په ترکیه کې د سیمه ایزو ټاکنو ۱۸۰ کلن تاریخ

د ورځنې د اجندا تحلیل

په ترکیه کې د سیمه ایزو ټاکنو ۱۸۰ کلن تاریخ

 

په ترکیه کې  د ۲۰۱۹ میلادي کال د مارچ په ۳۱ مه نیټه  یو ځل بیا  سیمه ایزې ټاکنې ترسر کیږي. سیاسي ګوندونه  او خپلواکه نوماندان  د ټاکنو د ګټلو په خاطر  د خپل وس او توانه پورې هلې ځلې کوي. مونږ  هم  ددې اونۍ په خپرونه کې پدې مسلې  بحث کوو. غواړو چې تاسو ته  په ترکیه کې د سیمه ایزو ټاکنو د تاریخ  په اړه معلومات درکړو.

د انقرې د ییلدرم بایزید د پوهنتون د سیاسي علومو او نړۍوالو اړیکو د فاکولتې رئیس پروفیسور ډاکټر قدرت بلبل د مسئلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

په ترکیه کې د لومړي ځل لپاره  سیمه ایزې ټاکنې  د تنظیماتو د فرمان نه یو کال وروسته  په ۱۸۴۰ میلادي کال کې ترسره شوې .

پروفیسور محمد الکان وايي  چې  په ترکیه کې د لومړي ځل لپاره سیمه ایزې ټاکنې د سیمه ایز مجلس  د غړیو د ټاکلو په خاطر  ترسره شوي دي. ددې ټاکنو یوه  بله ځانګړتیا  د دیموکراسۍ  لومړنۍ ښکلې  نمونه  او عملي ګام  وو. عثماني امپراتورۍ  د خپلې واکمنۍ لاندې  ټول  مسلمان او غیرې مسلم  وګړي  د ټولټاکنو سره  اشنا کړل. د ویلو ده چې د استانبول  شهر مناتي په ۱۸۵۵ ، د بې اوغلو  د شپږمې سیمې  ښاروالۍ هم  په همدې کال کې  تاسیس شوه. همداشان د ۱۸۶۰ کلونو نه وروسته  د عثماني  دولت تر حاکمیت لاندې په ښارونو کې  ښاروالۍ  او سیمه ایز مجلسونه  ټاکنې مروج شوې.

په عثماني دولت  کې  د سیمه ایزو ټاکنو په خاطر په قانون کې لومړني اصلاحات په ۱۸۶۸ میلادي کال کې  دارلسعادت اداري بلدیه نظامنامې سره  ترسره شو.

همداشان په ترکیه کې  د جمهوریت په دوره کې د لومړي ځل لپاره سیمه ایزې ټاکنې په ۱۹۳۰ میلادي کال کې ترسره شوې.   په ترکیه کې د جمهوریت په تاریخ کې  بیا د مارچ په ۳۱ مه نيټه  د ۱۹ م  ځل لپاره  سیمه ایزې ټاکنې ترسره کیږي. همداشان  په ۱۹۵۰ کلونو کې په ترکیه کې  د ډیر ګوندي  سیستم  رامنځته کیدو  نه راپدیخوا د ۱۴م ځل لپاره  سیمه ایزې ټاکنې ترسره کیږي.

د ۲۰۱۹ کال د مارچ د ۳۱ مې  سیمه ایزې ټاکنې په ترکیه کې د ریاستي حکومتي سیستم  نه وروسته  لومړنۍ  ټاکنې دي. همداشان  د لومړي ځل لپاره پدې ټاکنو کې د سیاسي ډلو ترمنځه اتفاقونه هم  جوړ شوي دي.

لکه څرنګه چې  مو وویل په ترکیه کې  سیمه ایزې ټاکنې  ۱۸۰ کلن تاریخ لري چې  د یو زیات  شمیر هیوادونو د تاسیس د نیټې نه هم  زوړ تاریخ  لري. همداشان په ترکیه کې هرې ټاکنې  د ځان سره  سم  ځینې تغیرات او نوښتونه هم  راولي.

د مارچ د ۳۱ مې  دا ټاکنې په ترکیه کې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې  د حکومتي سیستم  د بدلون  په خاطر د ترسره شوي ټولپوښتنې نه وروسته ترسره کیدونکې لومړنۍ سیمه ایزې ټاکنې دي. دا ټاکنې ددې پلوه هم  ډیر ځانګړې اهمیت لري. همداشان ددې ټاکنو بله مهمه ځانګړتیا  سیاسي ګوندونو ته د اتفاق ورکولو  اجازه ده. د ویلو ده چې ددېنه مخکې په ټاکنو کې  د سیاسي ګوندونو ترمنځه اتفاق منع وو.

