په افغانستان کې د سیلابونو له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
په افغانستان کې د شدیدو بارانونو په پایله کې د راوتلو سیلابونو په نتیجه کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی او په لسګونو تنه نور لا درکه شوي دي.

په افغانستان کې د شدیدو بارانونو په پایله کې د راوتلو سیلابونو په نتیجه کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی او په لسګونو تنه نور لا درکه شوي دي.
افغانستان کې پیښو ته د رسیده ګۍ په چارو کې د دولت وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس شفیع الله رحیمي ویلي دي چې د افغانستان د میدان وردک په ولسوالۍ کې د وروستیو سیلابونو له امله لږ تر لږه ۲۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی او تر ۴۰ تنو ډیر کسان لا درکه شوي دي. هغه وویل د میدان وردک ولایت د جلریز په ولسوالۍ کې د سیلابونو او مځکښویدنې په نتیجه کې په سلګونو کورونه ویجاړ شوي شوي دي.
همداشان په پلازمینه کابل کې هم د شدیدو بارانونو په نتیجه کې ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د هغه په وینا په میدان وردک او پلازمینه کابل کې د وروستیو سیلابونو او مځکښویدنو په نتیجه کې تر ۷۰ تنو ډیر ټپیان شوي هم دي.
د بله پلوه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دي چي سیلاب ځپلو ته د لازمو مرستو د رسولو په خاطر اړوندو اداراتو ته لازمه لارښونه شوې ده .
همداشان مجاهد په کورنیو او نړۍوالو مرستندویه ادارو د سیلاب ځپلو سره د مرستې کولو غږ کړی دی.
د ویلو ده چې د سیلابونو له امله په لسګونو کورونه ویجاړ شوي چې په لسګونو لا درکه کسان هم د همدې کورونو لاندې شوي دي.
همداشان د ددې سیلابونو له امله په سلګونو جریبه کرنیزه مځکې هم زیانمنې شوي او د اوبو لاندې شوي دي.
د بله پلوه د کابل او بامیانو لویه لار هم د سیلابونو له امله تړل شوې وه.