د ترکیې د اجندا تحلیل

د ترکیې د اجندا تحلیل

1127068
د ترکیې د اجندا تحلیل

که چیرې  د امریکا  نړۍوالو سیاستونو ته  ځیر شو سره ددې چې  د هر چا لخوا پرې ډیرې سختې نیوکې کیږي  خو په ډیرې راحتۍ سره  پوهیدلی شو چې  د امریکا نړۍوال سیاستونه یواځې او یواځنې د خپلو ګټو پر بڼسټ ولاړ دي. خو که چیرې  د منځني ختیځ په اړه د امریکا سیاستونو ته  دقت وکړو  سیمه او متحدین خو پریږده  چې  پخپله امریکا  او د امریکا خلکو ته هم  خدمت نکوي.

امریکا  د ټولې نړۍ د مخالفت  او سختو غبرګونونو  او په ملګروملتونو کې  د ګوتو د شمیر نه  د کمو هیوادونو پرته  د یواځې پاتې  کیدو سره بیت المقدس د اسراییلو د پلازمینې په توګه  قبول کړ. ایا دا پریکړه به د امریکا خلکو ته  څه ډول مادي او بله ګټه  ورسوي؟

ایا امریکا  سوریې کې څه غواړي، هدف يي څه دی، پدې اړه يي معقول  د ویلو لپاره څه نلري.

د انقرې د یلدرم بایزید د پوهنتون  د سیاسي علومو د فاکولتې رئیس پروفیسور ډاکټر قدرت بلبل  د مسلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

امریکا  متحده ایالتونو  پخپله  د پ ک ک ترهګری سازمان  د ترهګري سازمان په توګه منلی دی  خو نن ورځ  په سوریه کې ددې ترهګري سازمان د څانګو پ وای ډي او وای پ جي نه  ملاتړ کوي . ایا امریکا دا کار د څه لپاره کوي؟

لکه څرنګه چې پوهیږۍ  د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ  دوه ورځې مخکې  د ټولنیزې مډیا له لارې  د خپور کړي  پیغام سره  د نوموړو ترهګرو نه د ملاتړ په خاطر  ترکیې ته ګواښ وکړ. هغه  ګواښ کړی وو که چیرې  ترکیه په سوریه کې پدې ترهګر  برید وکړي  امریکا به په ترکیې اقتصادي بریدونه وکړي.

البته چې ترکیه  د امریکا دې ډول  ګواښونو ته  غاړه نږدي او نه هم  ترینه  ډار لري . ترکیه به هیڅکله هم  په خپلو پولو کې  ترهګرو ډلو  او سازمانونو  ځای په ځای کیدو ته  په هیڅډول اجازه ورنکړي.

 ترکیه به دې ترهګري سازمان ته  چې د تیرو لسو کلونو راهیسي  د ترکیې او ملکي وګړو پر خلاف  بې شمیره  ترهګري بریدونه او جنایتونه کړي دي  په خپلو پولو کې  دولت جوړولو ته  اجازه ورنکړي. ترکیه د امریکا ددې ښکاره  ګواښ سره سره خپل اصلي هدف  سیمه  د ترهګرو نه د پاکولو په خاطر  د امریکا په مقابل کې  د تحمل  او اعتدال نه کار واخیست. خو پدې خبره هم  باید هر سړی  ډیر ښه پوه شي چې  ترکیه دا کار د  بیچارګۍ نه نکوي. ترکیه  د لزوم  پر وخت کې  د امریکا  سره  د اړیکو په بیه  د ترهګرو پر خلاف  عملیات پیلوی شي.

ترکیه د خپل ملي امنیت  او بقاء په خاطر  د ضرورت پر مهال  که د امریکا سره  د اړیکو په کامله توګه  د شلیدو په بدل هم  وي  دا  ښکاره ګواښ به  د خپلو پولو نه  پاک کړي. دې  ترهګرو ته به په خپلو پولو کې د ریښو غځولو ته اجازه ورنکړي.

