د ترکیې له نظره منځنی ختیځ

د منخني ختیځ په سیمه کې وروستیو پرمختګونو ته لنډه کتنه

877442
د ترکیې له نظره منځنی ختیځ

 

لکه څرنګه چې پوهیږۍ  یو څه موده مخکې  د متحده عربي اماراتو  د بهرنیو چارو وزیر عبدالله بن زید  د ډیرې بې نزاکتۍ  او بې شرمۍ سره  د ټویټر له لارې  یو پیغام خپور کړ. هغه  پدې پيغام کې  د عثماني امپراتورۍ  په نامتو  جنرال  چې مدینې منورې ښار يی  د انګلستان  د یرغل نه  ژغورلی  دی  ناحقه تور  او افتراء  لګولې ده.

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو د وزیر  دې پیغام  په سیمه کې  د عثماني امپراتورۍ د نامتو جنرال  فخرالدین  په اړه  بحثونو ته  لار پرانیسته  او سخت غبرګونونه يي پارولي دي. د همدې امله  مونږ  پدې خپرونه کې  دې مسلې ته  لنډه کتنه کوو.

د ترکیې د اتاترک پوهنتون  د نړۍوالو اړیکو د څانګې څیړونکي  ډاکټر جمیل دوغاچ  ایپک د مسلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااوم.

ډاکټر جمیل دوغاچ وايي چې د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر عبدالله بن زید  د ټولو ډیپلوماتیکو نزاکتونو  پر خلاف  د اخلاقو نه لرې  پیغام خپور کړی دی. هغه ویلي دي چې  عبدالله بن زید  هغه څوک چې  مدینې منورې ښار يي  د انګلیس یرغل  او وهابیزم د محاصرې نه  ژغورلی دی  د سپڅلو امانتونو  د  غلا کولو او استانبول ته  د راوړولو  تور لګولی.

راځۍ  چې لومړی  عبدالله بن زید  وپیژنو  چې څوک  دی؟

لکه څرنګه چې  مو  په تیرو خپرونو کې هم  یادونه کړې وه  نن ورځ په منځني ختیځ کې  د یو زیات شمیر  وروستیو او نښتو تر شا  عبدالله بن زید او د هغه د متفقینو  لاس  دی.

عبدالله بن زید  د دوبۍ  ولیهغد  او د متحده عربي اماراتو د پردې شا  اصلي واکمن  دی محمد بن زید  ورور  دی.

عبدالله بن زید  ددې بې تربیه ګۍ  او بې حرمتۍ سره  یواځې د ترکیې نه بلکې د عربي نړۍ  سخت غبرګون پارولی دی.

پخپله  عربي نړۍ کې  ډیری  مشران  او مخورې څیرې وايي  که چیرې  فخرالدین خان  دا سپڅلي  امانتونه  استانبول ته  انتقال کړي نوی  نو اوس  به دا ټول  کفارو لاسته غورځیدلي وی. دا ټول به د نورو هیوادونو لاس ته غورځیدلي  وی.

لکه څرنګه چې ټوله نړۍ پدې ښه پوهیږي او اګاه  ده  عثماني امپراتورۍ  د ۱۵۱۷ کال نه  د عجاز سیمې سره په مرستو او سیمې ته په خدمت کولو پيل وکړ.

همداشان  د عثماني امپراتورۍ  پاچاهانو به  د ۱۵۱۷ کال نه وروسته  د مکې او مدینې په ښارونو کې  د سپڅلو مکانونو سره  په خدمت کې د یو بل سره  سیالي کوله.

په مکې مکرمه کې  د شریفي حسین  لخوا د عصیان  د اقدام  نه وروسته  د اعجاز قومندان  جنرال فخرالدین  په ۱۹۱۶ کال کې  کې  مدینې منورې ته واستول شو.

جنرال فخرالدین  لومړی  د مدینې ښار  د انګلیس  ځواکونو او د هغوې د لاسپوڅو  د یرغل نه  وژغوره او وروسته يي دلته موجود  سپڅلې امانتونه  د خوندي ساتلو په خاطر  استانبول ته  د انتقالولو په خاطر  کلک امنیتي تدابیر  ونیول.  په ۱۹۱۷ کال کې  د عثماني  دولت  پاچا  دویم  مراد  هغه ته  دا امانتونه  د کلکو امنیتي تدابیرو لاندې  استانبول ته  د استولو  امر وکړ. هغه دا کار  ددې امانتونو  د لوټولو د مخنیوي په خاطر  وکړ.  

جنرال فخرالدین  په مدینه کې د اقامت پر مهال  تل  د خلکو په منځ کې اوسیدلی  او د سیمې کلک ملاتړ يي  ترشا درلود.

همداشان  په مکه کې بیا  د وخت د والي جنرال غالب  د ځینو خطاګانو له امله  ښار  د عصیانګرو  لاسته  ورغی.

