په غزني کې په دوو جلا جلا ټرافیکي پیښو نږدې ۱۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د افغانستان په غزني ولایت کې په دوو جلا ترافيکي پېښو کې لږ تر لږه  ۵۲ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

2222194
په غزني کې په دوو جلا جلا ټرافیکي پیښو نږدې ۱۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د افغانستان په غزني ولایت کې په دوو جلا ترافيکي پېښو کې لږ تر لږه  ۵۲ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

افغانستان د رسنیو  د خبر له مخې لومړنۍ پیښه  تېره شپه د غزني او قندهار په لویه لار د مساپر وړونکي بس او تیلو ټانکر د جنګیدو په نتیجه کې رامنځته شوه. همداشان دویمه پیښه بیا  غزنې ولایت  د اندړو ولسوالۍ اړوند په ناني سیمه کې د یو مساپروړونکي بس او ټیلر لارۍ د جنګیدو په نتیجه کې رامنځته شوې ده  .

د غزني د عامې روغتیا ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې پېښو کې ۵۲ تنه مړه او ۷۶ نور ټپیان شوي دي.

د يادونې ده، چې دواړه ترافيکي پېښې د کابل کندهار پر لويه لاره رامنځته شوې او د يادونې ده، چې يو مسافر وړونکى بس د تېلو له ټانکر سره او بل مسافر وړونکى بس له يوه بار وړونکي موټر سره ټکر شوى دى.

د افغانستان د موقت حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د تسلیت په پیغام کې ویلي چې اړوندو بنسټونو ته یې لارښوونه کړې چې د پېښې د څرنګوالي په اړه ژر تر ژره څېړنه وکړي.



اړوند خبرونه