د ترکیې نړۍوال لیدلوری

د ترکیې نړۍوال لیدلوری

1057337
د ترکیې نړۍوال لیدلوری

د بشریت  د کورنۍ  د غړیو  په  توګه  دا نړۍ  زمونږ  د ټولو  ده. یو زیات شمیر ټولنې سره ددې چې د ژوند  طرز او د  لیدلوری  د یو بل سره  جدي توپیر لري خو دا چې ټول  په عینې تاریخي  دوره کې  نړۍ ته  راغلي یو مجبور یو چې  پدې نړۍ کې  هر څه د یو بل سره  وویشو. یو زیات شمیر ګډې نقطې لرو. د بیلګې په توګه کله چې د کوم نړۍوال فلاکت  او یا ناورین سره  مخامخیږو که د   هر دین، مذهب، عقیدې او مکتب لاریویان  او پلویان  اوسو  پرته  د توپیر نه  ټول یو ځای ددې فلاکت  او ناورین  نه اغیزمن کیږو.

دا چې په عینې پیړۍ کې  خلق  شوي یو او نړۍ ته راغلي یو  په نږدې او لرو دیارونو کې  د انسانانو سره  د علم ، کولتور او ژوند  له پلوه ګډ ژوند کولو ته  مجبور یو. د یو بل نه اغیزمن کیږو. خو کله هم  هم  انسان سره داسې پوښتنه هم پیدا کیږي چې ایا نن  ورځ  مونږ  ډیر  د نورو نه اغیزمن شوي یو که زمونږ نه مخکې زمونږ  پلرونه او نیکونه  ډیر اغیزمن شوي دي.

د ترکیې د انقرې د ییلدرم بایزید د پوهنتون د سیاسي علومو د فاکولتې رئیس پروفیسور ډاکټر قدرت بلبل  د مسلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

پروفیسور بلبل وايي چې  د هر څه مخکې غواړم  چې  د تعلیم  نه  پيل وکړم. یواځې زمونږ په هیواد کې نه بلکې  په ډیرو لرو پرتو هیوادونو کې هم  بې تعلیمه او یا خراب تعلیم  خاوندان کولای شي  چې زمونږ  په ژوند ډیرې بدې اغیزې وکړي. د بیلګې په توګه  بد روزل شوي  کسان  د یو ځانمرګي برید کوونکي په څیر  ستاسې  ژوند  اخیستی شي او تاسې د خپلو نږدې او اقاربو، کورنیو ، خپلوانو او دوستانو نه  جلا کولای شي.

همداشان  یو ښه روزل شوی  انسان  چې  په ډیر لرې دیار کې  ژوند کوي  د یو ښه کشف سره  زمونږ  په ژوند کې ډیر زیات سهولتونه او اسانتیاوې  رامنځته کولای شي. حتا  مونږ تاسې ته  نوی ژوند رابښلی شي.

د همدې امله  په نړۍ کې  تعلیم  تر ټولو مهم  اساس  دی. تعلیم  د نړۍ د ټولو هیوادونو لپاره  ډیر مهم او ځانګړی اهمیت لري.

  تعلیم  او روزنه هم  ډولونه لري. ښه او خراب شکلونه لري. ځینې کسان  روزل کیږي  د خو موخو  لپاره  او ځینې نور بیا د بدو موخو لپاره . ځینې کسان  بیا  روزل کیږي د ټولې نړۍ او بشریت  ته د خدمت  او ښې ګنې لپاره.

یو بد روزل شوی  کس  خپله ټولنه  او هیواد خو پر ځای پریږده  چې  حتا  ټوله نړۍ  د خپلو بدو اغیزو لاندې نیولی شي. په ټولې نړۍ بدې اغیزې کولای شي.

ایا مونږ  د تعلیم نظره په نړۍواله کچه  په کوم وضعیت کې قرار لرو؟

پرته  د شکه  چې  د تعلیم  په برخه کې ډیرې پرمختللې  برخې لرو. پدې برخه کې ډیر ښه پرمخګتونه  شتون لري خو غواړو  چې  منفي  برخو  او تشو باندې  رڼا واچو.

