د پاکستان لخوا پر افغانستان د هوايي بریدونو په نتیجه کې د مړو شمیره ۴۶ تنو ته لوړه شوه

د افغانستان حکومت اعلان کړ چې د پاکستاني جنګي الوتکو له خوا په افغان خاوره په هوايي بریدونو کې د مړو شمیره ۴۶ تنو ته لوړه شوې ده  .

2224538

د افغانستان د لنډمهاله حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په دې اړه رسنیو ته معلومات ورکړل.

فطرت وویل چې د پاکستاني جنګي الوتکو له خوا په افغان خاوره په ترسره شوو څلورو هوايي بریدونو کې ۴۶ تنه وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

فطرت وویل چې ډېر کورونه ویجاړ شوي او د قربانیانو ډېری برخه ښځې او ماشومان دي.

د ویلو ده چې  وړمه ورځ د پاکستان جنګي الوتکو د افغانستان د پکتیکا ولایت ځینې سیمې بمبارۍ کړې.

افغان چارواکي وايي په دغه برید کې ملکي وګړي په نښه شوي، خو د پاکستان حکومت کوي چې په هوايي بریدونو کې د پاکستان د حکومت پر ضد جنګېدونکي پاکستاني طالبانو (TTP) څلور مرکزونه په نښه کړي دي.

د افغانستان د لنډمهاله حکومت دفاع وزارت له پېښې وروسته په خپله اعلامیه کې ویلي و چې دا بریدونه نړیوال معیارونه تر پښو لاندې کوي او "بې ځوابه به پاتې نه شي."

د افغانستان د چارواکیو ددې بریدونو په اړه ډیر سخت غبرګون ښودلی دی او ویلي دي چې داسې ښکاري چې ځینو اوس هم د افغانستان له تاریخ څخه درس اخیستی ندی.

اړوند خبرونه