د ایران او افغانستان د پوله ساتو ترمنځه په نښته کې لږ تر لږه ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ایراني او افغان پوله ساتو ترمنځه نښته شوې

د ایران او افغانستان د پوله ساتو ترمنځه په نښته کې لږ تر لږه ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ایران د نیمه رسمي فارس خبري اژانس په سیمه کې د خپلو سرچینو په حواله ویلي دي چې ، د ایران د سیستان بلوچستان ولایت د هرمند ولسوالۍ د ساسولي د پولیسو مرکز ته څېرمه د طالبانو د سرحدي ځواکونو او ایراني پوله ساتو ترمنځ نښته شوې ده.
د ایران د رسمي اژانس ایرنا د راپور له مخې، د پوله ساتو ځواکونو له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د پولې په اوږدو کې په نښتو کې دوه ایراني پوځیان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
ويل کيږي چې په دې نښته کې طالبانو ته هم ځاني زيان اوښتى دى.
د طالبانو د موقت حکومت د دفاع وزارت ویلي دي چې ایراني پوځیانو د نیمروز ولایت د کنګ ولسوالۍ په سرحدي سیمه کې پر افغان پوله ساتو ډزې کړي وروسته نښته پیل شوه.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور په خپل ټویټر اکاونټ کې ویلي چې د جګړې په پایله کې د دواړو لورو نه یو یو تن وژل شوی او ګڼ شمیر نور ټپیان شوي دي.
په وروستیو ورځو کې د هلمند سیند د اوبو د ویش پر سر د ایران او طالبانو ترمنځ کړکېچ زیات شوی دی.
په داسې حال کې چې د طالبانو اداره استدلال کوي چې په سیمه کې د وچکالۍ له امله د هلمند سیند پر کچکي بند او کمال خان بندونو کې د اوبو اندازه کمه شوې او له همدې امله ایران ته اوبه نه رسېږي، ایران بیا وايي چې باید یو تخنیکي پلاوی له بندونو څخه لیدنه وکړي او دا وضعیت تایید کړي.
وروسته له هغه چې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې طالبان واک ته ورسېدل، د پاکستان او ایران سرحدي ځواکونه کله ناکله د طالبانو له ځواکونو سره نښتې کوي.