ایا په منځني ختیځ کې د امریکا  پدې غیرې عقلاني سیاستونو کې عقلاني کوم سبب شتون لري؟

ایا امریکا ولې  داسې سیاستونو چې  نه سیمې ، نه نړۍ او نه هم  پخپله امریکا ته  ګټه  رسوي  خپل کړي دي؟

امریکا  د بیت المقدس په اړه د پریکړې په څیر  ولې  د ټولې نړۍ  پر خلاف  عمل کوي؟

 

ایا امریکا  ولې  یو ترهګریز سازمان ته چې پخپله يي هم  د ترهګري سازمان په توګه قبول کړی دی  په ترکیې  چې  د لسګونو کلونو راهیسې  کلک متحده دی  او د ناټو قوي غړی دی  ترجیح ورکوي؟ د ترکیې  سره  د اړیکو  د خرابیدو په بیه  د نوموړو ترهګرو نه ملاتړ کوي؟

ولې  د ترکیې  په مقابل کې  د تهدید امیزه  لهن نه کار اخلي؟ امریکا ولې د ترکیې او نړۍ په عامه اذهانو کې  د ترهګرو نه د ملاتړ کوونکي یو هیواد  انځور  رامنځته کوي؟

امریکا  ددې خبرې یواځنۍ لامل  داعش ترهګره ډله  او ایران پر خلاف مبارزه بولي. خو  د امریکا لخوا وړاندي شوي دا سببونه  قناعت ورکوونکي ندي. ددې خبرې یواځنی لامل  اسراییلو د ګټو نه دفاع او هغوې ته  خدمت کول دي.

د ویلو ده چې د منځني ختیځ په اړه  د امریکا  ننیو سیاستونو ته په کتو سره  داسې ښکاري لکه  چې  د اسراییلو په ژبه خبرې کوي. یعنې  په سیمه کې  د اسراییلو سیاستونو ته  ورته  او حتا  د هغوې په څیر  سیاستونه  عملي کوي.د ویلو ده په سیمه او نړۍ کې چې کله د اسراییلو کومه مسئله رامنځته شي  امریکا خپلې منافع  او هر څه هیروي  او سمدلاسه  د هغوې  ترڅنګ  دریږي. د امریکا دا ډول  کور کورانه  سیاست  اسراییلو صهونیست رژیم  ، امریکا  او معقولو یهودانو ته هم  سخت زیان  رسوي.

په مدرنو قرنونو کې  ډیری  وختونه  بهرني سیاستونه  د ملي ګټو پر بڼسټ جوړیږي. خو  کله چې د اسراییلو خبره رامنځته شي  امریکا  بیا خپلې ملي ګټې هم  هیروي.

د عدالت، ازادۍ ، بشري حقونو  په څیر  نړۍوال ارزښتونه  خو لا پر ځای پریږده. د اسراییلو په خاطر  ټولې نړۍ په مقابل کې دریږي.

د ویلو ده چې د اسراییلو یرغلګرو او برید ګرو سیاستونو نه په پټو سترګو ملاتړ کول  پرته د شکه چې ټول  بشریت وجدان  ته  زیان رسوي.

په نړۍ کې د امریکا مخالفت  ډیروي. که چیرې امریکا د اسراییلو د ګټو په خاطر  په منځني ختيځ کې یواځې او یواځې د اسراییلو د ګټو په خاطر  سیاست غوره کوي او یا  نورو هیوادونو ته  ګواښونه کوي  سره ددې که چیرې  حکومتونه او دولتونه  غږ اوچت نکړي  خو  د امریکا پر خلاف  د عام خلکو  غبرګونونه  او دښمني  ډيروي.

د ویلو ده چې  د امریکا  لخوا په پټو سترګو د اسراییلو د ظلمونو، وحشتونو او جنایتونو نه ملاتړ کول  اسراییل لا  زیات یرغل، وحشت، عام وژنو ته  هڅوي.

همداشان  دا مسله  په نړۍ کې انتي سمیتیزم کچه هم لوړي.

پرته  د شکه چې  تبعیض  او دښمني  د هر چا پر وړاندې چې  وي  د منلو وړ نده.

که چیرې  حقیقت ته وکتل شي چې د امریکا دا  ډول کور کورانه  سیاستونه او پرته  د قدی او شرط نه ملاتړ  د اسراییلو  امنیت ته هم  ډیر زیان  رسوي.

که چیرې اسراییلو د موجودو  یرغلګرو او بریدګرو سیاستونو پر ځای  لږ انساني  سیاستونه او نرم چلند وکړي  کیدای شي چې په سیمه کې  د هغوې پر خلاف غبرګونونه  او دښمني  لږه  او حتا د لمنځه  ولاړ شي.

د ویلو ده چې  د اسراییلو  ددې قوي لوبې  سره سره  په کلاره کلاره  په امریکا کې هم  ټول  پدې  نتیجې رسیدلي دی چې  د امریکا  په څیر  یو سوپر طاقت هیواد ولې د یو کوچني هیواد  پسې روان دی. په امریکا کې هم   په کلاره کلاره   د هغه کور کورانه سیاستونو پر خلاف غبرګونونه مخ په ډیریدو  دي.



اړوند خبرونه