د جرمني د بن په ښار کې د افغانستان جنرال قونسل له خپلې دندې استعفا ورکړه.

د بن په ښار کې د افغانستان جنرال قونسلۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د جنرال قونسل سید لطف الله سادات د استعفا کولو نه خبر ورکړ.

2211238
د جرمني د بن په ښار کې د افغانستان جنرال قونسل له خپلې دندې استعفا ورکړه.

 

د جرمني د بن په ښار کې د افغانستان جنرال قونسل له خپلې دندې استعفا ورکړه.

د بن په ښار کې د افغانستان جنرال قونسلۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د جنرال قونسل سید لطف الله سادات د استعفا کولو نه خبر ورکړ.

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې جرمني حکومت د بعضو افغانانو د ډیپورتولو او افغانستان ته د بیرته لیږولو په خاطر د طالبانو سره په تفاهم رسیدلی دی. طالبانو ددې په بدل کې په جرمني کې د افغانستان سفارت او ددې  هیواد  په بن ښار کې قونسلګري دوې ته د سپارولو غوښتنه کړې وه. د جرمني حکومت دې غوښتنې ته مثبت ځواب ندی په د سفارت او قونسلګرۍ د تړولو غوښتنه يي کړې وه.

په بن ښار کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جنرال قونسل پدې هیواد کې د میشتو افغانانو په چارو کې د سکته ګۍ د مخنیوي په موخه له خپلې دندې څخه د استعفا کولو پریکړه وکړه.

سید لطف الله سادات څوک دی ؟

سید لطف الله سادات د افغانستان د کونړ ولایت اوسیدونکی دی چې لومړنۍ زده کړې د کابل د حبیبې په لیسه کې سرته رسولي دي. هغه خپلې لوړې زده کړې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو په پوهنځي کې په عالي درجه پایته رسولي دي.

سید لطف الله سادات د کابل پوهنتون د حقوقو له پوهنځي څخه په عالي درجه د فارغیدو نه وروسته د یو څه مودې لپاره د حقوقو په پوهنځي کې د اسیستانت استاد په توګه دنده ترسره کړه.

وروسته د تنظیمي او کورنیو جګړو له امله د دندې پریښودو ته مجبور شو.

سید لطف الله سادات د حامد کرزي په مشرۍ په افغانستان کې د نوي جمهوري نظام د رامنځته کیدو نه وروسته د بهرنیو چارو په وزارت کې دنده واخیسته.

په ۲۰۰۵ کال کې په ترکیه کې د افغانستان په سفارت کې د قونسل په توګه وټاکل شو.

هغه په ترکیه کې د یوې څلور کلنې دورې خدمت نه وروسته بیرته هیواد ته ستون شو او په بهرنیو چارو وزارت کې لومړی د قونسلي چارو د ریاست  د مرستیال په توګه او وروسته د دې ریاست د رئیس په توګه وټاکل شو.

سید لطف الله سادات وروسته د امریکا په نیویارک ښار کې د افغانستان د جنرال قونسل په توګه وټاکل شو.

هغه د امریکا په نیویارک ښار کې یوې کاري دورې د بشپړولو نه وروسته بیرته هیواد ته راستون شو او اداري چارو د رئیس په توګه وټاکل شو. همداشان وروسته د اوږدې مودې لپاره د بهرنیو چارو وزارت د اداري معینیت د سرپرست په توګه خپلې دندې ته دوام ورکړ.

سید لطف الله سادات خپل په ۲۰۲۱ کال کې د جرمني په بن ښار کې د افغانستان د جنرال قونسل په توګه وټاکل شو.

 

 

 

بسم الله الرحمن الرحیم

د آلمان په بن ښار کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت

د جنرال ‌قونسلۍ اعلامیه

د ۱۴۰۳ لمریز کال د لړم میاشتي ۲۸ ام

د افغانستان او آلمان د خلکو او حکومتونو ترمنځ ښې اړیکې اوږد او تاریخي شالید لري. جرمني له هغو لومړنیو هېوادونو څخه وو چې د افغانستان خپلواکي یې په رسمیت وپېژندله او د دغو دوو هېوادونو ترمنځ دیپلوماتیکې اړیکې چې یوه پيړۍ مخکې پیل شوې، د متقابل درناوي، ښه نیت، سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، کلتوري، علمي، حقوقي، پوځي او امنیتي همکاریو پر بنسټ ټینګې شوې دي.

