د سوریې تراژیدي او د جګړې ډیپلوماسي

د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان ویاند ابراهیم کالن په سوریه کې د روانو کړکیچونو په اړه یوه مقاله لیکلي ده .

434097
د سوریې تراژیدي او د جګړې ډیپلوماسي


د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان ویاند ابراهیم کالن په سوریه کې د روانو کړکیچونو په اړه یوه مقاله لیکلي ده .
هغه ویلي دي چې سوریه کې روانې جګړې یوه مسله ښه روښانه کړې ده چې هغه هم داده ډيپلوماسي هغه وخت تر ټولو ښه اهمیت لري چې په ساحه کې د ښکیلو خواوو ترمنځه هم یو توازن او عدالت شتون ولري.
پداسې حال کې چې لویدیځه نړۍ په سوریه کې د سیاسي حل لارې په مسلې په خبرو بوخت دي روسیه په سوریه کې ددې بهیر د لمنځه وړو په خاطر عسکري بریدونو ته لا زور ورکړی دی .
همداشان د روانې فبروري د میاشتې په ۱۱مه نیټه په مونیخ کې ددې دښمینو د لمنځه وړ په خاطر د شپې په ناوخته ساعتونو کې یو تړون لاسلیک شو خو ددې سره سره داسې ښکاري چې دا تړون هم کومه پایله ورنکړي .
د تیرو دوو کلونو راهیسې د مسکو په ګډون د نړۍ مهم اکټوران او د سیمې قوي ځواکونه تل په یوې خبرې ټینګار کوي چې د سوریې روانه ستونزه د جګړې له لارې د حل وړ نده خو د روسیې،ایران او اسد د رژیم اتفاق ددې ژمنو او خبرو برعکس عمل کوي. هغوې دا مسله په اثبات رسولې ده .
همداشان د جینیوا په کنفرانس کې د ملګروملتونو د امنیت شورا د ۲۲۵۴ شمیرې پریکړې مهم شرطونه چې اوربند، بشري مرستې او د زندانیانو خلاصول وو ددې اتفاق لخوا پرې عمل خو پریږده چې قصدآ د خپو لاندې شول.
همداشان په جینیوا کې د سولې په خبرو اترو کې د سوریې د مخالفینو د مذاکراتو د عالي کمیټې هیت ګډون او نه ګډون د ملګروملتونو د امنیت شورا د ۲۲۵۴ شمیرې پریکړې د شرطونو د عملي کولو پورې تړاو لري.
د ریاض حجاب په مشرۍ د سوریي مخالفینو د سولې د مذاکراتو د عالي کمیټې هیت د فبروري په ۲۵ نيته د جینیوا په کنفرانس کې د ګډون په اړه شک او شبهې لري چې پدې شکونو او شبهو کې پر حق دی. دا پریکړه چې پخپله د ملګروملتونو د سازمان لخوا شوې ده خو نن ورځ ددې پریکړې په عملي کولو کې عاجز دی.
ډيپلوماسي په اصل کې د ځانګړي او مهم رول خاونده ده . خو حقیقت دادی چې روسیه د یو پلو نه د سولې د مذاکراتو پدې کلاره بهیر کې د خپل شتوالي نه بحث کوي او د نړۍ هر ګوډ ته خپل د بهرنیو چارو وزیر استوي او د بله پلوه په سوریه کې هوايي بریدونو ته زور ورته کوي. روسیه غواړي چې په سوریه کې د هوايي بریدونو سره توازن له منځه یوسي. د بله پلوه د ډيپلوماسۍ له لارې غواړي چې په سوریه کې په خپلو عسکري عملیاتو او حرکاتو پرده وغوړوي. د روسیې ډیپلوماسي یواځې همدې مسلې ته خدمت کوي.
سربیره پردې روسیې په سوریه کې د قوي مداخلې او عسکري حرکاتو سره د نړۍ پام په اوکراین کې د هغوې د مداخلو نه بل لورې ته اړولی دی. .
روسیه په سوریه کې د درندو بمباریو او عام وژنو سره په ټولینزه توګه ګډوالۍ ته خلک اړ باسې چې غواړي پدې ډول ترکیه او اروپا ته جزا ورکړي. ددې ترڅنګ امریکا ته هم د خپل موقف او قوت پیغام ورکوي.
