په اروپا کې د نیوفاشیزم د خپو غږونه اوریدل کیږي
ددې اوونۍ په خپرونه کې په اروپا کې د ترکیې او مسلمانانو پر خلاف د روانو ضد انساني او ضد اخلاقي چلندونو په اړه د لومړي وزیر مرستیال نعمان کورتولموش مرکې ته ځای ورکړی دی .
ددې اوونۍ په خپرونه کې په اروپا کې د ترکیې او مسلمانانو پر خلاف د روانو ضد انساني او ضد اخلاقي چلندونو په اړه د لومړي وزیر مرستیال نعمان کورتولموش مرکې ته ځای ورکړی دی .
د هیواد د لومړي وزیر مرستیال او د حکومت ویاند نعمان کورتولموش په اروپا کې د ترکیې او مسلمانانو پر خلاف د روانو پرمختګونو په اړه ویلي دي چې « په اروپا کې د نیوفاشیزم د خپو غږونه اورو.»
هغه دا مرکه د اناتولیا خبري اژانس سره کړې ده. هغه په اروپا کې د ترکیې او ترکي سیاستوالو په اړه د اروپايي هیوادونو د چلند په اړه د پوښتنې په ځواب کې ویلي دي
« لکه څرنګه چې ټوله نړۍ شاهده اروپا نن ورځ د ترکیې مشروع حکومت غړیو، وزیرانو او د پارلمان وکیلانو ته د غونډو او وینا اجازه نه ورکوي خو د پې کاکا ترهګرې ډلې پلویانو ته د پولیسو د نظارت او څار لاندې د هر ډول لاریون ، غونډې او مظاهرې اجازه ورکوي. دا هیوادونه په ښکاره توګه د اپریل په ۱۶ مه په ترکیه کې اساسي قانون د بدلون په خاطر د ترسره کیدونکې ټولپوښتنې سره مخالفت کوي. ده خبره د منلو وړ نده. »
هغه په اروپايي هیوادونو غږ وکړ چې خپل سر خپل ګریوان ته ښکته کړي. د ترهګرو ترمنځه توپیر شتون نلري. په ترهګرو ترمنځه ښه ترهګر او بد ترهګر شتون نلري.
هغه زیاته کړه که چیرې اروپا د پې کاکا ترهګرې ډله پدې اندازه ونازوي، تقویه او تمویل کړي یوه ورځ نه یوه ورځ به ددوې د ځان بلا وګرځي. یوه ورځ نه یوه ورځ به اروپايي سیاستوالو ته ضرر ورسوي. لکه څرنګه چې ترننه پورې رسولی دی. اروپا باید د اولوف پالمي جنایت هیر نکړي. په ۱۹۸۶ کال کې د سویډن تر ټولو ډیموکراټ او منځلاری سیاستوال پالمي د پې کاکا ترهګرې ډلې لخوا ووژل شو. ددې احتمال شتون لري چې د پې کاکا قاتله ترهګره ډله یو ځل بیا د اروپا په زړه کې اروپايي سیاستوال په قتل ورسوي.
هغه زیاته کړه چې نن ورځ په اروپا کې روانو پرمختګونو ته په کتو سره د نیونازیزم، نیوفاشیزم او افراطي توکمپالۍ د خپو غږونه اوریدل کیږي. لکه څرنګه چې پوهیږۍ اروپا په ډیر نږدې ماضي کې هم د هټلر او هم د موسولوني نه ډیر زیات ظلمونه لیدلي دي. که چیرې د لومړنۍ او دویمې نړۍوالو جګړو ترمنځه د اروپا تاریخ ته دقت وکړو پدې موده کې په اروپا کې ستر قتل عامونه شوي او ډیرې زیاتې وینې تویې شوي دي. ددې وینو د تویدو یواځنی لامل افراطي توکمپالنه وه.
هغه وویل پدې وروستیو کې ځینو اوازې شتون لري چې اروپايي هیوادونه غواړي چې په اروپا کې په میشتو ترکانو د اپریل په ۱۶ مه په ترکیه کې په ترسره کیدونکې ټولپوښتنه کې د ګډون او رای اچونې مخه ونیسي. خو مونږ په ټولو دا غږ کوو چې هیڅ طاقت په اروپا کې د میشتو ترکانو په رای اچونه کې د ګډون د مخنیوي توان نلري.
