د طالبانو د کډوالو د چارو په سرپرست وزیر خلیل الرحمان حقاني ځانمرګی برید وشو
په افغانستان کې د طالبانو د کډوالو د چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمان حقاني په یو ځانمرګي برید کې ووژل شو.
2219566
په افغانستان کې د طالبانو د کډوالو د چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمان حقاني په یو ځانمرګي برید کې ووژل شو.
د سیمه ایزو رسنیو په وینا نن د غرمې نه وروسته د افغانستان د کډوالو د چارو وزارت په انګړ کې یو ځانمرګی برید وشو چې په نتیجه کې د کدوالو د چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمان حقاني ژوند د لاسه ورکړ.
د طالبانو د خلیل الرحمان حقاني د مړینې پخلی کړی دی.
طالبانو د ټولنیزو رسنیو له لارې په خپور کړي د ډاډګیرنې په پیغام کې ویلي دي چې په ډیرې خواشینۍ سره د اسلامي امارت د کډوالو د چارو سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني نن د غرمې نه وروسته د داعش ترهګرې ډلې په یو ناځوانمردانه برید کې ووژل شو.
د ویلو ده چې ددې برید په اړه نور جزیات ندي ورکړ شوي .