کله چې په  لویدیځ کې  ښوونځیو  ته  کتنه وکړو نو د نورې نړۍ په پرتله پکې د جنایتونو او جرایمو کچه  دوه برابره  لوړه ده. په ځانګړې توګه  په امریکا کې ښوونځي د چا خبره په عسکري قشلو بدل شوي دي. لکه څرنګه چې ګورۍ  په ښوونځیو کې  تل  د وژنو  خبرونه  ترلاسه کیږي. ډیری  ماشومان  او ځوانان  د خپلو همټولګیانو لخوا وژل کیږي.

په ډیر کم سن کې  جنسي مسایلو، قمار، نشه يي توکو  په کارولو، شرابو، چرسو او داسې نورو باندې  پيل کوي. ډیری  ځوانان  د کورنیو سره  قطع روابط او حتا  په اخترونو کې هم  خپل مشران  نه یادوي.

په هغه نړۍ کې احترام  په نوم  څه ندي پاتي .

له بده مرغه چې نن ورځ ختیځ هم  د لویدیځ سره  ډیر زیات توپیر نلري. سره ددې چې  په ختیځ کې د لویدیځ په څیر  د جرایمو کچه  لوړه نده  پدې سیمه کې بیا  تعلیمي  سیستم  ډیرې زیاتې  ستونزې لري. یو داسې تعلیمي سیستم  شتون لري چې  ژوند د اصلي حقایقو نه لرې، د ازادې نظر د بیان پر ځای پکې  تل  د نورو لخوا تحمیل شوي نظریات شتون لري.

همداشان  لکه څرنګه چې  علی عزب بیګویچ  ویلي دي د اسلامي نړۍ  د اساسي مشکلاتو او ستونزو نه یوه هم  تعلیمي سیستم  دی.

لکه څرنګه چې  مو مخکې هم یادونه وکړه په یو هیواد کې ښه تعلیم  او بې تعلیمي  په ټولو هیوادونو  مثتبې او منفي اغیزې کولای شي چې د همدې امله باید   د تعلیمي سیستم  په برخه کې  یوه عمومي  اجماع  شتون ولري. یو داسې اجماع  چې  ژبې، دین، آډیالوژۍ، عقیدې، قوم، توکم  او رنګ ته  پکې  کتنه ونشي. که چیرې  داسې ونشي  کیدای شي چې زمونږ  راتلوونکی  د جدي ګواښ سره  مخامخ  شي.

د لا روښانه، مرفح او  با ثباته  نړۍ په خاطر  باید  په ځانګړې توګه  د تعلیم په برخه کې  نړۍوال  اساسات ولرو.

د تعلیم او روزنې نه اصلي هدف باید  انسان  سالم ژوند  ته هڅول وي.

دا چې مونږ  څه ډول  تعلیم  غواړو  دا په اصل کې د ژوند او  د ژوند  د فلسفې سره  ډیر نږدې  ارتباط  لري.

زمونږ تعلیمي  فلسله  په اصل کې زمونږ د ژوند د فلسفې یوه څانګه ده. که چیرې  غواړو چې  په نړۍ کې  او لږ تر لږه  زمونږ هیوادونو کې  بې عدالتي له منځه یوسو، د جنایتونو کچه راټیټه کړو، په هیواد کې متقابل  احترام  او دروناي کچه لوړه کړو، د بدیو ځای ښیګنه ونیسي، همکارۍ، همغږۍ، مرستې  او ورورولۍ  فضا رامنځته کړو  خپل تعلیمي سیستم باید ددې موخو  په مطابق  جوړ کړو.

د ویلو ده چې تعلیم  یواځې په ښوونځیو کې یا د مدرن تعلیم  نه عبارت ندی. یعنې پاسنیو اهدافو ته د رسیدو  یواځنۍ لار  ښوونځی  ندی. ښوونځی یواځي  واسطه ده. پدې برخه کې د ټولنې نورې برخې هم  ډیر مهم  او ځانګړې رول لري.که چیرې  نن ورځ  د بشریت د کورنۍ  په توګه  د خپل کولتور، عنعنې، دین او عقیدې په حفظ سره  د یو ګډ سیستم  لپاره  کار وکړو او یو ګډ نړۍوال  سیستم  جوړ کړو دا به  زمونږ  ډیری  ستونزې پخپله  حل کړي.

