افغانستان په پلازمینه کابل کې په یو سپورتي کلپ کې زوروره چاودنه شوې ده .
په کابل کې چاودنه شوې

افغانستان په پلازمینه کابل کې په یو سپورتي کلپ کې زوروره چاودنه شوې ده .
د کابل نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې چاودنه د ماسخوتن د ۷ نیمو بجو په شاوخوا کې د کابل په لویدیځ کې د دشت برچي په سیمه کې رامنځته شوې ده.
ویل کیږي چاودنه د بوکس په یو کلپ کې رامنځته شوې ده .
د کابل د پولیسو ویاند خالد ځدران ویلي دي چې نن پنجشنبه د لړم څلورمه د ماسخوتن د ۷ نیمو بجو په شاوخوا کې د کابل په لویدیځ کې چاودنه شوې ده .
پداسې حال کې چې ځدران پدې پيښه کې د دوو تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی خو عینې شاهدانو بیا د مرګ ژوبلې شمیره لوړه ښودلې ده.
عیني شاهدانو ویلي دي چې تر اوسه پورې د ۷ تنو د وژل کیدو پخلی شوی دی.
همداشان پدې پيښه کې ګنشمیر کسان ټپیان شوي دي چې په سیمه کې نږدې روغتونونو ته انتقال شوي دي.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی. د ویلو ده چې د کابل لویدیځ وخت نا وخته د دې ډول بریدونو شاهدي کوي.