نن ورځ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د لویدیځ د تردد له امله د رامنځته شوو تشو په ډکولو بوخت دی.
د بله پلوه پداسې حال کې چې د اسد رژیم هره ورځ په لسګونو او سلګونو تنه بې ګناه انسانان په قتل رسوي د داعش ترهګرې ډلې پر وړاندې د روانې مبارزې په اړه پوښتنو ته لار اواره کړې ده. ددې مبارزې په اړه هم د خلکو سره شک او شبهې پیدا شوي دي.
هو دا هم یو ښکاره حقیقت دی چې د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف باید مبارزه دوام وکړي. داعش ترهګرې ډلې ته باید ماته ورکړل شي خو دې مبارزې ته باید د اسد د رژیم د بریالیتوب رنګ ورنکړای شي. د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر د خپلې دندې د پریښودو نه لنډه موده د مخه وویل چې د سوریې په قبال کې د امریکا موقف د سرپټې کوتۍ او د قوي او کلکې ارادې نه لرې دی.
هغه په امریکا د نیوکې سره وویل چې امریکا د کیمیايي وسلو سرحد ټاکلی وو خو کله چې ددې سرحد نه هم لاس په سر شو دې مسلې پوتین ته د اوکراین سربیره په سوریه کې هم د لا پرمختګ او لا زیاتې مداخلې جسارت ورکړ. که چیرې د فرانسې د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونو ته دقت وکړو امریکا په لوی لاس په سوریه کې روسیې او اسد رژیم ته میدان خالي کړی او په سوریه کې د پې کاکا ترهګرې ډلې په عسکري څانګې پي وای ډي او د هغه په بلې څانګې وای پي جي پانګه اچونه پیل کړې ده .
د یادولو وړ ده چې په سوریه کې د پي وای ډي او وای پي جي ترهګرې ډلې امریکا ، روسیې او د اسد رژیم سره یو شان اړیکې لري او ټولو نه د مشتریانو په توګه وسلې، مهمات او استخباراتي معلومات ترلاسه کوي. د اسد رژیم او روسیه د همدې امله د داعش پر وړانډې په مبارزه کې بری خپل بولي.
خو حقیقت بل څه دی. د پي وای ډي او وای پي ډي ترهګرو ډلو اصلي موخه د داعش پر وړاندې مبارزه نده. دا ډلې پدې مبارزه کې د کاسې لاندې نیم کاسه لري. دا ډله غواړي چې د سوریې په شمال کې د عراق د شمال په څیر فدرالي اداره جوړه کړي.
د ویلو ده چې په سوریه کې مخالفې ډلې چې په کراتو مراتو ورسره د مرستو ژمنې شوي دي خو پدې ژمنو هیڅکله هم عمل ندی شوی . په سوریه کې مخالفې ډلې د یو پلو نه د روسیې، ایران، حزب الله په ملاتړ د اسد د رژیم او د بل پلوه نه د داعش ترهګرې ډلې سره جګړه کوي. نن ورځ په سوریه کې مخالفې ډلې د دریو خواوو نه د اور لاندې قرار لري. اسد رژیم، داعش او پي واي ډي لخوا.
دوه ورځې وړاندې په سوریه کې د کوردي ځواکونو لخوا د مخالفینو نه د یوې هوايي هډې نیول ددې خبرې ښکاره بیلګه ده.
په مخالفینو د هوا روسیه، د مځکې نه اسد رژیم درندې بمبارۍ کوي او د بلې خوا نه کوردي ځواکونه او د اسد ځواکونو پرمختګ کوي.
د ویلو ده چې د سوریې په شمال کې کوردي ځواکونه غواړي چې د افرین د سیمې په شاوخوا سیمو نه عربان او ترکمنان په کامله توګه وباسي او سیمه د خپل کنټرول لاندې راولي. کوردي ځواکونه غواړي چې په سیمه کې لس د عربانو کلي ونیسي. دا ډله غواړي چې په سیمه کې خپل حاکمیت ساحه پراخه کړي.