آلمان د افغانستان په بهرنیو اړیکو او د خلکو په منځ کې ځانګړی ځای لري. د دارالامان ماڼۍ، د هارتل (هارتین) پل، زیمنس، هوخست او هوختیف شرکتونه د افغانستان خلکو لپاره آشنا نومونه دي چې د جرمني په مستقیمه همکارۍ او مشارکت جوړ شوي دي.

د ۲۰۰۱ کال د ډسمبر په میاشت کې، جرمني د بن د تاریخي کنفرانس کوربه و چې په هغه کې د افغانستان د نوي نظام بنسټونه کېښودل شول او له هغه وروسته یې د حکومتي جوړښتونو او بیارغونې په پیاوړتیا، د ټاکنو په ترسره کولو، د ملي بنسټونو او بشري حقونو، مدني او د ښځو د حقونو، پوهني، روغتیا، زیربناوو او د افغانستان په اقتصادي پرمختیا کې خپله ونډه ترسره کړه.

آلمان، د هېواد د څو لسیزو بې ثباتۍ او بحران په موده کې او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د آګست میاشتي د سیاسي او امنیتي بدلونونو څخه وروسته، د زرګونو افغان کډوالو او پناه ‌غوښتونکو کوربه دی چي د بشردوستانه اصولو او نړیوالو ژمنو په پام‌ کې نیولو او همدارنګه د ادغام او استوګنې، زده ‌کړو، روغتیایي او ټولنیزو خدمتونو او نورو بشري مرستو د بېلابېلو پروګرامونو په پلي‌کولو سره یې له هغوی څخه هرکلی کړی دی.

د آلمان د بن ښار کې د افغانستان جنرال‌قونسلي، په آلمان کې د افغانستان د رسمي او ډیپلوماتیک آدرس په توګه، چې د درنو هېوادوالو او متقاضیانو لپاره د قونسلي او حقوقي خدمتونو د ترسره‌ کولو او همدارنګه د اروپايي ټولنې او ترکیې د حوزې لپاره د پاسپورټ د چاپ د مرکزي حوزې په توګه، له ډېرې مودې راهیسې فعاله ده او د آلمان د اړونده ادارو سره په نږدې همکارۍ کې د درنو هېوادوالو د خدمت ویاړ لرلی دی.

د ۲۰۲۱ کال په آګست کې په هېواد کې د وروستیو سیاسي تحولاتو څخه وروسته چې د افغانستان د ډیپلوماتیکو نمایندګیو لپاره د ځانګړي او استثنايي وضعیت د رامنځته‌کېدو لامل شو؛ د دې نمایندګۍ مشرتابه او ډیپلوماتیک کادر د ځانګړي وضعیت، تاریخي رسالت او وظیفوي درک سره د قونسلي خدمتونو لپاره د هېواد د وګړو د جدي‌ اړتیا او د هغوی د بیا بیا غوښتنو او همدارنګه د کوربه هېواد د ادارو په غوښتنه، د بېلابېلو فشارونو او د اړینو امکاناتو د نشتوالي سره سره، د افغانستان د خلکو او په آلمان کې د مېشتو درنو هېوادوالو تر څنګ ودرېدل او د هېڅ ډول سیاسي تړاو پرته ، په بشپړ اداري او اخلاقي تعهد او د قوانینو او مقرراتو په رعایتولو او د روڼتیا او حساب ‌ورکونې د اصل په پام کې نیولو سره، خپلې دندې او مسؤولیتونه له ځنډه پرته ترسره کړي دي.

د یادونې وړ ده چې په آلمان کې د افغانستان د نمایندګیو بانکي حسابونه، تادیات او مصارفات د وروستیو تحولاتو له لومړۍ اونۍ څخه تر اوسه د کوربه هېواد آلمان د اړونده ادارو تر مستقیم څار لاندې دي او همدارنګه د قونسلي، اداري او مالي اجراآتو ټول اسناد، عواید او لګښتونه، د مالي مقرراتو سره سم لکه پخوا په اړونده دفترونو کې خوندي دي چی زه د آلمان د بن په ښار کې د افغانستان د جنرال‌ قونسل او ددی نمایندګی د لومړي درجه مسوول په توګه د خپلی ټاکني له لومړي نیټي نه د خپلو رسمي کړنو او چارو څخه په پوره شفافیت د حساب ‌ورکولو لپاره چمتو یم.

