د ترک او افغان د نړۍ

92185
د ترک او افغان د نړۍ

د ترک او افغان د نړۍ د خپرونو په لړۍ کې نن د عراق شام اسلامي دولت د ترهګریزې ډلې په اړه لنډ بحث کوو .
ستاسې سره به هم پوښتنه پیدا شوي وي چې دا څه وشول چې د خپرونې موضوع د افغانستان او ترکیې د پولو نه بهر په دریم ګړو هیوادونو کې د ترهګریزې ډلې په اړه ده؟ دا ځکه چې یادې شوې ترهګریزې ډلې تیره ورځ د عراق د موصل په ښار کې د ترکیې په جنرال قونسلګرۍ برید وکړ او د جنرال قونسل او د هغه د کورنۍ په ګډون د قونسلګرۍ ۴۹ تنه کارکوونکي نامعلوم ځای ته بیولي دي .
لومړی راځۍ چې د عراق شام اسلامي دولت ترهګریزې ډلې به لنډ بحث وکړ چې دا ډله څوک دي او د لومړي ځل لپاره له کوم هیواده يي مبارزه پیل کړه او اصلي موخه يي څه ده؟
د عراق شام اسلامي دولت ترهګریزه ډله د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۰ کال کې د عراق د سامارا په ولایت کې د امام احمد بن حنبل په جومات کې جوړه شوه. د یادې شوې ډلې مشري ډاکټر ابراهیم اواد چې په بغدادي مشهور دی په غاړه لري . همداشان بغدادي وروسته د خپل نوم سره د قریشي په اضافه کولو سره ځان د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم د اولادې نه معرفي کړ چې ددې کار سره يي یو اندازه پلویان ډیر شول. د یادولو وړ ده چې نوموړی دم ګړۍ هم د اسلام په پوهنتون کې د ډوکټورا په زده کړو بوخت دی . ډاکټر ابراهیم اواد بغدادي واده کړې او د کورنۍ یوه برخه يي په پاکستان کې ژوند کوي. ډاکټر ابراهیم اواد بغدادي یو څه موده وروسته د ابو دعا په نامه مشهور شو. نوموړی د اسلامي علومو، فقهې او اسلام تاریخ په برخو کې تخصص لري. همداشان نوموړی شاعر هم دی . نوموړی په یوې افراطي کورنۍ کې لوی شوی دی .
د ویلو ده چې د عراق شام اسلامي دولت ډلې په پیل کې د القاعدې د ترهګریزې ډلې سره مستقیم تړاو درلود . یادې شوې ډلې خپل فعالیت د عراق نه پيل کړ او په لنډه موده کې د القاعدې په سازمان کې ډیر مهم ځای خپل کړ. د یادې شوې مشر بغدادي مشهور په ابو دعا په ۲۰۰۴ کال کې په بغداد کې د القاعدې د عراق د څانګې د مشرانو د وژل کیدو نه وروسته ددوی د غچ اخیستو ژمنه وکړه . یادې شوې ډلې د عراق د اشغال پر مهال د امریکايي ځواکونو پر خلاف جګړه وکړه . همداشان بغدادي پدې جګړه کې پخپله هم فعاله ونډه درلوده. همداشان د بغدادي د ۲۰۱۰ کال د مې په ۱۶ نیټه ځان د عراق د اسلامي دولت د امیر په توګه اعلان کړ. په ۲۰۱۱ کال کې د عراق نه د امریکايي ځواکونو د وتو نه وروسته د بغدادي ډله لا درکه شوه او ټولو داسې فکر کولو چې دا ډله له منځه ولاړه او فعالیت يي پایته ورسیده.
بغدادي پدې وخت کې د خپلې ډلې په راټولو پيل وکړ. بغدادي چې په ۲۰۱۱ کال کې ۸۰۰ تنه جنګیالي درلودل په ۲۰۱۲ کال کې دا شمیره ۲۵۰۰ تنو ته او په ۲۰۱۳ کال کې ۱۰ زرو تنو ته ورسوله. د ویلو ده چې بغدادي په سوریه کې د کورنۍ جګړې د پیلیدو نه وروسته د خپلو ځواکونو یوه برخه سوریې ته واستوله او د اسد پر خلاف يي په جګړې پیل وکړ.
