د سوريې لپاره څه ډول اساس قانون؟
په سوريه كې د روان كړكېچ د پاى ته نه رسېدلو يو مهم لامل دا هم دى چې تر جګړې وروسته ددې هېواد د راتلونكي سياسي نظام د څرنګوالي په اړه د زبر ځواكونو سره نه جوړېدل دي.
په سوريه كې د روان كړكېچ د پاى ته نه رسېدلو يو مهم لامل دا هم دى چې تر جګړې وروسته ددې هېواد د راتلونكي سياسي نظام د څرنګوالي په اړه د زبر ځواكونو سره نه جوړېدل دي.
پدې وروستيو څو ورځو كې داسې ګونګسي شته دى چې ګويا روسيې د سوريې لپاره د اساسي قانون مسوده جوړه كړې ده او پدې اړه د امريكايي چارواكو سره سلا مشورې كوي. په سوريه كې د روسيې او امريكا په څېر د دوو لويو زبرځواكونو يو ځاى كېدل به د سيمې په خير نه وي. نړيوال زبرځواكونه د يو داسې اساسي قانون پر متن باندې سره جوړيږي چې په راتلونكې كې په سوريه كې د دوى د مداخلې لپاره چارې نورې هم اسانه شي. آيا دا زموږ د سيمې په ګټه ده؟ د همدې امله د سيمې هېوادونه، فكري بنسټونه، د مدني ټولنې استازي او ورته نورې ادارې بايد پدې برخه كې پراخه هلې ځلې وكړي.
په انقره كې د ييلدرم بايزيد د پوهنتون د سياسي علومو د پوهنځي ريس پروفيسور دوكتور قدرت بلبل د موضوع په اړه څرګندونې كړي دي چې ستاسې پام ورته را اړوم.
داسې يو اساسي قانون چې د يوې ټولنې د كلتور، تاريخ، باورونو، ارزښتونو او نورو مهمو شيانو سره اړخ ونه لګوي، د خلكو په درد نه خوري. دا د سوريې لپاره هم د منلو وړ ده.
پلوراليست اساسي قانون او د خلكو او د هېواد د ادارې لارې چارې:
د منځني ختيځ د رژيمونو تر ټولو لويه ستونزه دا ده چې دا رژيمونه د خلكو د ارادې پر اساس نه دي جوړ شوي او تكيه يې پر خپل ملت نه ده. دا رژيمونه په خپلو خلكو باندې د اقتدار د ټينګښت په موخه دننه پياوړې اوردو او پوليسو ته اړتيا لري او په بين المللي ډګر كې پياوړو نړيوالو زبرځواكونو ته اړتيا لري. د همدې امله په سوريه كې داسې اساسي قانون بايد جوړ شي چې تكيه يې په خپل ملت وي او د ملت په زور پياوړى وي. داسې اساسي قانون چې د اكثريت ارادې ته احترام ولري كولاى شي چې د هېواد ارزښتونو ته پاملرنه وكړي. پدې ډول په هېواد كې دننه او له هېواده بهر به د خلكو خلكو او نړويوالې ټولنې پر وړاندې پياوړى ځواك خپل كړي.
داسې اساسي قانون چې له مخې يې د اقتدار موده په كې معينه شوې وي:
د سوريې په څېر هېوادونو كې د اقتدار د مشروعيت يوه بله ستونزه بيا دا ده چې هغه كسان چې واك ته رسېدلي دي، په اسانۍ سره نه پرېږدي چې خپل واك پرېږدي. د سيمې پادشاهان، اميران او نور مشران د خپل عمر تر پايه پورې په چوكۍ ناست وي. دا حالت يو زيات شمېر ستونزې زېږوي. تر هر څه وړاندې دا حالت د ټولنيز مشروعيت اساس د خطر سره مخامخ كوي. خپلو خلكو ته د حساب وركولو او شفافيت له مخې بايد د هېوادونو د مشرانو د اقتدار موده محدوده وي. د بېلګې په ډول د دوو ۵ كلنو دورو لپاره چې په مجموعي ډول ټول ۱۰ كلونه كيږي، د مشرانو اقتدار بايد محدود شي.
د تركيې د وسله وال پوځ لخوا په سوريه كې د داعش د ترهګرې ډلې پر وړاندې د فرات د سپر تر عملياتو وروسته د جرابلس په سيمه كې د خلكو سره د بشري مرستو سربېره د سيمې د بيا رغونې او امنيت د ټينګښت په برخه كې تركيه په مهمې آزموينه كې بريالۍ شوه. هغه سوري كډوال چې د داعش او پي واى ډي د ترهګرو له وېرې د جرابلس له سيمې تركيې ته راغلي و، بېرته خپلو كورونو ته ستانه شو. تركيه په سوريه كې له يوې د ترهګرۍ سره مبارزه كوي او د بلې لخوا د ملكي وګړو د ورځني ژوند لپاره آسانتياوې برابروي. د فرات د سپر د عملياتو تر برياليتوب وروسته شاوخوا ۲۰۰ زره سوري كډوال بېرته خپلو كورونو ته ستانه شول. سربېره پر دې د سوريې له نورو سيمو هم زرګونه كسان د تركيې د وسله وال پوځ په واسطه د جرابلس آزادې شوې سيمې ته راغلل.