د خواشینۍ خبره خو داده چې نن ورځ د وای پي ډله ترهګره ډله د غزییز د ښار بهر د حلب او ترکیې د پولو ترمنځه په لویه لاره نیولې ده . دا ځواکونه د ازادې سوریې په ځواکونو چې یو کال مخکې يي د کوباني د بیرته نیولو په خاطر کوردي ځواکونو سره اوږه په اوږه د داعش پر خلاف جګړه کوله نن پرې همدا کوردي ځواکونه بریدونه کوي.
انقرې په سوریه کې د منځلارو مخالفو ډلو نه د پوره ملاتړ او په سوري کډوالو په خاطر پخپله په سوریه کې د باامنه سیمې وړاندیز کړی وو چې دا وړاندیز د لویدیځې نړۍ لخوا پرته ددې چې پرې فکر وکړي رد شوی وو خو وروستیو پرمختګونو لویدیځه نړۍ اړ کړې ده چې د انقرې پدې وړاندیز فکر وکړي.
د یادولو وړ ده چې تیر کال د امریکا یوې ډلې پخوانیو ډیپلوماتانو او کارپوهانو په ولسمشر باراک اوباما د سوریې په شمال کې د باامنه سیمې د اعلانولو غږ وکړ.
په سوریه کې د امریکا پخواني سفیر رابیرت فورد د ۲۰۱۵ کال د مارچ په میاشت کې په یوې مقاله کې لیکلي وو چې په سوریه کې د مخالفینو نه د ملاتړ او دفاع په خاطر باید په یو زیات شمیر سیمو کې په الوتنو بندیز اعلان شي .
همداشان د ۲۰۱۵ کال د اپریل په میاشت کې د امریکا جمهوریت پلوو او ډیموکراټو سناتورانو په اوباما په سوریه کې د بشري امنیت په خاطر د باامنه سیمې د جوړولو په برخه کې غږ وکړ.
همداشان یو تن بل امریکايي پخواني ډیپلوماټ ویلي وو که چیرې په سوریه کې په یو شمیر سیمو کې د په الوتنو بندیز ولګول شي دا به د اسد د رژیم لخوا د روانو قتل عامونو مخه ونیسي . دا به د اسد د رژیم لخوا د خوشه يي بمونو د کارولو مخه ونیسي.
د تیر کال راهیسې ډیر زیات بدلونونه رامنځته شول. د نړۍوالې ټولنې پر ځای روسیې په سوریه کې د ځان لپاره په الوتنو د بندیز سیمه اعلان کړه. خو که چیرې نن ورځ هم په سوریه کې د باامنه سیمې د جوړولو په نظریې کار وشي او دا پروژه عملي شي اوس وخت له وخته تیر ندی.
دا به اوس هم د سوریې نه په ټولیزه توګه د کډوالۍ مخه ونیسي.
دوو پخوانیو امریکايي ډيپلوماټانو نیکولاس برونس او جیمز جعفري هم په همدې مسلې د ټینګار سره ویلي دي چې د هر څه مخکې اوباما ادارې د سوریې په شمال کې چې د باامنه سیمې او په الوتنو د بندیز لګولو د وړاندیز سره مخالفت کړی وو نن ورځ باید دا وړاندیز ومني او دا پروژه عملي کړي. دا به په سیمه کې د کډوالۍ مخه ونیسي .
د بله پلوه یو تن بل امریکايي چارواکي دینس روس ویلي دي که چیرې په سوریه کې د روسیې د روانو عسکري حرکاتو پر وړاندې کوم ګام پورته نشي دا به په امریکا د سني ډلو بارو په کامله توګه له منځه یوسي. ددې باور د لمنځه تلو سره به د مذاکراتو له لارې روغه جوړه په کامله توګه ناممکنه شي.
که چیرې وغواړو چې د سوریې د سولې مذاکرات بریالي شي نړۍواله ټولنه باید د سوري مخالفینو نه پوره ملاتړ وکړي. په سوریه کې د مخالفینو نه د ملاتړ نه پرته او د یو باامنه سیمې د جوړولو نه پرته د ډیپلوماسۍ له لارې د روانې جګړې د پایته رسولو په خاطر هلې ځلې یواځې د وخت ضایع کول دي.



اړوند خبرونه