د عراق اسلامي دولت ډلې په سوریه کې د جګړې د پیلولو نه وروسته د النصرا د ډلې سره د یو ځای کیدو پریکړه وکړه او خپل نوم يي د عراق شام په اسلامي دولت بدل کړ. خو لنډه موده وروسته د ددوي په منځ کې هم بعضې اختلافات پیدا شول او د النصرا د غړیو په وژلو يي پیل وکړ. ددې پرمختګ نه وروسته د القاعدې د ډلې نوي مشر ایمن الظواهري بغدادي د القاعدې د سازمان نه بهر کړ . د یادولو وړ ده چې البغدادي د ۲۰۱۳ کال د جولای په ۲۱ نیټه په عراق کې د الغریب په زندان چې د کلکو امنیتي تدابیر لاندې ساتل کیده لوی برید وکړ او شاوخوا ۵۰۰ تنه د القاعدې غړي يي وتښتول. پدې ۵۰۰ تنو کې زندانیانو کې ډیر د القاعدې د سازمان ډیر مهم کسانو شتون درلود.
د ویلو ده چې دې ډلې په عراق کې د نوري المالکي د حکومت د ضعف او تشو نه په استفادې سره لومړی د فلوجې او الانبار په سیمو کې نفوذ وکړ او یادې شوې سیمې څه نا څه د خپل کنټرول لاندې راوستې. همداشان د سوریې په شمال کې هم ډیر پرمختګ وکړ او د عراق شام اسلامي دولت يي اعلان کړ.
بغدادي په عراق کې د مالکي د حکومت لخوا په سوني ډلو د ټکولو او د سیاست د صحنې نه د هغوې د لرې کولو نه ډیره ښه ګټه پورته کړه او په سیمه کې د هغه د حکومت پر خلاف په جګړې پیل وکړ.
یادې شوې ډلې د فلوجې او الانبار نه وروسته د عراق د دویم لوی ښار موصل په لورې مخه وکړه او دوه ورځې وړاندې دا ښار په کامله توګه د خپل کنټرول لاندې راوستلو. د ویلو ده چې د موصل په ښار کې د مالکي ځواکونو خپلې وسلې په مځکه کیښودې او په ملکي جامو کې د ښار نه په وتو پیل وکړ. د ددې ډلې لخوا د موصل د نیولو نه وروسته د یاد شوي ښار څه باندې ۵۰۰ زرو تنو نورو ښارونو په پناه وړلو پیل وکړ. همداشان یادې شوې ډلې د موصل نه وروسته د بیجي ، تکریت او کرکوک په لورې پرمختګ وکړ. همداشان په لنډه موده کې دا ښارونه هم ونیول .
یادې شوې ترهګریزې ډلې د موصل د ښار د نیولو نه وروسته تیره ورځ د ترکیې په جنرال قونسلګرۍ برید وکړ. د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې ۹۰۰ تنو اورپکو په موصل ښار کې د ترکیې په جنرال قونسلګرۍ برید وکړ. د ترکیې جنرال قونسلګري د هیواد د ۳۰ تنو ځانګړو ځواکونو لخوا ساتل کیده . د برید نه وروسته د ترکیې جنرال قونسل خپلو امنیتي کسانو ته د دروازو د خلاصو هدایت وشو. همداشان اورپکو د دروازو د نه خلاصیدو په صورت کې د بمی بریدونو ګواښ وکړ چې په قونسلګرۍ کې چاته د ځاني زیان د مخنیوي په خاطر اورپکو ته د دروازو د پرانیستو پریکړه وشوه.
ددې پرمختګ نه وروسته په ترکیه کې بیړنۍ غونډې پیل شوې. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر احمد داوود اوغلو چې د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې په یو کنفرانس کې د ګډون په موخه نیویارک ته سفر کړی وو په نیویارک کې خپل سفر په نیمايي کې پرې او هیواد ته راستون شو.