د بن جنرال ‌قونسلۍ په تېرو دریو کلونو کې د زرګونو افغان اتباعو او په جرمني او آن په ټوله اروپا او ترکیه کې د خپلو هیوادوالو او نورو متقاضیانو لپاره د ملي، سیمه‌ییزو او نړیوالو قوانینو او مقرراتو او د قونسلي چارو د شته کړنلارو سره سم د پاسپورټ وېش، د پاسپورټ تمدید، د ویزې صدور، د بېلابېلو وثیقو لکه وکالت، اقرار خط او داسې نورو د اجراء، د مدني موضوعاتو او شخصي احوالو د اسنادو د صدور په برخو کې قونسلي خدمتونه او قونسلي ملاتړ وړاندې کړی او هغوی یې تر قونسلي او حقوقي ملاتړ لاندې نیولي دي.

د دې جنرال‌قونسلۍ مشرتابه او کارکوونکو په تېرو دریو کلونو کې په هېڅ ډول چاته اجازه نه ده ورکړې چې دا نمایندګي، د افغانستان د ټولو خلکو د ګډ کور په توګه، د کوم سیاسي، پوځي یا فکري ډلې یا بهیر په ګټه وکارول شي، بلکې هڅه یې کړې چې د دې نمایندګۍ ټول فعالیتونه د قونسلي خدماتو په اغېزمن ترسره کولو او د اتباعو او متقاضیانو د حقوقي ستونزو په حل او د اړوندو اجراآتو لپاره د سیستم په جوړولو متمرکز وي او د افغانستان د ملي ګټو ساتنه، د افغانستان د شتمنیو ساتنه، څارنه، پاملرنه او څېړنه د دې جنرال قونسلۍ د مشرتابه او کارکوونکو له لومړیتوبونو څخه وو چې درانه هېوادوال یې د مثبتو تغییراتو شاهدان دي.

لکه څنګه چې درانه هېوادوال ښه پوهېږي، د بن په ښار کې د افغانستان د جنرال‌قونسلۍ د مشرتابه او کارکوونکو د غوره قونسلي خدمتونو د وړاندې کولو او د نمایندګۍ د اعتبار د ساتلو په موخه په ځانګړې توګه په تېرو دریو کلونو کې د شپې او ورځې هڅو او نه ستړې‌کیدونکو هلو ځلو سره سره ، له یوې مودې راهیسې د دې نمایندګۍ مسلکي دندې په خاصه توګه د سیاسي، دلایلو له امله له خنډونو سره مخ شوې دي.

د شته ستونزو د دوام د مخنیوي او د کوربه هېواد د سیاسي ملحوظاتو او محدودیتونو او غوښتنې په پام کې نیولو سره زه چې د افغانستان په ډیپلوماتیکه دستګاه کې د ۲۳ کلونو خدمت ویاړ لرم، په آلمان کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د جنرال ‌قونسل په توګه له خپلې دندې ګوښه کیږم.

ځای لري چې د آلمان د فدرالی جمهوریت د اړوند چارواکو له همکاریو څخه چې د افغانستان د دې ځانګړي سیاسي او ډیپلوماتیک وضعیت سره سره یې په آلمان کې د افغانستان په نمایندګیو کې د قونسلي خدمتونو د دوام او استمرار لپاره او په ځانګړې توګه په تېرو دریو کلونو کې د شرایطو په برابرولو کې ملاتړ کری دی، مننه وکړم.

همداراز له خپلو ټولو درنو همکارانو څخه چې د ستونزو په منلو سره یې په تېرو دریو سختو کلونو کې زما تر څنګ د افغانستان د ملي ګټو ته د ژمن ټیم په توګه خپل تاریخي او و‍‍ظیفوی رسالت ترسره کړې، د زړه له کومې مننه کوم. همدارنګه په آلمان کې د مېشتو ټولو افغانانو په ګډون د سیاسي، ټولنیزو، رسنیزو، اکاډمیکو، مدني او بشري حقونو او د ښځو د حقونو فعالانو څخه چې د دې نمایندګۍ نه یې په کړکیچن وضعیت کې ملاتړ کړی، خپله مننه او کورودانی وړاندې کوم.

په بهرنیو چارو وزارت او په بهر کې د افغانستان په سیاسي او قونسلي نمایندګیو کې د نږدې دوو لسیزو په اوږدو کې له ویاړ او سرلوړۍ سره د خدمت په موده کې مې، تل ځان د خپل ګران هېواد او خلکو پوروړی ګڼلی او په هر حالت کې چې وکولای شم خپلو خلکو او هېواد ته د خدمت جوګه شم، په ویاړ سره خدمت ته چمتو یم.

د افغانستان لپاره د روښانه راتلونکي او د افغانستان او آلمان د ملتونو ترمنځ د پایښت لرونکې دوستۍ په هیله.

 

په درناوي

 

د آلمان په بن ښار کي د افغانستان اسلامي جمهوریت جنرال ‌قونسل

سید لطف الله سادات

 



اړوند خبرونه