د ترکېې د ورځنۍ اجندا تحلیل

د ترکېې د ورځنۍ اجندا تحلیل

1135807
د ترکېې د ورځنۍ اجندا تحلیل

 

 په تیره خپرونه کې مو  په لویدیځ کې  د ارزښتونو د پای په اړه بحث کړی وو. لکه څرنګه چې پوهیږۍ په لویدیځ کې  اصول، فضیلیت، عدالت، ویش او حتا د انسانیت په څیر  ارزښتونه  د ورکیدو په حال کې دي.

ددې مودې دورې نه مو  په لویدیځ کې د ټولو ارزښتونو د پای  د دورې په توګه یادونه کړې وه. که چیرې  نن ورځ په لویدیځ کې روانو پرمختګونو  او د لویدیځوالو کړنو او چلند ته  لنډه کتنه وکړو هر څه پخپله  په ډاګه کیږي. همداشان  ددوې  دې کړنو  د  ملګروملتونو سازمان  او اروپايي ټولنې  اهمیت او ارزښت هم د لاسه ورکړی دی. پدې خپرونه کې به دې بحث ته دوام  ورکړو.

د انقرې د یلدرم بایزید پوهنتون د سیاسي علومو د فاکولتې رئیس پروفیسور ډاکټر قدرت بلبل  د مسلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

پروفیسور بلبل  وايي چې  امریکا تر پرونه پورې  د ټولو  د خیالونو  هیواد وو. یعنې د چا خبره  په امریکا کې د ژوند طرز  د نورو هیوادونو لپاره  یو ماډل  او  نمونه د مثال وو. د ډیرې هیوادونو د وګړو خیال  او ارزو  د امریکا په څیر  د ژوند  طرز  وو. خو که چیرې  نن  ورځ په نړۍ کې  نظرپوښتنه وشي  کیدای شي د   امریکا    دا محبوبیت  او شهرت  ددې هیواد په تاریخ کې  تر ټولو  ټيټې  سویې ته راټیټ شوی وي.

نن  ورځ  تاسې وګورۍ  د لاتینې امریکا د هیوادونو نه راغلي  یواځې ۶۰۰۰ تنه کډوال  د میاشتو میاشتو راهیسې  د امریکا په پولو کې  درول شوي. د نوموړو کډوالو سره  داسې یو چلند او معامله کیږي چې  د انسان د شان سره  برابره نده. لکه څرنګه چې پوهیږۍ  ترکیې، لبنان  او اردن په څیر هیوادونو په بعضو وختونو کې یواځې په یوه شپه کې  په لسګونونو زره تنه  کډوالو پناه ورکړې. خو له بده مرغه  چې  د نړۍ  سوپر طاقت او  تر ټولو بډایه  هیواد  امریکا  نن ورځ  د میاشتو میاشتو راهیسې  یواځې یو څو زره تنه کډوال  د منلو نه عاجز  دی. د څو تنو کدوالو پرمخ يي  خپلې پولې تړلي  او خپل پوځ يي په پولو کې ځای په ځای کړی دی.

همداشان  تر ټولو د خواشینۍ خبره خو داده  چې  د نړۍ  تر ټولو دا بډایه ، سوپر طاقت  او بشري حقونو او ډیموکراسۍ نه  د دفاع په خاطر  په نورو هیوادونو  یرغل کوونکی  دا هیواد  په اروپا کې  د نړول شوي  د برلین  د دیوار په څیر  په خپلو پولو کې  د دیوار په جوړولو پيل کړی دی.

دا هیواد  کومې پیسې  او بودیجه  چې  پدې دیوار  او یا د کډوالو  د مخنیوي په خاطر  په سیمه کې په ځای په ځای کړو ځواکونو په مصرف  رسوي که چیرې  ددې پيسو  یوه کوچنۍ برخه  د کډوالو د ستونزې د حل په خاطر په مصرف ورسوي کیدای شي چې دې ستونزې ته  ډيره ښه حل لار وموندل شي.

د امریکا موجود  حکومت  یا اداره  نن ورځ  د مشروعیت  په نامه  هیڅډول  کوم  درد او  اندیښنه نلري. ددې ادارې یواځنی  درد خپلې ګټې دي. د امریکا  موجود حکومت  د هر څه نه مخکې امریکا  او راځۍ چې امریکا  له سره  لویه کړو  تر شعارونو لاندې  ټول نړۍوال تړونونه، نورمونه او قواعد  د خپو لاندې کوي. همداشان د نړۍوالو تړونونه د وتو  ګواښونه کوي  او حتا  جلا کیږي.

