طالبانو حکومت هیواد ته د ملګروملتونو د چارواکو په ورتګ بندیز ولګو.

د افغانستان حکومت اعلان وکړ چې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو  د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینیټ دې هېواد ته په ورتګ بندیز لګولی دی.

2177898

د افغانستان د موقت حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د جرمني خبري کانال دویچه ویله ته په خپله وینا کې ټینګار  وکړ چې ډیری نړیوال بنسټونه په ځانګړې توګه ملګري ملتونه "متعصب" او "دښمنان" دي.

ښاغلي مجاهد وویل، دوی د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له چارواکو سره چې په پلازمېنه کابل کې دفتر لري، لیدنې کړي. مجاهد وویل چې دوی ورته لازم اخطارونه ورکړي او خبرداری یې ورکړی چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په اړه خپاره شوي راپورونه ردوي.

مجاهد ویلي چې دوی د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکي بینیټ ته درناوی نه کوي او هغه ته  افغانستان ته د سفر اجازه نه ورکوي. ددې خبرې  لامل یې "افغانستان پر ضد د هغه پروپاګند" وباله.

مجاهد ویلي: "ښاغلی بینیټ افغانستان ته له راتګه ځکه منع شوی چې د افغانستان پر ضد یې تبلیغات کول، هغه داسې څوک نه دی چې موږ پرې باور وکړو، هغه په ​​افغانستان کې نه دی او هغه ته د راتګ اجازه نه ورکول کیږي ځکه چې په تبلیغاتو بوخت دی. هغه په ​​وړو مسایلو کې مبالغه کوي او نورو ادارو ته  ناسم معلومات ورکوي.

بینیټ چې د ۲۰۲۲ کال په اپریل میاشت کې په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي په توګه ټاکل شوی و، په هېواد کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه پر اوسنۍ ادارې نیوکه کړې وه.

د افغانستان اداره استدلال کوي چې د نړیوالې ټولنې راپورونه په ځانګړې توګه د بشري حقونو مسلو په اړه "د افغانستان له واقعیتونو سره مخالف دي".

اړوند خبرونه