د افغانستان او پاکستان د پوله ساتو ترمنځ یو بیا نښته شوې

د  افغانستان او پاکستان د پوله ساتو  ځواکونو ترمنځ تېره اونۍ د تاوتریخوالي له زیاتېدو وروسته تیره شپه یو بیا نښته وشوه.

2226565
د افغانستان او پاکستان د پوله ساتو ترمنځ یو بیا نښته شوې

د  افغانستان او پاکستان د پوله ساتو  ځواکونو ترمنځ تېره اونۍ د تاوتریخوالي له زیاتېدو وروسته تیره شپه یو بیا نښته وشوه.

د کابل مېشتې طلوع نیوز د راپور له مخې، پاکستاني ځواکونو تیره شپه د شپې په ۱:۳۰ بجو د افغانستان د خوست ولایت په علي شیر ولسوالۍ کې چې د پاکستان له پولې سره پرته ده، راکټي برید وکړ.

د افغان ځواکونو د ځوابي برید په پایله کې نښته پیل شوه چې د سهار تر ۵:۰۰ بجو پورې یې دوام وکړ.

د نښتې له امله ګڼ شمېر کورنۍ خپل کورونه پرېښودو ته اړ شوې، خو د مړو او ټپیانو په اړه جزئیات نه دي شریک شوي.

د ویلو ده چې د پاکستان جنګي الوتکو د دسمبر په ۲۴مه، د دواړو هېوادونو د پولې په نږدې سیمه کې، د افغانستان د پکتیکا ولایت په ځینو برخو کې "د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) هډې په نښه کولو" په پلمه هوايي بریدونه وکړل.

د افغانستان حکومت بیا وویل چې په دغو بریدونو کې ملکي وګړي په نښه شوي او لږترلږه ۴۶ کسان چې ډېری یې ماشومان او ښځې وې، وژل شوي دي.

د دغو بریدونو په غبرګون کې، افغان ځواکونو د دسمبر په ۲۸مه د پاکستان خاوره په نښه کړه او اعلان یې وکړ چې ۱۹ پاکستاني سرتېري یې وژلي دي.

په پاکستان کې د افغانستان له پولې سره په نښتو ولایتونو خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې په وروستیو کلونو کې په ترهګریزو بریدونو کې جدي زیاتوالی راغلی دی.

په دواړو ولایتونو کې وسله والې ډلې چې د پښتنو او بلوڅو د قومونو د حقونو د دفاع دعوه کوي، د پاکستان پر امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو بریدونه کوي.

اسلام اباد وايي چې ټي ټي پي چې عمدتاً په خیبر پښتونخوا ایالت کې بریدونه کوي، په افغانستان کې ځای لري او خپل بریدونه له هغه  ځایه تنظیموي، خو د افغانستان حکومت دا ادعاوې ردوي.

د پاکستان پوځ مخکې هم د افغانستان په خوست، پکتیا او کونړ ولایتونو کې د ټي ټي پي د هډو په نښه کولو په پلمه بریدونه کړي وو، چې دغو بریدونو د دواړو هېوادونو د حکومتونو ترمنځ تاوتریخوالی رامنځته کړی و.



اړوند خبرونه