په کابل کې په مساپروړونکي کاسټر ډوله موټر چاودنه شوې
د کابل په ننۍ چاودنه کې ۲۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتی

د افغانستان په پلازمینه کابل کې مهتاب قلعه په سیمه کې درنده چاودنه شوې ده .
د کابل د پولیسو ویاند خالد ځدران ویلي دي چې نن سې شنبه د کابل په لویدیځ کې د مهتاب قلعه په سیمه کې په یو مساپروړونکي کاستر چاودنه شوې.
هغه ویلي دي چې پدې پيښه کې لږ تر لږه ۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
د ویلو ده چې دا برید نن سې شنبه د ماښام د شپږنیمو بجو په شاوخوا کې رامنځته شوې دی.
د بله پلوه عینو شاهدانو خبري رسنیو ته ویلي دي چې ددې پیښې د ځاني تلفاتو شمیره د اعلان شوي رقم نه ډیره لوړه ده. عیني شاهدانو ویلي دي چې پدې پيښه کې تر شلو ډیر کسانو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په اړه ندی اخیستی.
د ویلو ده چې لنډه موده مخکې هم پدې سیمه کې په یو سپورتي کلپ کې چاودنه شوې چې له امله يي ګنشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.