د بدخشان د اشکاشم ولسوالۍ زورورې زلزلې ولړزوله

د افغانستان په شمال ختیځ بدخشان ولایت کې د ریښتر په کچه ۵،۴ درجې په شدت سره  زلزله وشوه.

2181296
د بدخشان د اشکاشم ولسوالۍ زورورې زلزلې ولړزوله

د افغانستان په شمال ختیځ بدخشان ولایت کې د ریښتر په کچه ۵،۴ درجې په شدت سره  زلزله وشوه.

د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې اعلان کړی چې د افغانستان په شمال کې د بدخشان په ولایت کې د رامنځته شوې  د ریښتر په کچه د ۵.۴ درجې په شدت سره ددې زلزلې مرکز د اشکاشم ولسوالۍ وه.

دغه زلزله، چې د ځمکې لاندې د ۲۲۴ کیلومترو په ژوروالي کې رامنځته شوې شوې، دا لا معلوم ندی چې کوم زیان يي اړولی دی او که نه.

د زلزلې ټکانونه په پلازمېنه کابل او د افغانستان په شمالي ولایتونو او ګاونډیو هېوادونو تاجکستان او پاکستان کې هم احساس شوي دي.

په بدخشان کې چې د افغانستان په شمال ختیځ کې د هندوکش په غرونو کې موقعیت لري، وخت نا وخته زلزلې رامنځته کیږي.



اړوند خبرونه