د هغه ګوندونو ترمنځه  چې  اتفاق شوی دی  د شوي اتفاق  د تړون په مطابق  په ځینو ولایتونو کې  یو ګوند او په ځینو کې بیا بل ګوند  په یواځې ځان  ځانونه  کاندوي او متحد ګوند  بیا د هغې نه ملاتړ کوي.

دا  چې  په ټاکنو کې  د ګوندونو ترمنځه په اتفاق  لګیدلی  بندیز له منځه یوړل شو دا پخپله د ډیموکراسۍ  د لا غښتلي  کیدو په برخه کې یو ډیر مهم ګام  دی.

خو  ددې ترڅنګ  هغه ګوندونه چې اتفاق يي کړې دی  په ټاکنو کې د خپل هویت او نښانونو سره ورته  د ګډون حق نه ورکول  او رایو په پاڼو کې ورته  ځای نه ورکول  دا  یوه  ستره کمبودي ده.

دا مسله  کیدای شي چې  په ټاکنو کې د سیاسي  ګوندونو د پلویانو ګډون باندې منفي اغیزه وکړي. د په ټاکنیزو کمپاینونو کې د هغوې په فعال ګډون  منفي اغیزه وکړي.

پروفیسور  قدرت بلبل وايي کله چې  په پارلماني ټاکنو کې د اتفاق  کولو لازم قانوني اصلاحات  رامنځته کیدل  مونږ  هم  خپل نظر  پدې ډول  بیان کړ. د اتفاق  مسئله  باید  یواځې  د پارلماني ټاکنو لپاره  ځانګړې نوي باید  په سیمه ایزو ټاکنو کې هم  سیاسي ګوندونو ته د اتفاق کولو اجازه ورکړ شي.

هر سیاسي  ګوند  ته چې  د نورو سیاسي ګوندونو سره يي اتفاق کړی وي  د غوښتنې په صورت کې باید  د اتفاق د چت لاندې  د خپل ګوند د هویت، بیرغ او نښان سره  د ګډون حق ورکړ شي. ددوې رایې باید د یو ګوند  په توګه وشمیرل شي. پدې اتفاق کې چې  د هر سیاسي ګوند  نوماند  ډیرې رایې اخیستې وې  هغه باید وټاکل شي. که چیرې  ګوندونو ته  د خپلو هویتونو سره د ګډون اجازه ورکړ شي په ټاکنو کې به  د هغوې د پلویانو ګډون لا پراخه شي.

د سیمه ایزو ټاکنو اهمیت :

د یادولو وړ ده چې  د مارچ د ۳۱ مې نیټې ټاکنو ته سره ددې چې  ډیرې کمې ورځې پاتې دي خو  که چیرې د تیرو ټاکنو سره  مقایسه کړو  ټاکنیزو کمپاینونه  کم رنګه  ښکاري. یعنې په ډیره  نرمه  فضا  کې  روان دي. په اصل کې  ریاستي  رژیم  د سوله ایزو اغیزو په ښودو  پیل کړی دی.

همداشان  د ټاکنو د نرمو  تیریدو  بله مهمه  خبره  د عدالت او پراختیا  ګوند لخوا  د دجیتل  ټاکنیزو کمپاینونو ترسره کول دي. دې مسلې هم  ډیرې اغیزې کړي دي.

په تیرو ټاکنو کې به  د موټرو کتارونو، هارنډونو  ، په لارو او سړکانو کې  ځوړول شوو  لویو لویو پوسترونو  او شور ماشور  حتا هغه  کسان  چې  هر څه نه به بیخبره ول هغوې به يي هم  خبرول . خو نن ورځ  بیا  د پخوا  په څیر  شور ماشور  نشته  دی.

په ترکیه کې ټولټاکنې لا په نرمه  او سوله ایزه فضا کې تیریدل، ټاکنیز کمپاینونه  ډیر زیات دجیتل مکانونو ته  راښکدل  ددې ښکارندويي کوي چې  ترکیه په ډیرې چټکۍ سره  د پرمختګ  او هوساینې پر لور روانه ده. په ترکیه کې  هر څه  په نورماله توګه پر مخ  روان دي.

لکه څرنګه چې پوهیږۍ  په ترکیه کې حکومتي سیستم  څو میاشتې مخکې د پارلماني نه  ریاستي ته  واوښت. په هر هیواد کې دا ډول  ستر بدلونونه  یو ډول ناڅرګندي  او نارضایتي  پیدا کوي. خو په قوي  هیوادونو کې  ددې ډول  قوي بدلونو نه وروسته  د ټولو ناڅرګندۍ  او نارضایتونو سره  پرمختګ ته  ورکول کیږي. ځکه چې  په شا ګام اوچتول  لا جدي ستونزو ته  لار هواروي.