لکه څرنګه چې پوهیږۍ  امریکا  د پاریس د چاپیریال  د تړون نه چې په نړۍ کې د تودوخي او چاپیریال د ککړتیا  د مخنیوي په خاطر  رامنځته شوی دی  او د یونسکو سازمان نه د وتو سره  ټوله نړۍ اندیښمنه کړې ده .

د ویلو ده چې د ملګروملتونو د سازمان  په وروستي عمومي اجلاس کې  د امریکا د ولسمشر دونالد ټرمپ هغه  څرګندونې چې وویل مونږ  د ګلوبلایزیشن  د مفکورې او اډیالوژۍ سره  مخالف یو  ټول  د حیرانتیا سره  مخ کړل. د ټرمپ  دا څرګندونې  ډیر لرې نه  بلکې  څو کاله مخکې  د دریمې نړۍ د هیوادونو  د یو مشر  د څرګندونو نه هم ضعیفه  او کمزورې وې.

نن  ورځ  امریکا  او لویديځه  نړۍ  یواځې په ظاهري بڼه  د ډیموکراسۍ ، بشري حقونو او ازادیو  په څیر د ارزښونو نه  دفاع کوي خو به باطن کې د هغه برخو سره  چې د انجیل ایتونه يي په خپله ګټه  او د خپلو منافعو په خاطر  تفسیر کړي دي  هیڅکوم توپیر نلري.

چین او روسیه :

چین او روسیه پدې وروستیو سلو کلونو کې  د ګډو نړۍوالو ارزښتونو د تولیدونکو هیوادونو په کتار کې ځای نه درلود. خو ددې سره سره  چین  ډیر په چټکه توګه  پرمختګ کوونکی هیواد دی. همداشان چین او روسیه  په نړۍوال سیاست  د قوي اغیزو لرونکي هیوادونه دي. تر ټولو مهم  د ملګروملتونو د امنیت د شورا دایمي غړي  او د ویتو د حق خاوندان دي.

دا چې  چین او روسیه سرخلاصي  هیوادونه  ندي، ډیموکراسي ، بشري حقونه او ازادي ګانې پکې  ډیرې زیاتې  رعایت کیږي نه  د همدې امله داخلي سیاستونه يي  ډیر  پټ  دي. د روسیې  په ولسمشر ولادیمیر پوتین مخالف مشران  د سختو فشارونو لاندې د نیولو له امله پرې سختې نیوکې کیږي.

د نړۍوالو خبري رسنیو د خبرونو او راپورونو  په اساس  په چین کې  د ختیځ ترکستان پر مسلمانانو روان  ظلمونه  او د چین د حکومت لخوا په ډیره وحشیانه ډول  د بشري حقونو  نه سرغړونې  ټولو ته  معلومې دي. خو دا چې  چین د کوتۍ په څیر  سرپټی  هیواد دی  پدې هیواد کې  ډیری د بشري حقونو  د سرغړونو نه  څوک  خبریږي هم  نه.

اسلامي نړۍ :

د تیرو څو پیړیو راهیسې د اسلامي نړۍ  حالت  د زړه د سوځیدو  وړ  دی. په اسلامي نړۍ کې  داسې هیوادونه چې  نړۍوال ارزښتونه يي  رامنځته کړي وي او یا  ستندردونه يي رامنځته کړي وي  شتون نلري . که چیرې  دوې  هر څومره  ځان  د سیکولر، ډیموکراټ، اسلامي دولتونو  یا په بل  کوم  نوم  معرفي کړي  خو حقیقت بل څه  دی. ددې هیوادونو ډیری   یا اوتوریتر او یا هم  توتالیتر  دي. ډیر  کم يي  شتون لري چې  ډیموکرات نظامونه لري.

په ځانګړې توګه  که چیرې  منځني ختيځ  ته  لنډه کتنه وکړي  دلته  حکومتونه  د چا خبره  د خپلو وګړو  رضایت ته  هیڅ اړتیا  نه احساسوي.  پدې سیمه کې  ډیری  دولتونه  د خلکو لخوا نه بلکې  د نړۍ د سوپر طاقتونو لخوا  ټاکل کیږي. همداشان دا سوپر طاقتونه  دا خبره پخپله هم  کوي.

د ویلو ده چې  د منځني ختیځ  د سیمې یو زیات شمیر هیوادونه  په خپل تاریخ کې  تر ټولو  د سختو  او تورتم  دورې سره  مخامخ  دي. ددې هیوادونو وګړي  په خپل تاریخ کې تر ټولو په بدو شرایطو کې قرار لري.

د همدې امله ددې هیوادونو  وګړي  د خپل ژوند په بیه که هم  تمامیږي  نورو هیوادونو ته د کډه کولو هڅه کوي.

