تونس د عربي پسرلي نه وروسته

په تونس كې د ۲۰۱۰م كال د دسمبر د مياشتې په ۱۷مه نېټه د محمد البوعزيزي په نامه د يو ځوان كارګر لخوا د ځان د سوځونې سره پيل شوى بهير چې وروسته د عربي پسرلي په نامه هم ياد شو د يو زيات شمېر هېوادونو تقدير بدل كړ.

434101
تونس د عربي پسرلي نه وروسته

په تونس كې د ۲۰۱۰م كال د دسمبر د مياشتې په ۱۷مه نېټه د محمد البوعزيزي په نامه د يو ځوان كارګر لخوا د ځان د سوځونې سره پيل شوى بهير چې وروسته د عربي پسرلي په نامه هم ياد شو د يو زيات شمېر هېوادونو تقدير بدل كړ.

په تونس كې د ۲۰۱۰م كال د دسمبر د مياشتې په ۱۷مه نېټه د محمد البوعزيزي په نامه د يو ځوان كارګر لخوا د ځان د سوځونې سره پيل شوى بهير چې وروسته د عربي پسرلي په نامه هم ياد شو د يو زيات شمېر هېوادونو تقدير بدل كړ. البوعزيزي په اصل كې له پوهنتونه فارغ شوى وو او په پلازمېنه كې يې د بېكارۍ له وجهې په لاس ګاډي كې شيان خرڅول. پوليسو د نوموړي لاس ګاډى ورنه واخيست. البوعزيزي هم د بلې چارې پر ځاى ځانله اور واچولو. په تونس كې د زين العابدين بن علي مستبد ژريم د خلكو د لاريونونو پر وړاندې مقاومت له لاسه وركړ او د ۲۰۱۱م كال د جنورۍ په ۱۴مه نېټه له هېواده وتښتېد.
پينځه كاله وروسته په هېواد كې داسې يوه بله پېښه هم رامنځته شوه چې د تونس ديموكراتيك بهير تر سوال لاندې راوړ. ددې هېواد د قصرين په ښار كې پېښه شوه. د رضا يحياوي په نامه يو تن ځوان چې نوم يې په ۲۰۱۴م كال كې ددې ولايت د مقام لخوا د كارموندنې په لست كې شامل شوى وو او د كار لپاره يې انتظار ويست، څو وړاندې خبر شو چې نوم يې د كارموندنې له لسته بېرته پاك شوى دى. رضا يحياوي په دې پرېكړې د اعتراض په موخه د برېښنا يوې ستنې ته وښود چې د برېښنا د نيولو په پايله كې ووژل شو. د البوعزيزي د پېښې نه پوره پينځه كاله وروسته د جنورۍ په ۱۴مه نېټه د يحياوي د مړينې سره سم د تونس د پلازمېنې سربېره په ۱۶ ايالتونو كې يو ځل بيا لاريونونه پيل شول.
د تونس حكومت ددې لاريونونو د مهارولو لپاره په يو شمېر سيمو كې پر تګ راتګ بنديز ولګولو. ددې سره سره دا بايد هېره نشي چې ۵ كاله وړاندې خلك ددې لپاره لارو او كوڅو ته راوتلي ول چې د مستبد رژيم پر وړاندې د درناوي نه د ډك ژوند د حق د ترلاسه كولو او د ديموكراتيك نظام د رامنځته كولو په موخه مبارزه وكړي. د ۲۰۱۶م كال لاريونونه بيا د همدې ديموكراتيك نظام د شتوالي په پايله او رڼا كې ترسره كيږي.
له دې هم بايد انكار ونشي چې په تونس كې د ۲۰۱۱ كال انقلاب او را وروسته بهير د ژورو اشتباه ګانو سره مل وو. تر ټولو مهمه بېلګه يې په هېواد كې د هر اړخيزواقتصادي اصلاحاتو د رامنځته كولو په برخه كې د حكومت ناكامي ده. دا نيمګړتيا د لاريون كوونكو تر ټولو مهمه بهانه بلل كيږي.
په تونس كې روان لاريونونه د پينځه كاله وړاندې لاريونونو سره توپير لري. اوس خلك د دوى لخوا د ټاكل شوي حكومت نه د اقتصادي اصلاحاتو غوښتونه كوي. د نړيوال بانك د شمېرو له مخې اوسمهال په تونس كې د بېكارۍ كچه ۱۵ سلنه ده. د ځوانانو ترمېنځ د بېكارۍ كچه ۳۷ سلنه ده او د پوهنتون د فارغينو ترمېنځ بيا د بېكارۍ سطحه ۶۲ سلنې ته لوړه شوې ده. دا شمېر په ۲۰۱۰م كال كې د انقلاب نه وړاندې د شمېرو په پرتله لوړې دي.
په تونس كې د زين العابدين بن علي اقتصادي سياستونه چې لېبرالي بڼه يې درلودله، د سيمې د نورو عربي هېوادونو په پرتله بريالي ول. ددې سره سره په تونس كې د بن علي د اقتدار پر وړاندې د عصيان بل مهم لامل هم اقتصادي فقر وو. په ځانګړي توګه د هېواد د سيدي بو زيد په سيمه كې چې مركزي سيمه ده او د عصيان د پيل مركز هم بلل كيږي خلك بېوزله ده. د بن علي د اقتصادي بريا مهم فكتور په هېواد كې د عايداتو د غير عادلانه وېش وو. سربېره پر دې بن علي د خپلو خپلوانو، دوستانو او نږدې همكارانو لپاره پراخه اقتصادي اسانتياوې برابرې كړې وې.

