د ترکیې او نړۍ اجندا

118571
د ترکیې او نړۍ اجندا

د ترکیې او نړۍ اجندا
د الله تبارک و تعالی نه ډیر شکرګذار یو چې یو ځل بیا د روژې په مبارکه میاشت کې قرار لرو او ددې میاشتې د فضلیت نه ګټه پورته کوو.
د ویلو ده چې د ترکیې په ګډون په ټوله اسلامي نړۍ کې د روژې د میاشتې خوښي ګانې دوام لري. د نړۍ مسلمانان د یوې میاشتې لپاره د روژې عبادت په ډیرې ښې بڼې سره پرځای کوي. خو دا باید هیر نکړو چې د روژې عبادت یواځې د سپیده داغ نه تر ماښام اذان یعنې د لمر تر لویدو د نه خوړولو او نه څښلو نه عبارت ندی. پدې میاشت کې د مسلمانانو د خولو په څیر زړونه، سترګې، لاسونه، خپې ، غوږونه او د بدل ټول غړي هم باید روژه وي. همداشان دا میاشت د نورو میاشتو په پرتله یوه بله برتري هم لري چې هغه پدې میاشت کې د قرانکریم نزول دی. دا مبارکه او سپیڅلې میاشت د مسلمانانو لپاره د څو پلوه ځانګړې اهمیت لري. د روژې میاشت د امتحان ، صبر او د نورو په حال د ځان د پوه کولو میاشت ده . پدې مبارکه میاشت کې باید د خپل وس او توانه پورې عبادت وکړو ځکه چې هر عبادت لس برابره ثواب لري. پدې مبارکه میاشت کې باید لا زیات قرانکریم تلاوت کړو او ختمونه وکړو، نوافل لمونځونه ادا کړو، زکات او صدقه ورکړو او د جنګ جدل، بدو او زشتو اعمالو نه ځانونه لرې وساتو. د روژې میاشت د خیر او برکت میاشت ده چې د همدې امله موږ هم باید د خیر کارونه ترسره کړو.
د روژې مبارکه میاشت د دیني اړخ نه سربیره د اجتماعي، اقتصادي او روحي پلوه هم ځانګړې اهمیت لري. د روژې میاشت د انسانانو ، ټولنې او حتا د نړۍ په سیستم د پام وړ اغیزې کوي. سره ددې چې نن ورځ په نړۍ کې پدې مبارکه میاشت کې هم د پام وړ ستونزې، نښتې او ورور وژنې دوام لري خو لږ تر لږه د ټولو پام يي یو اندازه بل لورې ته اړولی دی .
د ترکیې د یلدرم بایزید د پوهنتون د سیاسي علومو او نړۍوالو اړیکو د څانګې یو تن پروفیسور ډاکټر رمضان ګوزین د مسلې اړوند ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.
لکه څرنګه چې مې مښکې هم یادونه وکړه د روژې مبارکه میاشت د مادي او معنوي پلوه انسان ته ډیر زیات فرصتونه ورکوي. تر ټولو زیات انسان ته صبر، حوصله زده کوي. نن ورځ چې د نړۍ په یو زیات شمیر هیوادونو کې د روژې مبارکه میاشت د اوړي پدې تود موسم او اوږدو ورځو کې راغلې ته مسلمانان ۱۷ او یا ۱۸ ساعته روژه نیسي. پدې ۱۸ ساعتونو کې د خوړولو او څښلو نه ځانونه لرې ساتي. ددې سربیره پدې اوږدو ورځو کې د هر ډول شهواني ذوقونو نه لروالی غوره کوي. د همدې امله د روژې عبادت انسان ته ډیر شیان زده کوي. د بیلګې په توګه صبر ، درستوالی، صداقت، د الله ویره او د وږي او تګي د زړه نه خبریږي. روژه انسان ته د الله د نعمونو لکه ډوډۍ ، اوبو او ددې په څیر د نورو قدر ورپه ګوته کوي. روژه انسان ته د هر ډول سختو پر وړاندې د مقامت تعلیم ورکوي، انسان ته د شهواني قوې د کنټرول طاقت او تعلیم ورکوي او انسان پخوي. همداشان روژه د بنده او الله تبارک و تعالی ترمنځه اړیکې لاپسې قوي کوي. د یادولو وړ ده چې روژه یو داسې عبادت دی چې فقد او فقد د انسان د خپلې ارادې سره پرځای کیږي. د بیلګې په توګه په نورو ټولو عباداتو کې نور خلک په انسان پوهیږي خو روژه داسې عبادت دی چې یوځای بنده او الله ترمنځه راض دی. یعنې که یو سړی لمونځ کوي خامخا نور يي ویني. که زکات ورکوي خامخا بل څوک پرې خبريږي، که حج ته ځي نو هم نور انسان يي ویني خو د روژې به عبادت کې بل څو څوک نشي لیدلی . د همدې امله الله تبارک وتعالی فرمایلي دي چې د روژه تي اجر زه پخپله ورکوم.
همداشان د روژې د میاشتې بله ځانګړتیا پدې مبارکه میاشت کې د قرانکریم نزول دی.
الله تبارک و تعالی د روژې د میاشتې په وروستیو لسو ورځو کې پټه د قدر په شپه د جبراییل امین په واسطه په سردار کائنات حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم د قرانکریم نزول پيل کړ. د همدې امله د روژې میاشت ته د قران میاشت هم ویل کیږي. د روژې په مبارکه میاشت کې په اکثرو جوماتونو کې د تراویح په لمونځ کې د قرانکریم ختمونه کیږي.
