ددې اونۍ په خپرونه کې په اروپا کې د اسلامي روڼد اندو د غونډو او ناستو په اهمیت بحث کوو

د روڼد اندو او اسلامي علماو په مشرۍ جوړیدونکې غونډې او ناستې یو زیات شمیر موجودو ستونزو ته د حل لارې موندلی شي

1087777
ددې اونۍ په خپرونه کې په اروپا کې د اسلامي روڼد اندو د غونډو او ناستو په اهمیت بحث کوو

. د ترکیې د انقرې د ییلدرم بایزید د پوهنتون د سیاسي علومو د فاکولتې رئیس پروفیسور ډاکټر قدرت بلبل  د موضوع په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااوم.

یو زیات شمیر لویدیځوال  لیکولان او دولتونه  په اروپا کې  اسلام ته د خپلې پنجرې نه کتنه کوي. دې مسلې ته د یوې امنیتي مسلې په سترګو ګوري. نوموړي د جوړو کړو اسلامي شوراګانو له لارې هغه  ستونزې  چې  دوی ورته  د خطر په سترګه ګوري  رامخې ته کوي.

ډیری  وختونه  دا ډول  شوراګانې، ساختارونه، ددې شوراګانو غړي او یا رامخې ته کړې  مسلې  د مسلمانانو لپاره  نه د کوم  ارزښت لري او نه هم   د خطر وړ کوم عنصر تشکیلوي.

کله چې  مسله  ددې قرار نه وي  نو مسلمانان  مجبور  دي چې  په خپلو مسایلو  لا زیات واقف  اوسي  او لا په ښه شکل سره  د ځان د بیان  توان ولري.

پرته  د شکه چې په لویدیځ کې میشت مسلمانان هم  په خپلو مسلو  د لا زیات واقف کیدو په خاطر  ځینې  فعالیتونه  ترسره کوي. مونږ  پدې خپرونه کې یواځې د هغه فعالیتونو نه  چې  مهم  دي  یادونه کوو. پدې خپرونه کې به د روند انده مسلمانانو د کانګرې په اړه لنډ بحث وکړو.

د نړۍوالي کیدو بهیر  او د امپریالستو لخوا اهدافو ته د رسیدو په خاطر د رامنځته شوو ناخوالو  له امله  د سوریې په څیر  د هیوادونو نه په ډیره  جدي توګه  د کډوالۍ  بهیر  پیل شوی دی. د همدې امله مسلمانان  د پخوا په پرتله  لا لرو پرتو سیمو  او دیارونو ته  کډه شوي  او د لا  نااشنا  او د ژوند د بیلابیلو  ډولونو سره  څنګ په څنګ  ژوند کوي.

دې مسلې  ځینې ناڅرګندۍ، اندیښنې، ویره  او غبرګونونه راپارولي دي. پداسې یو حساس وخت کې  که چیري یو مسلمان  لا په ښه توګه  ځان بیان کړي هغه به  وکولای شي چې  په هغه لګیدونکي ناحقه تورونه، د هغه په اړه  بد نظرونه، د نورو  او خپلې اندیښنې  له منځه یوسي. دلته  تر ټولو ستر مسئولیت  او دنده  مسلمانانو روڼد اندي باید په غاړه واخلي. دوی کولای شي  د مسلمانانو د پوهاوي  او د هغوې  د پوهاوي د کچې د لوړولو په خاطر د هغوې سره  غونډې او ناستې وکړي. پلاټ فورمونه  او کانګرې  جوړې کړي.

دوی کولای شي چې  هر کال  د اروپايي هیوادونو په پلازمینو کې  لکه  په پاریس، لندن، برلین ، بروکسل  او داسې نورو کې کلنۍ  کانګرې  جوړې کړي.

پدې کانګرو کې  د مسلمانانو  د پوهاوي د کچې د لوړولو  او په ښه توګه د ځان د بیان  د مسلې سربیره  په اروپا او نړۍ کې  په مهمو  مسلو  او اجنداګانو هم  بحث  او خبرې وکړي.

دلته مونږ د څو مسلو نه  د بیلګې په توګه یادونه کوو چې  د مسلمانانو لپاره حیاتي ارزښت لري. ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې، افراطیت، تبعیض، اسلام دښمني، وینا ازادي، تعلیم، کورنۍ، ځوانان، ګډ ژوند کول، د نشه يي توکو د استفادې په ضرورونو، په ښوونځیو کې په جنایتونو ، ماشومان  د کورنیو نه په زور سره  د جلا کولو  او داسې  نورو مسلو باندې خبرې وکړي. دا هغه  ستونزې دي چې په اروپا کې ورسره  تر ټولو  زیات  او هره ورځ  مخامخیږي.

پدې کانګرو کې  د مسلمانانو سربیره  د اړوندو برخو متخصصین، د کوربه ښار والي، ښاروال، جګپوړي چارواکي، پولیسو مشر  او داسې نور باید  راوبلل شي  . ددوې ګډون به لا ګټور وي.

پدې ډول  به  د کوربه هیواد  اندیښنه هم  رفع وي  . ستونزو ته به د کوربه هیواد  د چارواکیو سره  په ګډه  د حل لارې ولټول شي.

همداشان د کانګرې  په پای کې  پریکړه لیک  خپرول  په کومو مسلو  چې خبرې شوي وي  هغه ټولو ته د په رسولو  او په کومو ستونزو چې خبرې شوي وي هغو ته  لا ښه حل لارې د موندولو سره  د مرستې په برخه کې  ځانګړی اهمیت لري.

