هیوادونو وګړي شتون لري. پدې بریدونو کې د مسیحیانو سربیره  یو زیات شمیر  مسلمانانو ته هم  مرګ ژوبله اوښتې ده.

په سریلانکا کې د نوموړو دردونکو  بریدونو نه وروسته حکومت ګرځبند اعلان کړ. همداشان د ټولنیزې مډیا  فعالیت يي  ودرو.

د سریلانکا چې په سویلي اسیا کې په یو ټاپو کې  موقعیت لري  شاوخوا ۲۲ میلیونه تنه نفوس لري. ددې هیواد ۷۰ سلنه نفوس بودیستان، ۱۲ سلنه هندوان ، ۹ سلنه مسلمانان او ۶ سلنه  د کاتولیکو مسیحیانو نه  تشکیل شوی دی.

په سریلانکا کې  د ۱۹۸۳ او ۲۰۰۹ کلونو ترمنځه  د بودیستانو  او هندو تامیلیانو ترمنځه  کورنۍ جګړه شوې ده . پدې هیواد کې دا کورنۍ جګړه  په ۲۰۰۹ کال کې د حکومت لخوا د فوق العاده حالت د اعلانولو سره  پایته ورسیده.

د سریلانکا چارواکیو  په پیل کې  ددې بریدونو پړه  په هیواد کې په اورپکو  ډلو  اچولې وه  خو  د برید نه دوه ورځې وروسته  د برید مسئولیت  د داعش ترهګرې ډلې په غاړه واخیست.

د ویلو ده چې په سریلانکا کې  وخت نا وخته  د بودیستانو لخوا د مسلمانانو او مسیحیانو پر خلاف بریدونه کیږي. د ویلو ده  چې پدې هیواد کې  په تیرو څو کلونو کې  ۲۶ ځله  بودیستانو په کلیساګانو بریدونه کړي دي. ویل کیږي په ۲۰۱۳ کال کې په نوموړي هیواد کې د بودیستانو په بریدونو کې  ۴۰ تنه مسلمانانو ژوند  د لاسه ورکړی وو.

د نړۍ غبرګونونه :

د ویلو ده  چې نږدې  یو میاشت مخکې  په نوي زیلاند کې  په دوو جوماتونو  د جمعې د لمانځه پر مهال  ورته  خونړي بریدونه وشول. د یو زیات شمیر هیوادونو  مشرانو  چې  د چا خبره  د نوي زیلاند  د برید په اړه يي  یوه کلمه هم  نوه کارولې  او چا خبره  ګونګ  شوو  مشرانو  د سریلانکا  بریدونه بیا په ډیرو کلکو ټکو وغندل. د نوموړو بریدونو په اړه يي  ډیر سخت غبرګون وښود. لکه څرنګه چې باید لازم  وی په هماغه شان يي  غبرګونونه  وښودل.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  دا بریدونه په ډیرو کلکو او تندو الفاظو وغندل. ولسمشر اردوغان د سریلانکا د بریدونو نه د ټول بشریت  پر خلاف د ترسره شوو بریدونو په توګه یادونه وکړه او د ترهګرۍ پر خلاف په مبارزه کې په نړۍوالې همکارۍ ټینګار وکړ.

ولسمشر اردوغان  د سریلانکا  د بریدونو په اړه  ویلي وو چې « دا بریدونه  په ډیره کلکو الفاظو  غندم. په ځانګړې توګه  د پاسکالیا د اختر پر لمانځونکو  ترسره شوي دا بریدونه په اصل کې په ټول بشریت ترسره شوي بریدونه دي. دې باربرو بریدونو  دا ښکاره کړه چې  د هر ډول ترهګرۍ پر خلاف مبارزه  الزم  ده. د بشریت او نړۍوالې سولې  دښمنانو  دې ترهګرو پر خلاف په مبارزه کې د سریلانکا سره همغږي یو .»

د سریلانکا تارنتیزم :

د ویلو ده چې نږدې  یوه میاشت مخکې په نوي زیلاند کې  د جمعې پر ورځ  د جمعې د لمانځه پر مهال  په دوو جوماتونو  کې پر مسلمانانو  خونړي بریدونه وشول. په جوماتونو کې د مسلمانانو قتل عام وشو  خو  د نوي زیلاند د پیښې نه  لا یوه میاشت نوه  تیره شوې چې  ترهګرو  داځل  په سریلانکا کې  د پاسکالیا د اختر د لمانځنو پر ورځ  په کلیساګانو او لوکسو هوټلونو  بریدونه وشول.

لکه څرنګه چې پوهیږۍ په نوي زیلاند کې  د مسلمانانو قتل عام  د یو تن سپین پوستي  توکم پاله  افراطي  لخوا  ترسره شول. د نوي زیلاند برید کوونکي  د برید نه مخکې  یوه اعلامیه خپره کړې وه.هغه  پدې اعلامیه کې هر څه په ډاګه کړي وو. د همدې امله مونږ  دې برید ته  د ترانتیزم  اصطلاح  وکاروله. پداسې حال کې چې د دولت توکم پالنې او افراطیت  ته د فاشیزم ، د ملیت توکم پالنې  ته  نازیزم او د دیني توکم پالنې ته  صهیونیزم  وایو د نوي زیلاند  برید ته هم  مونږ  د ترانتیزم نوم ورکړ. دا چې  د سریلانکا  بریدونه د چا لخوا ترسره شوي  دي  او د هغوې زهنیت څه  دی  خو  اصلي خبره داده چې د ترانت سره  د عینې مفکورې خاوند  دی.

