په بغلان ولایت کې پر شیعه ګانو د برید په نتیجه کې لږ تر لږه ۱۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی
د افغانستان په شمال کې د بغلان په ولایت کې په شیعه هزاره ګانو د وسله وال برید په پایله کې د لومړنیو راپورونو له مخې لس کسان وژل شوي دي.
2212783
د افغانستان په شمال کې د بغلان په ولایت کې په شیعه هزاره ګانو د وسله وال برید په پایله کې د لومړنیو راپورونو له مخې لس کسان وژل شوي دي.
د افغانستان د رسنیو د راپورونو له مخې، پرون ماښام د بغلان ولایت د نهرین په ولسوالۍ کې نامالومو کسانو پر شیعه ګانو ډزې وکړې.
د لومړنیو راپورونو له مخې په برید کې لس کسان وژل شوي، خو افغان چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
له بلې خوا، په ټولنیزو رسنیو کې د پېښې له سیمې څخه انځورونه خپاره شوي چې ګڼ شمېر مړي پکې ښودل شوي دي.
تر اوسه هېڅ ډلې د برید مسؤلیت نه دی منلی.
په افغانستان کې د داعش ترهګرې ډلې په ګډون بېلابېلې وسله والې ډلې په پرله پسې توګه پر افغان شیعه ګانو وسله وال یا چاودیز بریدونه کوي.