د رڼا پر لور

دنیا د ټولو انسانانو د ژوند کولو په اندازه لویه ده . پر ځای ددې چې د د نورو ځای ونیسو په کار او زحمت باید ځانته ځای پیدا کړو.

87095
د رڼا پر لور


دنیا د ټولو انسانانو د ژوند کولو په اندازه لویه ده . پر ځای ددې چې د د نورو ځای ونیسو په کار او زحمت باید ځانته ځای پیدا کړو.
ننۍ خپرونه مو د چارلیا چاپمن په څرګندونو پيل کړه . موږ هم پدې دنیا کې د خپل ځای د موندولو په خاطر لومړی باید مختلف ځایونه او پوهنتونونه د نږدې نه وپیژنو.
لکه څرنګه چې پوهیږۍ په ترکیه کې په پوهنتونونو کې د رشتو د ټاکلو وخت دی او تیره اوونۍ د ټي ار ټي هوریزون د فیسبوک پاڼې نه موږ ډیرې زیاتې پوښتنې ترلاسه کړي دي . موږ د خپل وسه پورې ستاسې پوښتنو ته ځواب ویلی دی . دا چې د رشتو د ټاکلو او پوهنتونونو د انتخاب په مسله کې زموږ سره اړیکې ټینګولو دا موږ ډیر خوښوي.
د تیرې اوونۍ په خپرونه کې مو تاسې سره د ترکیې د قیصري په ښار کې د عبدالله ګل په پوهنتون کې د استخدام او پدې اړه د موجودو ستونزو په اړه په جوړ شوي کنفرانس کې د ویناوالو د ویناګانو یوه برخه مو خپره کړې وه .
په ننۍ خپرونه کې د عبدالله ګل پوهنتون چې دا کنفرانس يي په ډیر بریالیتوب سره سرته ورسو په اړه تاسې ته معلومات درکوو.
خو لومړی غواړو چې د قیصري د ښار په اړه لنډ بحث وکړو. دې ښار ته د روم امپراتورۍ د امپراتور ښار یا قیصاریا نوم ورکړ.دا نوم په عربي ژبه کې هم د قیصاریا په توګه کارول شوی دی . همداشان کله چې ترکانو اناتولیا سیمه فتحه کړه دې ښار ته يي د قیصريه نوم ورکړ او د جمهوریت په دوره کې بیا په قیصري بدل شو او په همدې شان پاتې شو.
د قیصري ښار په ترکیه کې د نامتو سوداګرو د روزولو د ښار سره مشهور دی او د چا خبره دا ښار د سوداګرۍ مرکز دی.
د خپرونې پدې برخه کې د قیصري د عبدالله ګل د پوهنتون ریس ښاغلي احسان صبونجو اوغلو سره مرکه کوو او د عبدالله ګل ځوان پوهنتون په اړه ترینه معلومات اخلو.
د عبدالله ګل پوهنتون په ۲۰۱۰ کال کې جوړ یو پوهنتون دی. زه په ۲۰۱۳ کال کې ددې پوهنتون د ریس په توګه وټاکل شوم.
موږ د شاوخوا ۱۵۰ تنو پوهانو، د سوداګرۍ او صنایعو د نړۍ د استازو، د ملکي ټولنو او سازمانونو د استازو او په نړۍوالو کنفرانسونو کې د تعلیم، پوهې او څیړونو په برخه کې ټولنیز تمې او توقعات وڅیړل . ددې پوهنتون په جوړولو کې مو لومړی د زده کوونکو د ښارونو د ټولنیز ساختارونه په اړه پوره څیړنې وکړې. بل لورې ته مو د زده کوونکو د تمي او توقعاتو په اړه معلومات ترلاسه کړ او د هغوې د کورنیو سره مو خبرې وکړې او د هغوې د کورنیو تمې او توقعات مو واخیستل او ددې ټولو نه وروسته یو سیستم مو جوړ کړ او د دې علمي پوهنتون بڼسټ مې کیښود.