عصیان کوونکو  په ډیره لنډه موده کې د مدینې  منورې  پرته  نور  یو زیات شمیر ښارونه  اشغال کړل.

جنرال فخرالدین  بیا  د ډیرو کمو امکاناتو سره سره  د سیمې نه  دفاع ته دوام ورکړ.

همداشان  امپراتورۍ  د ۱۹۱۸ کال  د اکتوبر په ۳۰ مه نیټه  د موندروس  تړون  د لاسلیکولو سره  اور بند  اعلان کړ. ددې تړون له مخې  انګلیس او د هغوې لاسپوڅو عصیانګرو  مدینې ښار دوې ته د تسلیمولو غوښتنه وکړه.

خو فخرالدین  بیا ددې غوښتنه رد کړه او ۷۲ ورځې نورې هم  ددې ښار نه په ډیرې میړانتیا سره  دفاع وکړه.

د متحد عربي اماراتو  د بهرنیو چارو د وزیر ددې تور نه وروسته  د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د هغه په غبرګون کې وینا وکړه.

ولسمشر اردوغان په خپله وینا کې په عبدالله بن زید داسې غږ وکړ« ای  په مونږ په ناحقه تور لګوونکی  بې چاره  او بې شرمه ، کله چې جنرال فخرالدین  د مدینې نه دفاع کوله  ستا نیکونه چیرته وو؟ د ولسمشر اردوغان ددې پوښتنې ځواب د عثماني مپراتورئ  ارشیف لخوا ورکړ شو.

د عثماني ارشیف  د معلوماتو له مخې  د عبدالله بن زید  ډرنیکه  د ابودوبۍ د قوم مشر  زید  په ۱۹ مه پیړۍ کې  پرته د ځنډه په دومداره توګه  په قطر بریدونه کړي، سترې سترې غلاګانې او قتل عامونه  يي کړي دي. هغه دا ټول  د انګلستان په اشاره او مرسته  ترسره کړي دي.

د ویلو ده چې  د ترکیې نامتو تاریخ پوه  او څیړونکي  مراد باردک اوغلو د عبدالله بن زید  د ډر نیکه  زید  د غلاګانو، قتل عامونو ، ناحقه وژنو او انګلسیانو ته  د غلامۍ  یو څو  سندرونه  خلکو ته خپاره کړل.

همداشان  په ارشیف کې  د زید په اړه  د یو زیات شمیر جنایتونو  او غلاګانو  سندونو او شواهد  شتون لري.

په اصل کې پدې وروستیو کلونو کې  په اسلامي نړۍ کې  د فخرالدین خان  یادونه نه کیده. کټ مټ  د کوت العماره  د تاریخي  بري په څیر. په تاریخي کتابونو کې هم  دې دوو  مسلو ته  جدي توجه نده شوې.

د فخرالدین خان  میړانتیا  او زړورتیا  یو ځل بیا  ټولو ته د بیانولو په برخه کې  تر ټولو ډیر  د ترکیې ولسمشر اردوغان  مهم  رول  لوبولی دی.

ولسمشر اردوغان د ۲۰۰۸ کال  راهیسې په خپلو یو زیات شمیر ویناګانو کې د فخرالدین خان  نه یادونه کړې ده  او کوي يي.

ولسمشر اردوغان په حربي پوهنتونونو کې  افسرانو ته  تل  د فخرالدین  خان  نه  مثالونه ورکول.

د همدې امله  د منځني ختیځ  په یو زیات شمیر خبري رسنیو کې  ویل شوي دي چې  ولسمشر اردوغان د فخرالدین خان  لمسی  دی.

داسې ښکاري چې د عربي نړۍ  مشران  په ولسمشر اردوغان کې د فخرالدین خان  نښې او نښایې ویني.

د فخرالدین خان  په اړه  د متحده عربي اماراتو  د بهرنیو چارو د وزیر بې نزاکتي او بې حرمتي  په ترکیه کې  سخت غبرګونونه پارولي دي.

په اصل کې  د ترکي نړۍ  سخت غبرګون ته  حاجت  نشته ځکه چې  د عثماني امپراتورۍ سره  د خیانت کوونکو لمسیان  نن ورځ د خپلو نیکونو پر څیر  خیانت ته دوام ورکوي. دا ددوې حرثي  عادت  دی.

پدې سیمه کې  د پردو  لاسپوڅي  او د پردو په ژبه  خبرې کوونکي  دا جاسوسان  د خپلو نیکونو په څیر  د فخرالدین خان او ولسمشر اردوغان په څیر د کسانو موجودیت  زغملی نشي. هغوې نن ورځ هم  ډار لري. خو کیدای شي چې دا ډار  اسلامي نړۍ  یو ځل بیا  د پخوا په څیر  متحده  او ځواکمنه کړي.

 



اړوند خبرونه