د منځني ختیځ  په یو زیات شمیره هیوادونو کې  د عدالت، فضلیت او بشري  ارزښتونه خو پر ځای پریږده  د خپلې واکمنۍ  د دوام په خاطر  د خپلو وګړو قتل عامونه کوي. د خپلو واکمنیو د تداوم  په خاطر  په ښکاره او پټه توګه  هر ډول ارزښتونه د خپو لاندې کوي.

 

 د روشنفکرۍ  پای ، د فرانکشټاین نه  د مصنوعي  ذکا  پر لورې:

په ۱۸۱۸ میلادي کال کې  د انګلستان نامتو لیکوالې  ماري شیلي په ۱۹ کلنۍ کې  د فراکشټاین په نامه د لیکلي رومان سره  په اصل کې  مونږ ته هر څه په داګه کړي وو. هغې پدې رومان کې  دودیز،دیني  او نور اصلونه  او ارزښتونه شاته  غورځولي  او روشنفکرۍ ته يي ځان تسلیم کړی دی. په اصل کې  دا رومان  د یو رومان نه زیات  د انحراف  ښکارندويي کوي.

نن  ورځ  هم  همدا  روڼد انده  یا روشنفکره  جریان  مصنوعي انسانانو یا روبوت  د جوړولو  په لټه  کی دی. دا  روڼد انده  فکرونه  چې  هیڅډول  ارزښتونو  او فضلیت ته درناوی نلري  په لومړۍ او دویمې نړۍوالې جګړه کې څه ډول  بشريت او دا نړۍ  د یو ستر فلاکت پر لورې  راکاږله  مونږ  ټول ددې خبرې شاهد یو.

نن ورځ  دا  روڼډ انده  د داسې  یو انسان  د تولید پسې  راخیستې ده چې هیڅډول ارزښت نه پیژني، یواځې  میخانیک  طاقت  دی، د فزیکي انسان په پرتله  ډیر زیات  قوي  دی  او  کنټرول وړ  دی.  دلته تاسې تصور وکړۍ  چې  دا  برخې  ددې طاقت سره  نړۍ  کوم لورې ته راکاږلی شي. د ویلو ده چې د بشریت  پای به  پخپله د همدې انسانانو  د لاسه وي.

هیډونیست  انسان :

روشنفکري، سکولریزم، ارتباطات  او د معلوماتي تکنالوژۍ په برخه کې پرمخګتونه، د هیلو او امیدونو پر بڼسټ ولاړې اډیالوژۍ ، د دین ، دود، او ارزښتونو نه لرې والی  دا هغه څه دي چې انسان  لذت ګرا هیډونیست  کوي.

لکه څرنګه چې نن ورځ  شاهدي کوو  په ځانګړې توګه  دا خبره د ځوانانو ترمنځه ډیره زیاته مروجه ده. ډیری  ځوانان  یواځې او یواځې  د لذت  وړو  پسې  روان دي . همداشان  ددوې کاروان  د هرې ورځې په تیریدو سره  مخ په لویدو دی.

هغه  کسان چې  کورنۍ، ملګرو، ښوونځي، خپل او خپلوانو، طبعیت، حیواناتو  او ټولو  مخلوقاتو سره  یواځې او یواځې  د لذت  یا خوند  په خاطر  اړیکې ټینګوي  او د هر ډول ارزښتونه د خپو لاندې کوي  دا چې دوې به بشریت د څه ډول  لویو لویو فاجعو سره  مخامخوي  پدې اړه فکر کول هم  انسان ډاروي.

په پای کې په خلاصه  ډول  باید ووایو چې نن ورځ دولتونو، سازمانونو  او ستر ساختارونو  په اصل کې خپل اصلي ارزښتونه  د لاسه ورکړي دي.

نن ورځ  سره  ددې ټولو  منفي پرمختګونو او پيښو  انسانان په فردي  توګه  یعنې  د لویو دولتونو، سازمانونو او ساختارونو تر چت لاندې نه بلکې په فردي توګه د خپلو ارزښتونو د لاسه ورکولو  له امله  ډیر خواشیني دي.

د بشریت  کورنۍ باید  په ګډه  د ارزښتونو  د منځه  تلو  ددې بهیر  سره  مبارزه وکړو او ددې  مخه ونیسو. که چیرې  مونږ  د ارزښتونو  لکه  عدالت، فضلیت، دین، دود، کولتور، عنعنو او داسې نورو  د لمنځه تلو مخه ونه نیسو  دا خبره  د بشریت کورنۍ په ډیرې چټکۍ سره  د نابودۍ پر لورې بیايي.

 

 



اړوند خبرونه