د ویلو ده چې  پدې ډول کانګرو  او غونډو کې  د اسلامي علماو ، د ملکي ټولنو او سازمانونو استازو، سوداګرو، کولتور  او سیاسي نړۍ استازو ته هم باید د ګډون بلنه ورکړل شي. ځکه چې ددوې ګډون  پدې ډول غونډو کې  د څو پلوه  مهم  دی. دا ځکه چې  رونډ اندي  د هر چا په ژبه ډیر ښه پوهیږي. د هر چا سره په ډیره  ښه توګه  ډیالوګ  ټینګولی شي.

همداشان  کیدای شي چې پدې ډول  غونډو کې  په هر ډول مشکلاتو  خبري وشي. هر ډول  ستونزو ته  حل لار ولټول شي. د سوسیالوژیکو نه نیولې تر رواني، دولتي اداراتو نه نیولې تر سیاسي، اقتصادي، اقتصادي ، کولتوري او زیات شمیر نورو  برخو  خبرې وشي. د همدې امله پدې غونډو کې  د دیني علماو نه نیولې تر روڼد اندو، د مدني ټولنو نه نیولې تر سوداګرو، سیاسیونو پورې د هر چا  ګډون  مهم  او ګټور  دی.

د ویلو ده چې  په غونډو ، کانګرو  او دا ډول ناستو کې  د روڼد انډو مسلمانانو  ، اړوند دولتونو  او نورو برخو ګډون  د څو اړخو نه  ګټورې پایلې لري.

خو له بده مرغه چې  په اروپا کې میشت  مسلمان روڼد اندي  وخت نا وخته پدې ډول غونډو کې ګډون ته  زړه نه ښه کوي. پدې ډول غونډو کې  ګډون نکوي. دوی غواړي چې د سیمې ، هیواد  او دیني سازمانونو په څیر  په غونډو کې  ګډون وکړي. دوی غواړي چې پدې ډول  غونډو کې ځان  وښايي.

پداسې حال کې چې په اروپا کې  د ټولو  ستونزې ګډې دي خو  حل لارې په مختلفو رسم رواجونو، تجاربو  او ځايي  سازمانونو کې  لټول کیږي. خو  دا کانګرې او غونډې بیا  مسلمانانو ته  خپلو ستونزو ته پخپله د حل لارو د لټولو فرصت ورکوي.

د ویلو ده چې  نن ورځ  د نړۍ د نورو برخو سربیره په اروپا کې هم  مسلمانانو د ډول ډول او بیلایبیلو نومونو  لاندې  ژوند کوي. د بیلګې په توګه  اخواني، سیکولر ، کمونیست او داسې نور.

ډیری  د مختلفو نظریو سره او اډیالوژۍ سره  ژوند کوي. دوی  غواړي چې  خپلې ستونزې  اوس هم  د خپلو هیوادونو د رسم او رواجونو  په مطابق  حل کړي. دوی غواړي چې خپل دا رسم او رواجونه  اروپا، امریکا  او استرالیا په څیر هیوادونو ته هم  انتقال کړي. خو  ګډې غونډې، ناستې، کانګرې  کولای شي د ستونزو ته  ګډو حل لارو ته  زمینه برابره کړي.

د بله پلوه  دا ډول غونډې، ناستې او کانګرې  د مسلمانانو  ترمنځه  مشرانو ټاکلو کې هم  مرسته کوي. همداشان  دا غونډې د مسلمانانو لپاره  موجودې  ستونزې   او ددې ستونزو  حل لارې  په ګوته کوي. ددوې خپلې لارې  ورپه ګوته کوي. د نورو لخوا رامنځته کیدونکې حل لارې وړاندیزونه ضعیفه کوي.

نن ورځ په نړۍ کې هغه هیوادونه چې  ډیر زیات  د مسلمانانو کوربه توب کوي  ځینې  په واقعیت سره  د ستونزو د حل  او ځینې بیا  په قصدي ډول  او د بد نیت له امله  دې ستونزو ته په خپله اجندا کې ځای ورکوي. دا ستونزې  په قصدي ډول  مخې مخې ته کوي. کوچنۍ ستونزې ټولو ته  ډیرې  لویې  ښکاره کوي. دا ډول غونډې او کانګړې  ددې  مسلې مخه هم  نیسي. همداشان  د ښه نیت خاوندو هیوادونو سره  د ستونزو په حل کې  هم  مرسته کولای شي.

د ویلو ده چې  لویدیځ هیوادونه چې  د تاریخ په اوږدو کې  ډیر  زیات  څنګ په څنګ  ندي اوسیدلي او پدې برخه کې  کافي تجربه نلري پدې هیوادونو کې  هغه اکتوران چې په دولت کې ثبت او راجستر ندي په طبعي ډول سره  مسلمانانو ته  د اندیښنې په سترګه ګوري. مسلمان  روڼد اندي  ددې ډول کانګرو سره کولای شي چې ددوې  دا اندیښنې  تر یوې اندازې  حل کړي.

دا په اصل کې د هغوې  لپاره  د ځواب  اهمیت هم  لري.

دا ډول  کانګرې یواځې  د هغه مسلمانانو لپاره چې اروپا ته تازه کډه شوي نه بلکې هغه مسلمانانو سره  هم  چې  د همدې سیمو اصلي اوسیدونکي دي هم  ډیره زیاته مرسته کوي. یواځې په اروپا کې نه بلکې د افریقا، بالکان، استرالیا او نورو سیمو  روند اندي مسلمانان هم  کولای شي چې  د د مشترکو ستونزو لپاره د مناسبې حل لارې په خاطر ورته  اقدامات ورکړي.



اړوند خبرونه