په تونس كې د انقلاب نه وروسته سياسي چارې د ديموكراتيك بهير نه برخمنې شوې خو اقتصادي چارې بيا د مثبت بدلون پر لار د ګام پورته كولو په برخه كې پاتې راغلې. د هېواد صادرات ټيټ شول، د توريزم عايدات كم او د كيمياوي سرې او فاسفورس توليدات لږ شول. دا ځكه چې د نوي حكومت ټوله انرژي د سياسي مسايلو په اوارولو ولګېدله. د هېواد د نوي أساسي قانون په جوړولو ډېر وخت ولګېد او اقتصادي ډګر ته زمينه مساعده نه شوه.
د بله پلوه په عربي نړۍ كې د تونس د هېواد په څېر د يو سيكولر حكومت سره په إسلامي ارزښتونو ولاړ د النهضه د ګوند ترمېنځ سياسي ناندريو هم ډېر وخت ونيولو.
د بله پلوه په ګاونډي لېبيا كې د مركزي اقتدار نشتوالى ددې سبب شو چې ستخدريځه اسلامپاله ډلې په تونس كې هم د فعاليت لارې چارې ومومي. ددې امله په هېواد كې سيكولرو ګوندونو د ترهګري تاوتريخوالي پړه د النهضه پر ګوند واچوله. په تېر يو كال كې د باردو پر موزيم، د انګليسي سيلانيانو پر قافلې او د ولسمشرۍ د ساتونكي ګارد باندې ترهګري بريدونو د توريزم په سكتور منفي اغېزه وكړه.
د ۲۰۱۴م كال په پارلماني ټاكنو كې د ندا تونس په نامه د ګوند برياليتوب هم ونشو كولاى چې د ناندريو مخه ونيسي. د حكومت نه د استعفاګانو لړۍ او د مخالفينو سختو نيوكو ددې ګوند پرمختګ د خنډ سره مخ كړ.

د عربي پسرلي د بهير د نورو هېوادونو په پرتله په تونس كې سياسي حالات نسبتاً آرامه او اوسنى حكومت د ټولو ستونزو سره سره بريالى بلل كيږي. په تونس كې د يو دايمي ديموكراتيك نظام د رامنځته كېدو لپار لا ډېر وخت شته دى. كه چېرې اوسنى ترينګلى حالت كنترول او اداره نشي نو اقتصادي ستونزې او ترهګري وېره به د هېواد اوسنۍ رژيم د لا زياتو ستونزو سره مخامخ كړي. ددې دواړو ستونزو د لمنځه وړلو په موخه بايد نړيواله ټولنه د تونس سره مرسته وكړي. سربېره پر دې په هېواد كې دننه سياسي ګوندونه او مهم شخصيتونه هم بايد په احتياط ګام پورته كړي.
هېره دې نه وي چې تر ننه پورې د تونس د اوسني نظام په برياليتوب كې د النهضه د ګوند د مشر راشد غنوشي عاقلانه سياست مهم رول لري.



اړوند خبرونه