د همدې امله  دواړه بریدونه باید په ډیره  کلکه توګه وغندل شي او عاملینو ته يي تر ټولو سخته  سزا ورکړل شي.

د ویلو ده  چې  په ننۍ پیړۍ کې  ځینې د اسلام، ځینې د مسیحیت،ځینې د یهودیت، ځینې د بودیزم، ځینو د سکولریزم او ځینې بیا د نورو دینونو ، عقیدو او لارو  په خاطر  ترهګریز بریدونه کوي. پرته د شکه چې  ترهګرۍ په برخه کې هیڅډول معذرت د منلو وړ ندی.

دا بریدونه  پداسې حال کې مخ په ډیریدو دي چې په نړۍ کې هم  د هرې ورځې په تیریدو سره  د بې عدالتۍ کچه  ډیره زیاته لوړه شوې ده. هو دا هم  حقیقت دی که چیرې مطلق عدالت تامین هم  شي  بیا هم  یو زیات شمیر مغرض  انسانان شته چې دا ډول  عام وژنو  ته  مخه وکړي.

خو  د ترهګرۍ  د لمنځه وړو  او یا هم  د کچې  د راټیټولو یواځنۍ  لاره هم د عدالت تامین  دی.

داسې  عدالت  چې د هر څه نه مخکې  د انسانانو  افراطیت مخه ونیسي.

د اولیفور روی  هغه  جمله چې ویلي دي  اسلام افراطي کیږي نه بلکې  افراطیان ځانته د اسلام بڼه ورکوي  ډیره  پر ځای خبره ده. که چیرې وروستیو  بریدونو  او پيښو ته  وګورو دا خبره  سل په سلو کې صدق کوي. په نړۍ کې  په کومه کچه چې انسانان  تند لارۍ او افراطیت ته مخه کوي په هماغه اندازه  خپلو کړنو ته د مشروعیت  ورکولو په خاطر  هڅه کوي چې  د یو دین  پوټکی  واغوندي. ځان  د مختلفو دینونو او یا  مفکورو لاروي وښايي.

مونږ  باید  په نړۍواله کچه  د عدالت د تامین سره  د افراطیت  ریښې  وچې وکړو. داسې عدالت تامین کړو چې  یو  بې ګناه  انسان  د ترهګرو فریب ونه غوري  او  د هغوې په دام کې ګیر پاتې نشي . د ترهګرو  هغه بهانې  چې  نن يي په وسیله پر بې ګناه  انسانانو  ترهګریز بریدونه کوي او هغوې  د خپلو چټلو کړنو  الې ګرځوي  مخه ونیسو.

مونږ  باید  دېته فرصت ونکړو چې  افراطیت ته د اسلام، مسیحیت، یهودیت، بودیزم او یا بل دین او مفکورې  نوم  ورکړ شي.

که چیرې  په نړۍواله کچه  د عدالت د تامین په خاطر  هڅه او کوښښ ونشي  نړۍ به د یوې ورځې نه بلې ته  لا ناامنه  شي. نن ورځ په نړۍ کې  تر هر وخت  ډیر  د بې عدالتۍ  او ظلمونو شاهدي کوو. ددې په مقابل کې د انسانانو  د زغم  کچه  په چټکۍ سره  د راغورځیدو  په حال کې ده.

د ویلو ده چې  په امریکا کې د سپټمبر د ۱۱مې پيښې، په ترکیه ، فرانسه، انګلستان، او یو زیات شمیر نورو اروپايي هیوادونو کې د داعش ترهګرې ډلې بریدونو، په نوي زیلاند کې پر جوماتونو بریدونو او په سریلانکا کې  په ګلیساګانو بریدونو  دا ټولو ته  ښکاره  کړه  چې هیڅوک  د ترهګرۍ نه په امن کې ندي. د ترهګرو ترمنځه  توپیر هم  نشته. ټول ترهګر  د بشریت  ګډ دښمنان  دي.

د ویلو ده چې نن ورځ  ترهګرو  د نړۍ په هر ګوټ کې  خو امریکا ، خوا اروپا او خوا  بل هیواد  وي  زمونږ  ژوند  لا زیات د ګواښونو سره  مخامخ  کړی دی. په هیڅ هیواد کې په امن کې نه یو. د همدې امله  نړۍواله ټولنه باید په یو غږ  د ترهګرو پر خلاف غږ اوچت کړي  او سخت غبرګون وښايي.

دا چې نن ورځ  ځینې  هیوادونه  او برخې  په یو زیات شمیر ترهګریزو بریدونو سترګې پټوي  او یا د خپلو ګټو او منافعو په خاطر  پرې د پردې غوړولو  هڅه کوي  دا  تر ټولو زیات  زمونږ  د ټولو  ژوند د ګواښ سره مخامخوي. دا  په اصل کې د هغوې لخوا یواځې  د نورو سره  نه بلکې د خپلو هیوادولو سره هم  ستره جفا ده. لکه  څرنګه چې مو  د خپرونې په پیل کې وویل د سریلانکا په بریدونو کې یواځې مسیحیان  او یا یواځې د سریلانکا د هیواد وګړي نه بلکې  د یو زیات شمیر نورو دینونو او هیوادونو وګړو هم  ژوند د لاسه ورکړ. د همدې امله وایو چې  ټول باید په ګډه  دا بریدونه وغندو  او پر خلاف يي  سخت غبرګون وښایو او د لمنځه وړو په خاطر يي په ګډه  کار وکړو.



اړوند خبرونه