هو که چیرې  د مارچ د ۳۱ مې ټاکنې د ریاستي نظام  د راتلو نه وروسته  لومړنۍ ټاکنې نه وای  کیدای شو چې  د نوي نظام سره  مو ورته کوم  ربط  یا تړاو نوې ورکړی. هو که چیرې  پدې ټاکنو کې مخالف  بلاک  ډیرې رایې ترلاسه کړي  کیدای شي چې  د ریاسي نظام  په اړه هم  له سره  بحثونه  پيل شي. د همدې امله  د مارچ د ۳۱ مې نيټې ټاکنې  د ریاستي نظام  او استقرار له پلوه هم  ځانګړې اهمیت لري.

په  ترکیه د داخلي غلامانو د بهرنیو حامیانو انتظارات :

لکه څرنګه چې پوهیږۍ په ترکیه کې  د فبروري ۲۸ ، د اپریل د ۲۷ مې او ایرګاناکون کودتاګانې، د ګیزې پيښې، د دسمبر د ۱۷ او ۲۵  او د جولای د ۱۵ مې کودتا  او بالاخره په تیرو شلو کلونو کې د ترسره شوو ټولو کودتاګانو تر شا  بهرني لاسونه ول.

په ترکیه کې د ۲۰۰۰ کلونو نه وروسته د وصایتې نظام  د لمنځه وړو او ډیموکراسۍ  د پلوي کولو په برخه کې  ډیر مهم  ګامونه  اوچت شوي  دي چې البته  تر ډیره حده  پکې پرمختګ  شوی دی.

په ترکیه کې  داخلي  غلامان  تر ډیره  حده نیول شوي  او د ډیموکراسۍ پر وړاندې پراته خنډونه له منځه وړل شوي دي. خو ددې ټولو سره سره اوس هم  د داخلي غلامانو حامیان  بهرني طاقتونه د ترکیې په اړه د دسیسو  د جوړولو نه  لاس په سر شوي ندي. اوس هم  دوې د ترکیې په اړه  خپل  حسابونه کوي.

په ترکیه کې  یو ځل بیا  بهرنیو حامیانو ته د فرصت د نه ورکولو  او یواځې  د هیواد د اصلي بچو سره  د هیواد  د پرمختګ په خاطر  په ترکیه کې  د ریاستي نظام  لا غښتلتیا  یوه  ضروري او حتمي  خبره ده.

که چیرې  دا ځل  پدې ټاکنو کې  د ګډون کچه  ټیټه شي  او یا  د مخالف بلاک  تله  درنده  شي  دا به  د داخلي غلامانو بهرنیو حامیانو ته  په هیواد کې د ناڅرګندۍ  د رامنځته کولو لپاره یوفرصت  په لاس کې ورکړي. هیواد بیا له سره  امیدواره کړي.

خو دا چې  د ټولټاکنو  اهمیت  په هره اندازه وي  خو هرې ټاکنې  نوې ټاکنې دي او د ځان سره  ځینې اصلاحات  او نوښتونه راولي.

که چیرې  په ترکیه کې د مارچ د ۳۱ مې ټاکنو ټاکنیزو کمپاینونو ته  دقت وکړو  واکمن  ګوند  د مخالفو ګوندونو په پرتله  لا زیاتې هلې ځلې  او قوي کمپاین کوي. لا زیات فعاله  کمپاین پرمخ بیایي.

واکمن  ګوند  مجبور دی  چې  په هرو ټاکنو کې   لا زیات د خلکو زړونو د ترلاسه کولو په خاطر  د نورو په پرتله لا زیات فعاله وي. د همدې امله  د عدالت او پراختیا ګوند مشر او ولسمشر رجب طیب اردوغان پدې ټاکنو کې هم  د ټاکنیزو کمپاینونو په ترڅ کې تر ټولو  زیات ښارونه ته سفر کړی، تر ټولو زیات يي  ټاکنیزې غونډې جوړې کړي او تر ټولو زیات يي مهمې پروژې  جوړې اود هیوادوالو سره  يي شریکې کړي دي.

ولسمشر رجب طیب اردوغان  د عدالت او پراختیا ګوند د تاسیس د ورځې نه راپدیخوا  په هرو ټاکنو کې ستر بری  ترلاسه کړی دی. په هرو ټاکنو کې  لا زیاتو خلکو سره  لیدلي  او لا زیات يي  هلې ځلې کړي.



اړوند خبرونه