د روژې د مبارکې میاشتې د ګټو او فوایدو نه یو هم ټولنیزې او اقتصادي ګټې دي. الله تبارک و تعالی پدې مبارکه میاشت کې په مسلمانانو زکات فرض کړی دی . همداشان پدې مبارکه میاشت کې مسلمانان زکات او صدقې ورکوي. زکات په ټولنه کې د خلکو ترمنځه ټولنیزې اړیکې لا پسې قوي کوي. د انسانانو ترمنځه شفقت، مرحمت او ترحم حسونه قوي کوي.
د ویلو ده چې زکات په اصل کې په مالداره مسلمانانو د بې وزله او فقیرو مسلمانانو مسلم حق دی چې دا حق پخپله الله تبارک وتعالی فرض کړی دی. زکات ورکوونکی باید چاته چې زکات ورکوي هغه ته په ټیټه سترګه ونه ګوري او څوک چې زکات اخلي باید ځان د چانه کم احساس نکړي ځکه چې زکات د زکات ورکوونکي کوم خیرات ندی بلکې په هغه باندې دا کار فرض کړی دی . هغه مجبور او اړ دی چې زکات ورکړي.
د ویلو ده چې د روژې په مبارکه میاشت کې په ټوله اسلامي نړۍ کې او په ځانګړې توګه ترکیه او اناتولیا کې ټولنیزو فعالیتونو ته ډیر پاملرنه کیږي. د بیلګې په توګه هم د حکومت او هم پخپله د خلکو لخوا روژه ماتې جوړیږې او په ګډه توګه روژه ماتې کیږي. پدې میاشت کې حتا هغه کسان چې روژه هم نه نیسې خو بیا هم د روژه ماتې په خاطر خپل خپلوان او دوستانو ته بلنه ورکوي او د هغوې سره په ګډه روژه ماتې کوي. د ښاروالیو لخوا د سلګونو او حتا د زرګونو تنو لپاره روژه ماتې جوړیږي.
یعنې پدې میاشت کې په ټوله معنا سره یو جشن او خوښي دوام کوي.
خوږو اوریدونکو لکه څرنګه چې مښکې هم یادونه وشوه د روژې میاشت د سولې، ورورولۍ، مرستو، همکارۍ او عبادت میاشت ده خو له بده مرغه چې د اسلامي نړۍ په یو زیات شمیر هیوادونو کې پدې مبارکه میاشت کې هم جګړې او وروروژنې او په مسلمانانو ظلمونه دوام لري. د بیلګې په توګه په فلسطین، سوریه ، عراق ، مصر او یو شمیر نورو هیوادونو کې ډیری مسلمانان روژه په خوله وژل کیږي او زورول کیږي .
د نړۍ په یو زیات شمیر هیوادونو کې مسلمانان ټکول کیږي او ظلمونه پرې کیږي. په سوریه کې د روانې کورنۍ جګړې له امله په میلیونونو تنه انسانان د خپلو کورونو نه بې ځایه شوي او د مهاجرت په عالم کې روژه نیسي. همداشان په عراق بیا د روانې کورنۍ جګړې له امله بې ګناه مسلمانان روژه په خوله وژل کیږي. د فلسطین بې ګناه مسلمانان پدې مبارکه میاشت کې د بمونو او هوايي بریدونو لاندې روژه نیسې .
همداشان د افغانستان نه هره ورځ د وژنو ، چاودنو او جګړو خبرونه ترلاسه کیږي. د نړۍ په ډیری هیوادونو کې مسلمانان پخپله د مسلمانانو پر خلاف جګړه کوي. همداشان یو شمیر يي بیا ادعا کوي چې د روژې میاشت د جهاد په خاطر تر ټولو ښه میاشت ده خو دا د ځانه پوښتنه نکوي چې جهاد د چا پرخلاف . ته د بل مسلمان پر خلاف جهاد روا دی؟ یو شمیر دا میاشت فرصت ګوري او پدې مبارکه میاشت کې بیا د شیعه او سوني نښتو ته لمن وهي. د مسلمانانو ترمنځه د نفاق تخم کړي. د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم به د روژې په میاشت کې د تورو په مځکه د ایښودو او د جګړو د درولو امر کولو خو نن ورځ له بده مرغه چې پخپله مسلمانان چې د هماغه پیغمبر لارویان دي جګړو ته لمن وهي او د خپلو موخو او شختې ګټو په خاطر ټول عالم اسلام د ستونزو سره مخامخوي.
ددې په هیله چې الله تبارک و تعالی ددې روژې مبارکې او سپڅلې میاشتې په برکت مسلمانانو ته اتفاق او اتحاد په نصیب کړي او دا وروروژنې او ناخوالې پایته ورسیږي.

 په سږنۍ روژه کې یو ځل بیا د ترکیې په ګډون په یو شمیر هیوادونو کې روژه د جون په ۲۸ نیټه پيل شوه او په یو شمیر نورو کې بیا یوه ورځ وروسته یعنې په ۲۹ نیټه پیل شوه. د هلال د لیدو ستونزې اوس هم دوام لري.
دا ستونزه د ۱۹۷۰ کلونو نه راپدیخوا دوام لري.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه