په روهينګيا كې څه تېر شوي او موږ بايد څه وكړو؟

د روهينګيا په اړه زموږ معلومات ناقص او په سيمه كې د مېشتو مسلمانانو د حالت په اړه په هېڅ نه پوهېږو.

885688
په روهينګيا كې څه تېر شوي او موږ بايد څه وكړو؟

 

 

*پروفيسور دوكتور قدرت بلبل

د روهينګيا په اړه زموږ معلومات ناقص او په سيمه كې د مېشتو مسلمانانو د حالت په اړه په هېڅ نه پوهېږو. د روهينګيا نوم هغه مهال په نړيوالو رسنيو كې د اجندا په سر كې ځاى ونيولو چې د تېر ميلادي كال د آګست د مياشتې په ۲۵مه نېټه د ميانمار د بوديستان د ظلمونو په پايله كې بنګله دېش ته د دوى د كډوالۍ بهير پيل شو. تر اوسه پورې ۵۰۰ زره مسلمانان له سيمې تښتېدلي دي.

د روهينګيا سيمه د ميانمار د هېواد د اوو ايالتونو نه يو دى. ميانمار د ټالينډ، لاوس، چين، هندوستان، بنګله دېش د هېوادونو او د بنګال د خليج سره پولې لري. د روهينګيا سيمه بيا د همدې خليج په سواحلو كې پرته ده چې د ستراتيژيكي پلوه ځانګړى اهميت لري. د روايتونو له مخې د اسلام دين د روهينګيا خلكو ته د مسلمانو سوداګرو د هغې كېښتۍ په واسطه رسېدلى دى چې د بنګال په خليج كې ډوبه او سپرلۍ يې ددې سيمې ساحل ته تللې وې. د روهينګيا مسلمانانو  څو پېړۍ د خپلو سلطنتونو پر واك لاندې سوله ايز ژوند كړى وو خو د لوېديځ د امپرياليستي ځواكونو لخوا په ۱۸۸۵م كال كې پرې يرغل وشو. د روهينګيا مسلمان سلطنت د انګرېزيانو د يرغل سره پاى مومي او تر ۱۹۴۸م كاله پورې د دوى تر يرغل لاندې ژوند كوي. په ۱۹۴۸م كال كې ميانمار د انګرېزانو نه خپله خپلواكي ترلاسه كوي خو په سيمه كې ثبات نه راځي. د امريكا سورپوستان د انګرېزانو د سياست په اړه يوه ښكلې وجيزه لري:  دوى وايي چې `` كه چېرې په وياله كې مو وليدل چې دوه كبان جنګ كوي نو پوه شئ چې لږ مخكې يو انګرېز له سيمې تېر شوى دى.`` د همدې وجيزې پر اساس په ميانمار كې د خپلواكۍ نه وروسته ستونزې نورې هم ډېرېږي.

په ۱۹۶۲م كال كې په ميانمار كې د جنرال نې وين لخوا نظامي كودتا كيږي او د هېواد نوم له برما نه په ميانمار باندې بدليږي. په هېواد كې د يو ګوند تر واك لاندې جمهوري نظام پر مهال د مسلمانانو د تبعيد ام تجريد چارې هم ګړندۍ كيږي. پدې موده كې د ۹۶۹ په نامه يو غورځنګ هم بايد په ياد وساتل شي چې د سختدريځو بوديستانو پر مټ يې زرګونه مسلمانان ووژل. د شاوخوا ۶ لسيزو راهيسې د روهينګيا په سيمه كې د مسلمانانو پر وړاندې سيستماتيك تبعيض روان دى.

د روهينګيا د مسلمانانو ستونزې ته د اشارې په موخه مو تېر كال د ييلدرم بايزيد د پوهنتون د سياسي علومو په پوهنځي كې د اروپايي روهينګيايانو د شورا مشر او د بهرنيو چارو د وزارت د مستشار مرستيال امېد ياردم په ګډون يو علمي كنفرانس جوړ كړى و. زموږ د كنفرانس يو  روهينګيايي مسلمان مېلمه چې له هالنډه راغلى و دوه نومونه درلودل. يو نوم يې محمد او بل يې لا جو و. د نوموړي په وينا كه په ميانمار كې اوسېږئ نو د تبعيض د مخنيوي په موخه تاسې مجبور ياست چې خپل هويت پټ كړئ. ددې لپاره بايد ميانماري نوم ولرئ. دا حالت په ۱۹۸۰يمو كلونو كې په بلغاريا كې  د مسلمانو تركانو پر وړاندې هم عملي شوى و. پدې موده كې حتى د مسلمانو تركانو د مزارونو شناختي هم بدل شوي و. د روهينګيايي مسلمانانو د حالت په اړه د پوهېدلو لپاره يواځې د خپل نوم د بدلولو كيسه كافي ده.  ددې ستونزې د آواري لپاره بايد ځينې لارې چارې په نظر كې ونيول شي.