لومړي وزیر مرستیال د هغه ادعاګانو په ځواب کې چې ګواکې په ترکیه کې په نوي سیاسي او حکومتي سیستم یعنې په ریاستي سیستم کې هیڅوک د ولسمشر د کنټرول صلاحیت نلري داسې وویل « دا ادعاګانې ټولې د حقیقت نه لرې او درواغ دي. برعکس په نوي سیستم کې ولسمشر د لا زیاتو صلاحیتونو ترڅنګ لا زیات مسئولیتونه هم لري. ولسمشر هیڅوخت د قانون د تصویبولو صلاحیت نلري. د ولسمشر لخوا صادریدونکي تقنیني فرمانونه به د قوانینو سره په ټکر کې نوي. »
په قوانینو کې هم سلسې مراتب شتون لري. تقنیني فرمانونه بیا پدې سلسې مراتب کې تر ټولو په لاندې طبقه کې قرار لري.
یعنې دا فرمانونه د وزیرانو د شورا د حکمونو په څیر دي. په نوي حکومتي سیستم کې لومړی وزیر شتون نلري او اجرایې قویې مشري ولسمشر ته ورکول کیږي. د همدې امله ولسمشر هیڅ فرمان به د قانونونو سره په ټکر کې نوي.
هغه وویل چې په ترکیه کې ددینه وروسته ولسمشر په مخامخ ډول د ملت لخوا ټاکل کیږي. ولسمشر به د پنځوس جمع یو رایې په اساس ټاکل کیږي. ولسمشر به کابینه جوړوي. په نوي سیستم کې ولسمشر لا زیات د خلکو سره اړیکې ټینګوي او خلکو غوښتنې او توقعات اوري ځکه چې ولسمشر د خلکو لخوا ټاکل کیږي. دا مسله په اصل کې مخالفو ګوندونو ته هم ډیر لوی فرصت ورکوي.
د لومړي وزیر مرستیال هغه ادعاګانې چې د ترکیې حکومت ۳ میلیونو تنو سوري کډوالو ته د ترکیې تابعیت ورکوي په کلکه توګه رد کړې. هغه وویل چې دا ډول ادعاګانې او پروپاګڼد په کامله توګه صحت نلري او د حقیقت نه لري دي.
دا په کامله توګه درواغ دي. مخالف ګوندونه غواړي چې ددې ډول بې بڼسټو او ناسمو ادعاګانو سره د خلکو اذهان خراب کړي.
هغه وویل چې ترکیه نن د څه باندې ۳ میلیونو تنو سوري کډوالو کوربه دی. دې خلکو ته يي خپلې دروازې پرانیستې دي او په خپل هیواد کې ورته ځای ورکړی دی . ددې کډوالو هر ډول روغتیايي او ټولنیزې اړتیاوې پوره کوي. خو دا کډوال هم زمونږ ورورنه دي . خو مونږ غواړو چې دوې په خپل هیواد کې د هوسا او سوکاله ژوند ولري. د همدې په خاطر هلې ځلې کوو.
هغه زیاته کړه چې ترکیې څه باندې ۳ میلیونو تنو کډوالو ته ځای ورکړ. زمونږ هیوادوالو دې کډوالو سره د خپلې خولې ډوډۍ وویشله. تاسې وګورۍ که چیرې پدې اندازه کډوال یو بل هیواد یا اروپا ته تللي وی هلته به لویې ټولنیزې ستونزې رامنځته شوي وی خو د الله په مرسته او د ترکیې د میړانه ملت په ملګرتیا په ترکیه کې هیڅډول ستونزه نده رامنځته شوې .
ترکیې د خپلو دې ورورنو نه د ډیر ورین تندي سره هر کلی کړی او ښه کوربه توب او میلمه پالنه ترینه کړې ده .
هو کیدای شي چې کوچنې ستونزې رامنځته شوي وي خو د الله په مرسته دا ټول حلیږي. د سوري کډوالو مسله د ترکیې لپاره ټولنیزه ستونزه نده رامنځته کړې.
اوس باید ددې ملت ددې میلمه پالنې او ښه کوربه توب سره څوک باید ملنډې ونه وهي. سوري کډوالو ته د ترکیې د تابعیت ورکولو کومه مسله شتون نلري.
دوی ټول زمونږ ورورونه او دوستان دي.
مرستیال لومړي وزیر د اروپا لخوا د کودتاچیانو نه د ملاتړ په اړه د پوښتنې په ځواب کې داسې وویل « دا یوه ډیره لویه خطا ده . د ځینو اروپايي هیوادونو لخوا فتح الله ګولن ترهګریز سازمان غړیو ته پناه ورکول په اصل کې په ښکاره توګه ددې ترهګرې ډلې نه د ملاتړ په معنا دی. دا مسله د منلو وړ خبره نده.
اروپا باید هر څه ژر دا کودتاچیان ترکیې ته وسپاري. ځکه چې ترکیه ددې هیوادونو سره اتفاق او د دوستۍ اړیکې لري.
اړوند خبرونه
اردوغان : د تورکیې او روسیې ترمنځه پیوستون او اقتصادي اړیکې دوام لري
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د تورکیې او روسیې ترمنځه پیوستون او اقتصادي همکاري دوام لري.