د پاکستان او افغانستان د پوله ساتو ترمنځه نښته شوې ده .
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ وسله واله نښته شوې ده.
د پاکستان او افغانستان د پوله ساتو ترمنځه نښته شوې ده .
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ وسله واله نښته شوې ده.
پاکستاني رسنیو د لوړ پوړو امنيتي سرچينو له قوله خبر ورکړی دی چې د بلوچستان ايالت په نوشکي سيمه کې د پولې په اوږدو کې د اغزن سيم د ترميمولو په خاطر د پاکستاني سرتيرو او افغان سرحدي ځواکونو ترمنځ د ډزو تبادله وشوه.
په داسې حال کې چې سرچینه د افغان سرحدي ځواکونو د مرګ ژوبلې ادعا کوي، خو د دواړو هېوادونو له لوري په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي شوي.
د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو تر منځ وروستۍ جګړه د سپټمبر په ۲۰مه شوې وه.
د دواړو هېوادونو تر منځ په ۲۶۴۰ کیلومتره ځمکنۍ پوله کې ۱۸ د تېرېدو نقطې شتون لري. د تورخم او چمن سرحدي دروازې تر ټولو بوختې سرحدي دروازې دي.
په افغانستان کې د اوسنۍ ادارې په ګډون حکومتونو د ډیورنډ کرښه، چې په نړیواله کچه د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې په توګه منل شوې، د رسمي پولې په توګه نه ده منلې.
په دې کرښه کې د افغان لوري له خوا جوړې شوې پوستې هم د ښکېلو غاړو ترمنځ د اختلاف یوه مهمه مسله بلل کېږي.
له بلې خوا پاکستان ادعا کوي چې افغانستان هم په خپله خاوره کې د ترهګرو په بریدونو کې مهم رول درلود.
د اسلام اباد اداره ادعا کوي، پاکستاني طالبان (ټي ټي پي) چې ددوې پر ضد جنګېږي، په افغانستان کې ځای پر ځای دی او افغان ادارې د دغه سازمان پر ضد اقدامات نه دي کړي. افغان اداره د پاکستان دا ادعاوې ردوي او وايي چې دوی په پاکستان کې له امنیتي ستونزو سره هېڅ تړاو نه لري.
په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي ستونزې دوام لري، د سرحدي شخړو له امله د دواړو هېوادونو د امنیتي ځواکونو ترمنځ وسله والې نښتې کله ناکله مرګ ژوبله هم رامنځته کوي.
اړوند خبرونه
د پاکستان او افغانستان د پوله ساتو ترمنځه نښته شوې ده .
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ وسله واله نښته شوې ده.