۱ -  پر ميانمار باندې د نړيوالې ټولنې د فشار زمينه برابره شي: د ميانمار په څېر سيمو كې د زور او جبر ځواب بايد په زور او جبر وركړل شي. د همدې امله بايد نړيواله ټولنه دې ته قانع شي چې پر ميانمار باندې خپل سياسي فشارونه نور هم زيات كړي. دا كار يواځې دولتونه او نړيوالې ټولنې كولاى شي.

۲ – د حل لارې نړيوال ګروپ: د آذربايجان – ارمنستان ترمېنځ د ستونزې د آواري په موخه په اوكراين كې د مېنسك په نامه يو نړيوال ګروپ جوړ شوى دى. په ورته ډول د ميانمار د مسئلې د آواري په موخه بايد داسې يو نړيوال ګروپ جوړ شي چې پر موضوع حاكم وي.  د چين او هندوستان هېوادونه بيا هلته د حل لارې پر ځاى د نورو ستونزو د رامنځته كولو پلويان دي. ددې سره سره دوى هم بايد ددې بهير يوه برخه وي.  دا ګروپ بايد په لومړي سر كې هڅه وكړي چې د روهينګيا بې ځايه شوي مسلمانان لومړى خپلو سيمو ته بېرته وليږي او بيا د دوى د ژوند د حق نه د دفاع په موخه يو ګډ ميكانيزم رامنځته كړي.

۳ –  د نړيوالې ټولنې غوږونو ته د روهينګيا د مسلمانانو پر وړاندې د روانو ظلمونو، فشارونو او وژنو خبرونه رسول:

د روهينګيا مسلمانان اوس هم لكه د سوريې كردان رسمي هويت او تذكره نه لري. د رسمي هويت د نه لرلو له امله نشي كولاى چې په هېواد كې د روغتيا او ښوونې په څېر د اساسي اسانتياو نه برخمن شي. په ټوله نړۍ كې بايد د مدني ټولنې استازي، خيريه ټولنې او حتى اشخاص په خپلو هېوادونو او نړيوالو غونډو كې ددې ستونزو په اړه خلكو ته معلومات وركړي.  د ميانمار د چارواكو پر وړاندې بايد له حقوقي لارې قضايه قويې ته مراجعه وكړي.

۴ – د بنګله دېش سره مرسته: د بنګله دېش هېواد چې په خپله د ستونزو سره لاس او ګرېوان دى اوسمهال د سلګونو زرو روهينګيايي مسلمانو كډوالو كوربه توب كوي.

۵ -  د بېړنيو حالاتو په موخه د اړوندو ادارو جوړول: مثلاً تركيه پدې برخه كې ښه تجربه لري. تركيې د ميانمار د مسئلې په څېر د نړۍ په هر ګوډ كې د تركيې د سرې مياشتې، د تركيې د همكارۍ او همغږئ د اژانس تيكا، د تركيې د بېړنيو حالاتو سره د مبارزې د ادارې `آفاد` او نورو ورته ادارو په پر مټ د مظلومو كسانو لاسنيوى كړى دى. پدې برخه كې د نړيوالې ټولنې جلبول ځانګړى اهميت لري

۶ – د تركيې په مشرۍ د كړكېچ سره د مبارزې د دايمي نړيوال مركز جوړول.

۷ – نړيوال ذهنيت رامنځته كول: د روهينګيا مسئله هم لكه د بيت المقدس د مسئلې په څېر يواځې د مسلمانانو پورې اړه نه لري. ددې ډول موضوعګانو په اړه بايد نړيوال ذهنيت آماده شي. .  په بنګله دېش كې د روهينګيايي مسلمانانو له كمپونو نه د ولسمشر اردوغان د مېرمنې امينې اردوغان ليدنه ځانګړى اهميت لري.

 

*پروفيسور دوكتور قدرت بلبل د ييلدرم بايزيد د پوهنتون د سياسي علومو د پوهنځي ريس.

 

 



اړوند خبرونه