دلته پوښتنه پیدا کیږي چې  دا سیستم  باید د کومو اساساتو له مخې جوړ شي؟

لومړی  د عدالت  د مفکورې پر بڼسټ ولاړ  یو تعلیمي سیستم:

دا چې مونږ  په څه ډول یوه دوره کې ژوند کوو خوا مدرنه ، پوست مدرنه  ، عنعنوي او یا  دیته ورته  خو مونږ  باید  یو داسې  تعلیمي  سیستم  ولرو  چې د هر څه نه مخکې انسانانو ته  د عدالت  احساس ورکړي. لکه څرنګه چې  حضرت عمر رض فرمایلي دي چې عدالت  د یو ملک ، سیستم  یا دولت  اساس  دی.

همداشان  د جرمني نامتو متفکر  کانت ویلي دي ( که چیرې عدالت له منځه ولاړ شي  د انسان ژوند ته د ارزښت ورکولو  په نامه کوم شی نه پاتې کیږي. )

ځکه چې عدالت  د ازادۍ او مساوات  تضمین کوي.

پرته  د شکه چې نن ورځ  مونږ  د بشریت کورنۍ د عدالت په تعریف کې هم  سره  اختلافات لرو. خو  لږ تر لږه  د عدالت په لغوي معنا  سره  ټول همفکره یو.

لکه څرنګه چې پوهیږۍ  په ټولو دینونو ، عقیدو، مذاهبو، مکاتبو  او آډیالوژیو کې  قتل، غلا ، ظلم ، د نورو سره  بد چلند کول منع  دي. د مشروع لارو نه  پیسې پیدا کول، غلا نه کول، نورو سره مرسته کول  او داسې نورو  امر شوی دی. پدې مسلې ټول  همفکره یو.

د هر څه نه مخکې  باید  په ابتدایه، منځني، لیسه  او پوهنتونونو  او ټولو تعلیمي  ارګانونو کې  زده کوونکو ته  په مغزو کې  یوه خبره  تزریق کړو چې هغه هم  په خپل زیار  او کوښښ  سره   یو مقام او منصب ته  ځان رسول دي. د بل چا په اوږو، زور، واسطې  او ذریعې نه. مونږ  هیڅ وخت باید د نورو  په وزرنو  وانه لوزو.

د یوې شیبې لپاره  د ځان سره  فکر وکړۍ که چیرې  هیڅوک د خپل لیاقت په اساس  نه بلکې ټول د واسطې  او ذریعې، زور او غیرې قانوني لارو څخه یو ځای ته ورسیږي پس  څه  به رامنځته شي؟

که چیرې  په تعلیمي پروګرامونو کې  د تجربې، معلوماتو او نورو څه کمبودي وي دا کمبودي ګانې  ډکیدی شي  خو که چیرې د عدالت  کمبودي  وي د هغه  ډکول  ناممکنه ده.

زده کوونکو ته د عدالت   د احساس  ورکولو تر ټولو ښه لاره  د روزونکو لخوا په خپل ژوند کې د عدالت د تامین سره  ښودل دي.

دویم  خوشبینه  تعلیمي  سیستم دی.

مونږ  په ټولنه او نړۍ کې  داسو کسانو ته اړتیا لرو چې ډیر خوشبینه وي. د هیلو او امیدونو نه ډک وي.

که چیرې  زمونږ  ماشومان چې د ژوند  د پسرلي په اوایلو کې  قرار لري  ناهیلي، بد بینه، منفي پلوه  وروزو  دا یواځې په مونږ  نه  چې په نورو هم  ډیرې بدې اغیزې کوي.

زمونږ  ماشومان  او ځوانان  باید  د هیلو او امیدونو ډک وي. د ژوند هرې شیبې نه لذت واخلي  او تل  د ښو شیانو په اړه فکر وکړي.

یو داسې نسل  چې  هغه  ناامیده وي، هر څه ته بدبینه وي، منفي ګرا وي د هغه  نه  مونږ  د ښو شیانو  تمه کولای نشو. هغه ته  د امید په سترګ کتلی نشو.

 

 

 

 



اړوند خبرونه