اوزبیکستان افغانستان ته د مرستو بار ریل ګاډی واستوه.

اوزبیکستان  افغانستان ته  د خوراکي توکو، درملو او روغتیایي ټیمونو لېږدوونکی مرستندویه اورګاډی لیږه.

2224156
اوزبیکستان افغانستان ته د مرستو بار ریل ګاډی واستوه.
ozbekistan'dan afganistan'a saglik treni.jpg

د اوزبیکستان د سرخان دریا ولایت والي دفتر په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د ولسمشر شوکت میرضیایف په لارښوونه، افغانستان ته د خوراکي توکو، طبي درملو او د اوزبیکستاني ډاکټرانو روغتیایي ټیم لرونکی "روغتیایي اورګاډی" لېږل شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې افغانستان ته لېږل شوي اته واګونه لرونکی "روغتیایي اورګاډی" د روغتیایي کتنو، تشخیص او درملنې لپاره اړین طبي وسایل او توکي لیږدوي، او په دې "روغتیایي اورګاډي" کې اوزبیکستاني ډاکټران به د ډسمبر له ۲۵ څخه تر ۳۰ پورې د افغانستان د بلخ ولایت اوسېدونکو ته وړیا روغتیاي خدمات وړاندې کړي .

د خبرپاڼې له مخې، بشري مرستې او "روغتیایي اورګاډی" د افغان چارواکو په غوښتنه افغانستان ته لېږل شوی، او دا توکي د سرخان دریا ولایت والي الوغبېک قاسموف لخوا افغان چارواکو ته وسپارل شول.

اړوند خبرونه