د فرات د سپر د عملياتو په پايله كې له ترهګرو پاكه شوې سيمه اوسهمال په سوريه كې تر ټولو باثباته سيمه بلل كيږي. د سوريې له ګوډ ګوډه زرګونه كډوال چې د بشار اسد له ظلمونو په تنګ راغلي دي، د فرات د سپر سيمې ته راځي. د بېلګې په ډول د سوريې د پلازمېنې دمشق په مربوطاتو كې د ختيځې غوطه سيمه چې د رژيم د ځواكونو لخوا د پرله پسې بمبار وروسته اوس په كنډوالو بدله شوې ده، خلك يې د جرابلس سيمې ته راتښتېدلي دي. تركيې په سوريه كې د نظامي عملياتو په ترڅ كې نه يواځې خپل امنيت ته رامنځته شوى ګواښ برطرفه كړى دى، بلكې د سوريې د خلكو لپاره يې باثباتې سيمې رامنځته كړي دي. د بېلګې په ډول د امريكا د متحدو ايالتونو د نظامي ملاتړ په پايله كې د پې كا كا / پي واى ډي د ترهګرو لخواد رقه، طبقه او دير الزور سيمې د داعشي ترهګرو ونيول شوې خو پدې سيمه كې مېشتو كسانو د پي واى ډي د ترهګرو له وېرې خپل كورونه پرېښودل او د فرات د سپر د عملياتو سيمې ته چې د تركيې په كنترول كې ده، راغلل.
د امريكا د متحدو ايالتونو لخوا د ترهګرۍ سره د مبارزې په بهانه د نيول شو سيمو كډوال چې اوسمهال په تركيه او نورو هېوادونو كې پراته دي، نشي كولاى چې خپلو كورونو ته بېرته ستانه شي. د امريكا او پي واى ډي ترهګرو تر كنترول لاندې سيمو ته نه يواځې چې كډوال بېرته نه ځي بلكې له سيمې پاتې خلك هم د تېښتې په حال كې دي.
د تركيې امنيتي ځواكونه د پې كا كا او داعش دواړو پر وړاندې د وسله والې مبارزې په پايله كې پدې بريالي شوي دي چې هېواد د دوى لخوا متوجه ګواښ لږ كړي. پې كا كا او داعش دواړو په سوريه كې د روانې جګړې له امله د قدرت له تشې په استفادې سره دا سيمه د تركيې د ناامنۍ په موخه كاوري. د تركيې چارواكي چې دې خطر ته متوجه دي په تېرو دوو كلونو كې يې له پولې بهر د سوريې او عراق په خاورو كې پر يو لړ عملياتو باندې پيل كړى دى. تركيې د سوريې په خاوره كې د فرات د سپر د عملياتو په لړ كې د داعش ګواښ تر يوه حده له منځه يوړ. اوس غواړي چې د زيتون د څانګې د عملياتو په واسطه په سيمه كې د پې كا كا د ترهګرې ډلې د څانګې پي واى ډي پر وړاندې هم اړوند تدابير ونيول.
د سوريې په شمال كې د عفرين په سيمه كې د پي واى ډي ترهګره ډله د كلونو راهيسې هلته مېشته ده. دا سيمه چې د تركيې د سوېلي پولو سره نږدې پرته ده، تل يې د تركيې لپاره سر خوږى رامنځته كړى دى. د پي وا ډي ترهګره د امانوس د غرونو د لمنې په واسطه تركيې ته ترهګر، وسلې او مهمات رالېږي. د تركيې د امنيتي ځواكونو د عملياتو په لړ كې يو زيات شمېر داسې وسلې او مهمات وموندل شول چې د سوريې له شماله تركيې ته راوړل شوي وو. په عفرين كې د پي واى ډي شتوالى ددې سبب شوى وو چې په سيمه كې د پې كا كا د ډلې لپاره پرسونل تربيه كړي او بيا يي د بريدونو لپاره دلته راولېږي. دې ترهګرو په نړيواله سطحه د تركيې پر وړاندې د پيل كړي پروپاګند په پايله كې د خلكو په اذهانو كې د تركيې مثبت تصوير ته زيان رسولو. د پي واى ډي لخوا د تركيې په سوېل كې د كيليس او ريحانلې پر ښارونو باندې د راكټي بريدونو په پايله كې يو زيات شمېر ملكي وګړي ووژل شول. د زيتون د څانګې د عملياتو د برياليتوب سره به تركيه د خپل سرحدي امنيت په موخه سيمه تر خپل كنترول لاندې ولري. سربېره پر دې به تركيه د ختېځې مديترانې اوبو ته د ترهګرې ډلې د لاس رسي مخه هم ونيسي. پدې ډول به د ترهګرو هغه امېد په اوبو لاهو شي چې غوښتل يې د سوريې په شمال كې له عراقه نيولې د مديترانې تر بحيرې پورې سيمه كې د ترهګرۍ يو دهليز رامنځته كړي.
د سوريې په شمال كې د پې كا كا د ترهګرې ډلې د څانګې پي واى ډي شتوالى نه يواځې د تركيې ملي امنيت ته ګواښ دى بلكې په عين حال كې دوى په پام كې لري چې د سوريې ځمكنۍ بشپړتيا ته هم خطر رامنځته كړي. د پې كا كا ښاري جوړښت چې د كا جې كا په نامه ياديږي د سوريې، عراق، ايران او تركيې په خاورو كې د خپلواك `كردستان` د جوړولو خوبونه ګوري. ترهګرو د سوريې او عراق په خاروه كې د خپل حاكميت لاندې سيمو كې د تش په نامه د شمالي سوريې فدرالي سيمه اعلان كړې ده او هلته يې مصنوعي ټاكنې ترسره كړې دي.