همداشان په ترکیه کې لومړی د لومړي وزیر رجب طیب اردوغان په مشرۍ بیړنۍ غونډه وشوه او وروسته بیا لومړی وزیر اردوغان ، مرستیال لومړی وزیر بشیر اتلای، د استخباراتو مشر حکان فیدان او لوی درستیزوال ستر جنرال نجدت اوزال د ولسمشرۍ ماڼۍ ته لاړل او د ولسمشر عبدالله ګل په مشرۍ يي بله بیړنۍ غونډه وکړه.
د ویلو ده چې ددې غونډې نه وروسته ترکیې د ناټو په غړیو هیوادونو د بیړنۍ غونډې غږ وکړ. د ناټو د غړیو هیوادونو سفیرانو د ترکیې په وړاندیز بیړنۍ غونډه وکړه او په موصل کې د تښتول شوو ترکي ډیپلوماټانو او وګړو په مسلې خبرې وکړې.
وروسته د هیواد لومړي وزیر رجب طیب اردوغان د مسلې اړوند د امریکا د ولسمشر مرستیال جو بایدن سره د ټيلیفون په کرښه خبرې وکړې.
د امریکا د ولسمشر مرستیال جو باید دعراق شام اسلامي دولت په ډلې هر څه ژر د ترکي ډیپلوماټانو د خوشې کولو غږ وکړ.
همداشان د یادې شوې ډلې ویاند ابو محمد الاادناني نن د یو ۱۷ دقیقيي غږیز پیغام په خپرولو په خپلو جنګیالیو د پرمختګ غږ کړی دی . په یاد شوي پیغام کې په بغداد او کربلا ښارونو د برید کولو غږ شوی دی . په بغداد او کربلا د برید لپاره په تیاریو غږ شوی دی . په پیغام کې د جنګیالیو غږ شوی دی کومې سیمې مو چې ازادې کړي دي او خپل کنټرول لاندې مو راوستي دي په کلکه ترینه دفاع وکړۍ او بیرته يی مه تسلیموۍ. ویل کیږي دا پیغام د خپلو جنګیالیو د مورال د لوړولو په موخه خپور شوی دی .
ددې پرمختګ نه وروسته د عراق لومړي وزیر نوري المالکي د امریکا نه د مرستې غوښتنه وکړه . مالکي د اوباما د ادارې نه د عراق شام اسلامي دولت په ترهګریزې ډلې د هوايي عملیاتو د ترسره کولو غوښتنه وکړه . مالکی ویلي دي چې عراق به خپل هوايي حریم د امریکايي الوتکو پر مخ پرانیزي. امریکا ویلي دي چې د عراق په وړاندیز به غور وکړي او د خپل وس او توانه پورې به ورسره مرسته هم وکړي. امریکا دا چې په عراق کې به د عراق شام اسلامي دولت په ډلې هوايي بریدونه وکړي او که نه پدې اړه څه ندي ویلي.
همداشان ترکیې حکومت د خپلو وګړو د خوشې کولو په خاطر په هلو ځلو پیل کړی دی . د سیمې نه په ترلاسه شوو استخباراتو کې ویل شوي دي چې د ترکي ډیپلوماټانو روغتیايي حالت ښه دی.
د ویلو ده چې ترهګري نن ورځ په یوې نړۍوالې ستونزې بدله شوې ده . نن ورځ ټوله نړۍ د ترهګرو د ګواښ سره مخامخ ده .
افغانستان هم د کلونو کلونو راهیسې پدې اور کي سوځي. لکه څرنګه چې پوهیږۍ د خالي په ورځ په افغانستان کې د ولسمشرۍ د ټاکنو دویم پړاو ترسره کیږي. په افغانستان کې هم طالبانو دوه ورځې وړاندې د قندهار د پوهنتون ۳۴ تنه استادان او محصلین د قندهار کابل په لویه لار کې د غزنې د قره باغ د ولسوالۍ په سیمه کې وتښتول. ددې استادانو برخلیک هم ناڅرګند دی.
د افغانستان چارواکیو هم ویلي دي چې د سیمې قومي مشرانو د نوموړو استادانو د خوشې کولو په خاطر د منځګړتوب په هلو ځلو پیل کړی دی .
ددې په هیله چې په موصل کې ترکي وګړي او په افغانستان کې د قندهار د پوهنتون استادان او محصلین روغ رمټ خپلو کورونو ته ستانه شي


پيوندونه:

اړوند خبرونه