همداشان د عبدالله ګل د پوهنتون د اداري ساختار هم په ډیر د احتیاط او دقت سره جوړو. د مسلکي مشورتي شرکتونو په مرسته د پوهنتون میکانیزم مو جوړ کړ.
همداشان اوسهال د خپل دې مفکورې او اهدافو او پوهنیز پروګرام په چوکاټ کې د یو ماډل پوهنتون د جوړولو هڅه کوو او د مسلکي اداره چیانو او اکادیمسینانو په استخدام مو پیل کړی دی .
په ډیر ویاړ سره وایم چې د عبدالله ګل د پوهنتون د استادانو ۹۲ سلنه يي د هیواد نه بهر ډوکټوراګانې اخیستي دي او کاري تجربې هم لري . د عبدالله ګل پوهنتون د ځوان کدر سره د نوو نوو شیانو د زده کړې او نورو ته د ورزده کولو هڅه کوي.
د پوهنتون ریس وویل چې د پوهنتون د توسعې او د استادانو د شمیرې د لوړولو هڅه کوو. زموږ هدف تر ۲۰۲۳ کاله د پوهنتون د استادانو شمیره ۲۵۰ تنو ته لوړوي دي. یعنې د نن ورځې نه پنځه برابره ډیرول دي. ددې تر څنګ د ځوان نسل او تکړه زده کوونکو د جذب په مسله کې هم هلې ځلې کوو.
د قیصري ولایت د عبدالله ګل د پوهنتون ریس احسان صبونجو وویل لکه څرنګه چې تاسې هم پوهیږۍ تیر کال مو د ۶ مختلفو رشتو لپاره ۱۲۴ زده کوونکي جذب کړي دي. ددې زده کوونکو نه لویه برخه يي د پوهنتون په ازموینه کې د شل زرو تنو په منځ کې تر ټولو ټکړه زده کوونکي دي . نن ورځ په واقعیت سره چې د ډیرو ټکړه او به استعداده زده کوونکو خاوندان یو. دا زده کوونکي د ترکیې د ۳۵ مختلو ښارونو نه راغلي دي . د ترکیې د څلورو ګوډونو نه سربیره د قبرس نه هم راغلي دي . لومړنی کال مو ډیر مصروفه تیر کړ. د عبدالله ګل پوهنتون د هغه پوهنتونو نه چې تیر کال يي په فعالیت پیل کړی دی یو دی. د عبدالله ګل پوهنتون لومړی د پوهنتون لپاره د تیاریو یا انګلیسې ژبې د زده کړې د صنفونو سره په فعالیت پیل وکړ. همداشان موږ د انګلیسې ژبې د لا ښه زده کړې په خاطر خپل زده کوونکي او ښوونکي امریکا ته استوو. ددې مسلې نه زموږ موخه په ډیرې ښې بڼې سره د انګلیسې ژبې زده کول او د مختلفو کلتورونو سره اشنايي ده .
زه پوره باور لرم چې د عبدالله ګل پوهنتون به په ډیرې کمې موده کې هم په ترکیه او هم په نړۍ کې ډیر زیات بریالیتوبونه ترلاسه کړي.
د ویلو ده چې د عبدالله ګل پوهنتون یو خپلواکه پوهنتون دی او لومړنی دولتي پوهنتون دی چې د یو وقف لخوا ترینه ملاتړ کیږي. د عبدالله ګل پوهنتون په اصل کې دولتي پوهنتون دی خو د یو قوي وقف ملاتړ هم تر شاه لري. دا وقف زموږ زده کوونکو ته ډیرې زیاتې اسانتیاوې برابروي. زه باور لرم چې په لنده موده کې به ډیر لوی بری ترلاسه کړو.
زموږ ننۍ خپرونه په همدې ځای پایته رسیږي او د عبدالله ګل د پوهتنون په اړه پاتې معلومات به په راتلونکې خپرونه کې ستاسې سره شریک کړو.



پيوندونه: #پوهنتون , #ډېر وياړ

اړوند خبرونه