طالبانو د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود.
د طالبانو ادارې د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي په اړه چې د هلمند سیند د اوبو د ستونزې په اړه یې تیره ورځ طالبانو ته اخطار ورکړی وو ، ډیر سخت غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې د ایران دریځ دوه اړخیزو اړیکو ته زیان رسولی شي.

طالبانو د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود.
د طالبانو ادارې د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي په اړه چې د هلمند سیند د اوبو د ستونزې په اړه یې تیره ورځ طالبانو ته اخطار ورکړی وو ، ډیر سخت غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې د ایران دریځ دوه اړخیزو اړیکو ته زیان رسولی شي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل شخصي ټویټر اکاونټ کې په دې اړه لیکلي دي،
دوی هغه تړون ته ژمن دي، چې په ۱۹۷۳ کال کې د افغانستان او ایران تر منځ لاسلیک شوی دی، چې له مخې یې د هلمند د سیند د اوبو ستونزه هواره شوې او د تړون له مخې رامنځته شوې ژمنې عملي شوي او نن هم عملي کیږي.
مجاهد د دې په ټینګار سره چې په افغانستان کې د وروستیو سختو وچکالیو له امله د هلمند په سیند کې د اوبو کچه د پام وړ راټیټه شوې او په سیند کې کافي اوبه نشته، یادونه وکړه چې د کافي اوبو په شتون کې د هوکړې له مخې شوې ژمنې عملي کېدای شي.
مجاهد د دې خبرې په څرګندولو سره ویلي دي چې د ایران پولې ته څېرمه د افغانستان په نیمروز ولایت کې د کمال خان بند کې هم اوبه نشته.
که چیرې د کجکي بند اوبه خوشې هم شي، نو د کمال خان بند ته نه رسېږي. ایراني لوري ته پکار ده چې دا واقعیتونه درک کړي.".
مجاهد زیاته کړې ده ،
"په داسې حالت کې موږ د ایران له خوا د اوبو په اړه پرله پسې غوښتنې او په رسنیو کې نامناسب څرګندونې زیانمنې ګڼو، که حقایق په سمه توګه ونه څېړل شي او دا ډول څرګندونې وشي، د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي فضا به خرابه شي. د دواړو خواوو څخه باید دا ډول څرګندونې تکرار نشي."
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي او د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د سیستان بلوچستان ولایت ته چې له افغانستان سره پر پوله پروت دی، لیدنه وکړه او د اوبو د ستونزې په اړه یې څرګندونې وکړې.
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي بیا د ډیرو تندو څرګندونو په کولو سره وویل
"که زموږ کارپوهان د اوبو کمښت تاييد کړي، نو موږ به د ويلو لپاره څه نه لرو، که نه نو اجازه به ورنکړو چې زموږ د خلکو حقونه تر پښو لاندې شي. زه د افغانستان له واکمنانو څخه غواړم چې ايران ته د اوبو حق ژر تر ژره ورکړي." هغه وویل چې زه د افغانستان حاکمانو ته اخطار ورکوم او زمونږ دا اخطار باید جدي ونیسي. وروسته دې بیا ګیله نه کوي چې دوې مونږ ته نه وو ویلي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل:
"د هوکړې له مخې، دا د ایران طبیعي حق دی. د اړتیا په صورت کې به د افغان حکومت د یوې برخې لپاره چې په دې مسله کې له ایران سره همکاري نه کوي د فشار له وسیلو کار واخلي."
همداشان د ایران د ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر تندو څرګندونو او اخطار په افغانستان کې د عامه وګړو ډیر سخت غبرګون هم پارولی دی. افغانستان عام وګړي وايي چې د څو لسیزو راهیسې د افغانستان اوبه پرته د کوم ښه او بد د ایران پر لورې روانې وې. نن ورځ چې افغانستان غواړي خپلې اوبه اداره کړي ایران څخه لاره ورکه ده.
د ویلو ده چې د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني هم پدې اړه ویلي وو چې افغانستان اوبه لري او ایران تیل. ایران دې ددې اوبو په بدل کې مونږ ته تیل راکړي.