په کابل کې درنده چاودنه شوې
د کابل د دشتي برچي په سیمه کې په یو مساپروړونکي بس چاودنه شوې
2061633

د افغانستان په پلازمینه کابل کې د دشتې برچي په سیمه کې درنده چاودنه شوې ده .
د کابل د پولیسو ویاند خالد ځدران ویلي دي چې نن سې شنبه د کابل په لویدیځ کې د دشتې برچي په سیمه کې په یو مساپروړونکي بس چاودنه شوې.
هغه ویلي دي چې پدې پيښه کې لږ تر لږه ۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په اړه ندی اخیستی.
د ویلو ده چې لنډه موده مخکې هم پدې سیمه کې په یو سپورتي کلپ کې چاودنه شوې چې له امله يي ګنشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.